تاند- د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوال وايي، شاوخوا ۳۰۰ وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

همحمد هاشم نورزي نن رسنیو ته وویل، طالبان غواړي چې د افغانستان او د ایران د چاه بهار د ترانزیتي لارې مخه ونیسي.

ده له حکومته وغوښتل چې خاشرود ته کومکي ځواک ورولېږي ځکه چې وسله وال طالبان، چې اکثره پاکستانیان دي، د ولسوالۍ د ودانۍ یو کیلومترۍ ته نژدې شوي او دا احتمال شته چې ولسوالي ونیسي.

نورزي وویل چې پر ولسوالي او بازار یې له درو خواوو د طالبانو بریدونه روان دي.

د خاشرود ولسوال وايي، وروسته له دې چې د چاه بهار بندر د ترانزیتي لارې مسله توده شوه، وسله والو طالبانو نیمروز ته پام زیات کړی او په ځانګړي ډول یې خاشرود ولسوالي ته سلګونه وسله وال، چې اکثره پاکستانیان دي، لېږلي دي.

د نیمروز د ولایتي شورا غړي ګل احمد احمدي د خاشرود د ولسوال څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې په وروستیو کې د نیمروز امنیتي وضعیت خراب شوی دی حال دا چې یو کال وړاندې نیمروز په نسبي ډول امن ولایت و.

One thought on “د چاه بهار د ترانزیتي لارې د بندولو لپاره سلګونو طالبانو پر خاشرود برید کړی”
  1. یره طتالبانو بیخي ……….شروع کړې ده چې هرڅه د باکستان په ګټه وي هغه کار کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *