د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زیات د وطن غم خورم
ګل پاچا الفت
ملي شعور یوه کسبي پدیده ده، هیڅوک یې په طبیعي توګه له ځانه سره دنیا ته نه راوړي؛ په مجموع کې شعور او په ځانګړي توګه ملي شعور باید په انسان کې و روزل شي؛ هغه هم هسې په سطحې روزنه سره نه، بلکې له ماشومتوبه په سیستماتیک میتود سره.
که مو په مخ کې وطني توکي پراته وي او تاسو یې پر ځای پردي انتخابوئ نو څرګنده مانا یې دا ده چې د ملي شعور مزه مو نشته؛ که په جېب کې افغانۍ ته نه، بلکې پردۍ کرنسۍ ته ګوتې غځوئ نو ملي شعور ته مو شا کړې ده؛ که د تولیدي اقتصاد په عوض کې مو وارداتي اقتصادي فعالیت ته ملا تړلې وي نو د ملي شعور ملا مو ماته و بولئ او….
یو وخت داسې هم وو چې که په افغانستان کې غربت وو مګر افغانانو له خپل وطن، خلکو او ارزښتو سره له زړه مینه لرله، دا ځکه چې د وطن معلم و ملا به شاګرد و طالب ته د وطن د مور عظمت و درنښت تدریساوه، که به څوک ډېر بې تفاوته شو نو دومره به وه چې په دې مسایلو به یې غرض نه لاره، په مخالفت کې خو یې په هیڅ صورت خوله نه خلاصوله ځکه حب الوطن من الایمان وو، هیچا د ځان دومره سپکه نه شوای غوښتلای چې د وطن او وطنوالو پر ضد سپوڼ هم ووهي، خو جنګ، چې تر بلې هرې چټلۍ ناولې پديده ده، زموږ ټول باورونه و ارزښتونه سرچپه کړل، څلوېښت کلنې مسلسلې جګړې، زموږ اخلاق او تربیه را مسخه کړه او زموږ ملي شعور یې له ډاکه وواهه؛ نن ګورو چې هر کال افغانستان د اداري فساد له امله د فاسدو هیوادو په لیست کې اول یا دوهم مقام خپلوي؛ دا فساد څوک کوي؟ آیا تر ټولو ژوندی جواب یې دا نه دی چې خپله افغانان؟ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له چا څخه جوړ دی؟ آیا له افغانانو نه دی تشکیل شوی؟ د دغه اسلامي دولت سیاسي و وسلوال مخالفان څوک دي؟ آیا نه یې پېژنو چې په سلو و زرو جزئیاتو سره ثابت افغانان دي؟
زموږ پروني درانه اخلاق نن ولي دومره فاسد شول؟ زموږ ملي تربیه ولي خرابه شوه؟ او زموږ ملي شعور ولي د بدترین شرم کچې ته راټیټ شو؟ دا ځکه چې څلورو لسیزو دوامدارو مردارو جګړو زموږ مادیات و معنویات دواړه د نېستۍ په اور پسې کړل؛ زموږ د ځوان نسل د ښوونې و روزنې لپاره زموږ تعلیمي و تحصیلي نصاب یا د پاکستان په لاس جوړ شو یا هم ایران؛ تاسو څه فکر کوئ چې پاکستان و ایران یا نورې د افغانستان په مسایلو کې علاقمنې دنیا باید د افغان ځوان نسل د اخلاقو لوړولو، معنویاتو روزلو، ملي تربیې او ملي شعور سرشارولو په هدف زموږ تعلیمي و تحصیلي کریکولم عیار کړی وای؟ آیا دا تر احمقانه هم احمقانه توقع نه ده؟
پردۍ نړۍ باید زموږ د ټولو اقدارو خلاف زمینه راته سازه کړې وای، هماغسې لکه تجربه چې مو کړه؛ دوی زموږ په تربیوي تدریساتو کې وطندوستي په الحاد راته تعریف کړه؛ ملتپالنه یې راته په بت پرستۍ تلقین کړه؛ ملي ارزښتونه یې راته شیطاني پدیدې را وپېژندلې؛ ملي شعور یې راته د شرک مترادف مفهوم و ښود؛ ملي تربیه یې راته د بې دینۍ په مانا وبلله؛ ملي جغرافیه یې اسلام ضد راته ثابته کړه او زموږ د دې ټولې ملي شېرازې د تباهۍ لپاره یې زموږ هر مهاجر په ملاتړلي، رضاکار او ډېر تلواری سرتېري بدل کړ او ګورو چې همدا نن هم د وطن د مور له مهرباني غېږې تللی او د پردیو دایانو په لمنو کې روزل شوی وطنوال، چې بېرته د خپل پلار- نیکه کور و نغري ته را ګرځېدلی، نو د هیڅ ډول شرمېدلي کار په ارتکاب سره د شرم احساس نه کوي بلکې په ویاړ سره په هر ملي ارزښت و درنښت په لوی لاس سره اورونه پورې کوي؛ همدا اوس هم زموږ په تعلیمي و تحصیلي نصاب کې د وطندوستۍ درس نه دی تسجیل؛ زموږ اکثره استادان همدا اوس هم زموږ ځوان نسل په متمدنو ارزښتو او ملي شعور ضد روحیه روزي او د خپل حکومت، نظام، ولسواکۍ، قانون، سولې او نظم پر خلاف یې پاروي.
