سلیمي نړیوال

استاد د درس د شروع کېدو نه مخکې د اوبو نه ډک ګیلاس واخیست، او هغه یې پورته ونیو، تر څو ټول یې وویني وروسته یې له خپلو زده کوونکو پوښتنه وکړه: ستاسې په نظر ددې ګیلاس وزن به څومره وي؟

زده کوونکو ځواب ورکړ: د ۵۰ نه تر ۱۰۰ ګرامه پورې به وي، استاد وویل: زه هم پرته له وزن کولو نه پوهیږم، چې د دې وزن به څومره وي. خو زما پوښتنه دا ده: که زه دا ګیلاس د څو دقیقو لپاره همداسې ونیسم څه به پېښ شي؟ زده کوونکو وویل: هېڅ به هم پېښ نه شي. استاد بیا پوښتنه وکړه: ښه، که یې د یوه ساعت لپاره همداسې ونیسم څه به پېښ شئ؟

یوه زده کوونکي وویل: لاس به دی لږ لږ درد وکړي…

 که یې ټوله ورځ په لاس کې ونیسم، بیا څه؟

یوه بل زده کوونکي وویل: لاس به مو بې حسه شي، عضلي به مو تر فشار لاندې راشي او فلج به شي. او زه په دې مطمین یم چې مریضې به مو تر روغتونه ورسوي، ټولو زده کوونکو وخندل.

استاد وویل: ښه ډېر ښه،  آیا په دې وخت کې د ګیلاس وزن تغیر کوي؟

ټولو زده کوونکو ځواب ورکړ، ویل یې: نه نه کوي.

استاد وویل: نو څه شي د عضلاتو د درد سبب کیږي؟ د دې په مقابل کې باید زه څه وکړم؟

زده کوونکي هم حېران پاتې شول، یوه یې وویل: ګیلاس په ځمکه کېږده.

استاد وویل: همدارنګه د ژوند ستونزي هم په همدې ډول دی.

که هغه د څو دقیقو لپاره په ذهن کې وساتي، کومه ستونزه نشته.

که د یوه لوی وخت لپاره دی دهغه په اړه فکر وکړ، په درد به شي.

که لدې نه دی هم ډېر وخت د په ذهن کې وساتل فلج به مو کړئ، او نور به د کوم کار توان ونلرئ.

د ژوند د مشکلاتو په اړه فکر کول اړین دی، خو له هغې نه هم مهم دا دی، چې د هري ورځې په پای کې مخکې له وېده کېدو هغه په ځمکه کیږدئ.

په دې توګه تر فشار لاندې نه راځي، هره ورځ سهار پیاوړي او په حال به خوبه پاڅې، او د ورځې په اوږدو کې چې هره ستونزه درته پېښیږي نو د هغه نه د خلاصون وړتیا به ولري.

زما ملګریه! دا په یاد ولره، چې د اوبو ګیلاس همدا اوس په ځمکه کېږده!

ځکه ژوند همدا دی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *