د تیارو په غېږه کې پرته ژوره خاموشي یواځې د څو چرچرکو اوازونو او له لېرې ځای څخه د څو سپیو غپا ماتوله.
کلي د سولې او ارامۍ په فضا کې ساه یستله، چې د ښوونکي د کور دروازه وټکېده، اواز شو :
- څوک یې ؟
- قومندان صاحب مریض ده، دروازه خلاصه کړه او موټر راوباسه.
معلم شاته سترګې واړولې په کړکۍ کې ولاړو وړو ماشومانو او د ماشومانو مورته یې وکتل د هغوی مخونه یې ونه لیدل ځکه په کړکۍ کې ولاړ وه او مخونه یې د تیارې پلو وه برق نه ورباندې لږېده، زړه نه زړه دوروازې ته وروړاندې شو، دورازه خلاصه شوه، د ستړي مشي لپاره ونژدې شو، سکوت مات شو په ستړي مشي نه د توپک د ډزو په اوازونو، نور نو د ماشومانو چیغو او د معلم روح دواړو د اسمان پلو لاره لنډوله،
وړو ماشومانو پخپله مور پسې منډه کړه ډزو وېرولي وه، چیغې یې وهلې، د خپل پلار په وینو سور جسد سرته وردېدل چیغې یې ستوني کې وچې شوې، او اوز یې په بې پایه فضا کې سقوط وکړ،غوښتل یې غېږې ته یې ورشي، خو لا خبر نه وه چې نور وباندې د یتیم نوم کېښودل شو، مور یې سرتوره شوه، او د تل لپاره د پلار له غېږې بې برخې شول.
شپې وېرونکې خاموشۍ کې بې پلاره ماشومان، کونډه مور او بې ګناه جسد د تل لپاره یوازې پاتې شول.
صدیق زی
یادونه : دا پېښه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د ده حیات په کلي کې دوه ورځې وړاندې پېښه شوه.