خو په دې منځ- منځ کې داسې افغانان هم شته چې خپل تاریخ یې نه دی هېر او د نوي زمانې له غوښتنو سره هم په خپل شخصي تشبث سره آشنا دي؛ دوی له دې ټولو سړو- تودو څخه ښه سمه زدکړه کړې او لکه سارایي ګلان، پرته د باغوان له مسؤلیته، پر خپل سر را ټوکېدلي او د سوځېدلي وطن غرونه و لمنې یې د ښایست په ښکلو منظرو اړولي؛ د ودان افغانستان ګوند فکري قلمرو د دې ښایستو منظرو یو څرګند مثال دی.
د روان ۱۳۹۵ کال د جوزا پر ۲۳- مه د ننګرهار ولایت په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکو تر منځ د پولې پر سر نښته رامنځته شوه؛ افغانانو پاکستان پر خپله خاوره د مخامخ یرغلګر په صفت وپېژاند او پر ضد یې د ملي احساساتو ګرمي څپې را ولاړې شوې؛ د ودان افغانستان ګوند د هلمند ولایتي کومېټې یې په مخالفت یوازې د احساساتو تر بریده هڅه و نه کړه بلکې عملاً یې پر خپلو خلکو د یوه پراخ او دوامدار کمپاین په ترڅ کې ږغ وکړ چې راځئ نور د پاکستانیو محصولاتو و تولیداتو پر ځای خپل وطني هغه وکاروو، ځکه په دې هیوادپالونکي کار سره به مو له یوې خوا د خپل ملي شعور لوړه کچه نمایش ته وړاندې کړې وي، له بله اړخه به مو د خپلو ګرانو هیوادوالو کاروبار ته په رونق ور کولو سره تولیدي اقتصاد ته ځمکه هواره کړې وي او په پای کې به مو پاکستانیو او ټولو پردیو بې کیفیته و زهرجنو وارداتو ته د پای ټکی ایښی وی؛ هلمندوالو له ځانه پیل کړه، په اختر کې یې د مېلمنو هرکلی په هلمندیو زراعتي محصولاتو وکړ؛ مدني ټولنې، سیاسي جریانونه او سیمه ییزه اداره یې په ملاتړ ودرېده او دوی هم لا سرشاره ملي روحیه واخیسته، لا کړندې شول، په لښکرګاه ښار کې یې اول د پاکستانیو بیا د ټولو پردیو توکو پر ځای د هیوادنیو محصولاتو د استعمال شعارونه و لګول، د خپلو ملي سوداګرو، دفترو و شرکتو ته ورغلل او د هغوی حمایت یې اعلان کړ، په ټولنیزو رسنیو کې یې د ملي شعور د را پورته کېدو مؤثرې لیکنې، ګزارشونه و عکسونه خپاره کړل، دې کار یې دومره اغېز وکړ چې د ملي شعور دا رڼا کندهار ته ورسېده، هلته هم ودانوالو ورته ملي کمپاین ته ملاوې وتړلې، په پای کې د کندهار سیمه ییزه اداره را پاڅېده او د راپورته شوي ملي شعور د ملاتړ په ډاډ یې د پاکستانۍ کرنسۍ (کلدارې) د یو مخ بندېدو او پر ځای یې زموږ د ملي سکې (افغانۍ) د چلښت ږغ پورته کړ، خلکو دې ږغ ته سلامې وکړه او په ټول وطن کې یې د هرکلي موجونه خپاره شول، ور پسې کونړ او بیا ننګرهار الهام واخیست او د پاکستانۍ روپۍ پر ضد یې د افغانۍ د استعمال ګام واخیست.
دا ډېره جالبه او جانانه تجربه ده چې د هلمند د جنګ له جهنمي غېږې څخه د ملي شعور د روښانتیا شغلې خپریږي او ټول وطن یې له برکته متاثريږي نو ټول ګوندونه، مدني ټولنې، فرهنګي بهیرونه او دولتي ادارې باید په ګډه د ملي شعور د سرتاسري تعمیم لپاره ګډکار ته دوامداره ملاوې وتړي ځکه دا زموږ د ملي حیثیت مسئله ده او زموږ ملي حیثیت و سرنوشت په نه غوڅېدونکي تار سره تړلی دی.
هلمند، چې دا مهال د سقوط تر بریده د جګړې د بلا په غاښو کې را ښکېل دی، نو هلمندی ځوان نسل ډېر ښه پوهیږي چې د دې بد بحران عوامل څه دي؟ د چا له لاسه؟ او موږ یې باید څنګه د ملي شعور په روښانېدو او ویښېدو سره پر ضد مبارزه وکړو؟
نن یې ورځ ده چې د ملي شعور په پالنه سره د وطن د مور اصیل زامن و پېژنو؛ هلمندیانو را پیل کړه، نور ولایات باید دوام ور کړي.
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ور کړو
دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي.
دروېش
د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۸ مه / پرلپسي ۹۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۰/ ۱۳۹۵