د افغانستان وضیعت په کتو سره ولسمشر ډاکټر اشرف غني واک ته له رسېدو مخکې او وروسته هر وخت دوه ډېر ارزښتناک ټکي یاد کړي او په اړه یې له ولس سره ژمنه کړې. [لومړی]: په هېواد کې د پوهنې او زده کړو کیفیت لوړول، [دویم]: د افغانانو لپاره کار پیدا کول.
په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې پوهنې او لوړو زده کړو ته د لاس رسی په برخه کې پرمختګ شوی مګر د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ټیټ کیفیت ښايي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې دومره سترې ستونزې وزیږوي لکه اوس چې نالوستۍ او بې سوادۍ زیږولي دي. اوس مهال د زده کړو روان سیستم د بحران پر لور روان دی ځکه د ۱) زده کړو کیفیت ډېر ټیټ دی، ۲) مارکېټ له اړتیاوو سره سمون نه لري، ۳)له زده کړو او مهارتونو څخه د ګټې اخیستو فرصتونه نشته، ۴) د هېواد د جغرافیې له اړخه په زده کړو کې توازن نشته او روانې زده کړې د هېواد له اړتیاوو او ضرورتونو سره سمون نه لري.
که کاري ځواک کمزوري زده کړې ولري، زده کړې د هېواد له ستراتيژیکو اړتیاوو سره سمې پلان او عملي نه شي او ځوانان د زده کړو او مهارتونو د کارولو فرصت ونه لري نو په دې سره اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرېږي، سیاسي ثبات ټکنی کېږي او هم د بېکارۍ کچه لوړېږي، چې اوس مهال په افغانستان کې دا ستونزه شته.همدا اوس زموږ لوی شمېر ځوانان له ښوونځیو او لیسو فارغ دي مګر له لوړو زده کړو څخهد محرومیت له کبله په کور ناست دي او د خپلو پلرونو او میندو لپاره همکار نه بلکې سرخوږی جوړ شوی. همدارنګه له پوهنتون څخه فارغ په زرګونونو ځوانان مو اسناد په لاس ګرځي او له حکومت څخه کار غواړي. خو څرنګه چې زده کړې سمې نه دي پلان شوي او په مارکېټ کې د جذب امکان لږ دی دا د حکومت لپاره سرخوږی او د هېواد اقتصادي تاوان دی. د یو ډاکټر لپاره حد اقل پنځه تنه نرسان روزل په کار ؤ. مګر اوس د برعکس د یو نرس لپاره حد اقل پنځه تنه ډاکټران اسناد په لاس ګرځي.
حال دا چې د نړۍ ټول حکومتونه او وګړي په دې باوري دي، چې د بېوزلۍ پر وړاندې مبارزه، د هېواد پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والی او ټولنیز عدالت د تامین لپاره اړتیا ده، چې ځوان قشر ته د کار مهارتونه ورکړل شي، باکیفته زده کړې ورکړل شي او په ښه ډول و د مارکېټ له اړتیاوو سره سم روزل شي.
حل څه شی دی؟:
د پوهنې او لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو او هم د بېکارۍ د ګراف د ټیټوالي لپاره حکومت ډېرې لارې چارې لټولی شي، چې باید هم د پلانونو او پالیسیو په برخه او هم د عملي پروګرامونو په برخه کې لازم بدلونونه راولي. یو تر ټولو غوره او اساسي حل، چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې دا سیستم جوړ او دا یې د مهمو لومړیتوبونو څخه دی. ښايی نومونه مختلف او نوعیت یې توپیر ولري خو محتوی او هدف یې یو شان دی هغه د قابلیتونو د تثبیت چوکاټ دی.
د قابلیتونو د تثبیت ملي چوکاټ (National Qualification Framework)
ارزښت: دا چوکاټ د ښوونې او روزنې، تخنیکي زده کړو او لوړو زده کړو کیفیت تضمینوي او هم مرسته کوي چې په هرعمر کې زده کړه ترلاسه شي. یعنې ددې سیستم له مخې د زده کړې د هرې برخې او هرې سويې لپاره معیارونه ټاکل کېږي او د همغو معیارونو په رڼا کې تحصیلي مؤسسات ارزول کېږي، اعتبار ورکول کېږي او بیا د هغوی فعالیت تایيدېږي. اوس مهال تحصیلي پروګرامونه د یوې ادارې لخوا ترسره کېږي، یوه اداره هم نصاب جوړوي، هم تدریس کوي او هم د محصل ارزونه کوي او هم د هغوی زده کړې او لیاقت تصدیقوي. حال دا چې لازمه دا ده چې تحصیلي خدمات یوه اداره وړاندې کړي او د کیفیت ارزونه یې بله اداره ترسره کړي، ترڅوا دا باوري کړي چې آیا په ریښتیا هم اړونده ادارې محصل ته څه ورښودلي او که نه.
همدارنګه د قابلیتونو د ثتبیت چوکاټ د زده کړې لپاره منظم سیستم جوړوي، چې محصل هر وخت کولی چې د زده کړې پروسې ته داخل شي او په اسانۍ سره له یوې تحصیلي برخې څخه بلې تحصیلي برخې ته ځان بدل کړي. او په دې سره کولی شي چې عمري او مادام العمر زده کړې وکړي.
په افغانستان کې دې سیستم ته د دوو دلایلو له کبله اړتیا ده. لومړی دا چې د پوهنې په سیستم کې کیفیت ډېر ټيټ دی او بل دا چا اوسمهال په سلګونه زره ځوانان او لویان د کار او کسب کولو مهارتونه لري، د بېلګې په توګه تکړه خیاطان، نجاران، معماران، بنایان، فلزکاران، ولډنګ کاران …. شته چې ښه مهارتونه لري مګر د خپل مهارت د ثبوت لپاره کوم سند نه لري. حکومت ته په کار ده، چې ددې خلکو د مهارتونو د سویو د معلومولو او تصدیقولو لپاره لاس په کار شي. د هغوی د مهارت سویه معلومه کړي، د هغوی کاري شرایطو ته په کتو سره د هغوی لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي ترڅو یې مهارتونه لا ډېره وده وکړي.
بېلګې:
- د قطر هېواد د فوټبال د نړیوال جام د کوربه توب لپاره د زیربنايی کارونو چارې پیل کړې او له افغانستان څخه یې د ماهرو کارګرو غوښتنه وکړه ترڅو هلته کار وکړي. که څه هم په افغانستان کې زرګونه ماهر کارګر شته له مصریانو، هندیانو او پاکستانیانو غوندې ښه تکړه دي خو له هغوی سره ځکه نه پرتله کېږي چې اسناد نه لري او همدا وجه وه، چې د افغانستان حکومت ونه شو کولی چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي. ځکه هغوی اسناد نه لرل، د اسنادو د ورکړې لپاره مېکانیزم نه ؤ.
- په وروستیو کلونو کې سعودي عربستان د حرم شریف د پراختیا لپاره ستره پروژه پیل کړه او له افغانستان څخه د یو مسلمان هېواد په توګه غوښتنه وکړه، چې سلګونه ماهر کارګر ور ولېږي. مګر افغانستان بیا هم نه شو کولی، چې داسې ماهر کارګر پیدا کړي، چې اسناد ولري او هلته سعودیانو ته د خپل مهارت ثبوت وړاندې کړي، په دې سره دا فرصت هم له لاسه ووت.
- همدا اوس د منځني ختیځ په هېوادونو کې تکړه افغان کارګر شته خو اسناد نه لري او هلته د غیر ماهرو او عادي کارګرو په توګه دپاکستانیانو، مصریانو، هندیانو او یانورو تر لاس لاندې کار کوي. خولې افغانان تویوي، تر ټکنده ګرمیو لاندې دوی تکلیف ګالي خو پیسې د هغو ټیکدارانو جیبونو ته لوېږي، چې اسناد لري. له خبرونو څخه اورېدل کېږي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سعودي عربستان سره د ۲۵ زره افغان کارګرو قرارداد کوي مګر پورتنیو مثالونو ته په کتو سره افغانستان بیا هم له دې فرصت څخه لازمه استفاده نه شي کولی ځکه سعودي ماهر کارګر غواړي او افغانستان که څه هم تکړه کارګر لري خو دا کارګر له ځان سره داسې ثبوت نه لري، چې خلکو ته یې وښيي.
وړاندیز:
پورتنیو بېلګو، د معارف ټیټ کیفیت او زموږ د زرګونه ماهرو کارګرو اړتیاوو ته په کتو سره د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر ته وړاندیز کېږي، چې د قابلیتونو د تثبیت چوکاټ چې د جوړولو هڅې یې ډېرې پخوا پیل شوې ژر جوړولو او فعالولو ته لومړیتوب ورکړي، په دې اړه روانو هڅو ته سرعت ورکړي. د افغان ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول باید د حکومت په لومړیتوبونو کې قرار ولري او دا چوکاټ نه یوازې له ځوانانو سره مرسته کوي، چې د یو منظم سیستم له لارې د خپل مسلک او زده کړو سویه معلومه کړي، کومې ستونزې او کمۍ چې لري هغه د لنډمهالو او عملي کورسونو له لارې پوره او تصدیق ترلاسه کړي او داخلي او بهرني مارکېټ کې د هندیانو، پاکستانیانو، اندونیزیانو،فلپینیانو او نورو غوندې کار وکړي
همدارنګه به زموږ د معارف او تحصیلاتو کیفیت له هغو معیارونو سره سم تنظیم شي چې په نوره نړۍ کې د معارف او تحصیلاتو لپاره ټاکل شوي دي. تخنیکي او مسلکي زده کړې به له پخواني عنعنوی سیستم څخه دقابلیتونو پر اساس د ولاړ نصاب (competency-based) په اساس عیارې شي او په ټوله کې د زده کړې له کیفیت سره مرسته وکړي.
ښکلی مضمون وو په رښتیا هم چی په ډیر مهمه نقطه راڅرخیدلی یی مننه عادل صاحب