تاند- د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د هیواد د انتخاباتو د قانون مسوده چمتو شوې او د وزیرانو د شورا له تصویبه وروسته به د ولسمشر له لوري د تقنیني فرمان په بڼه توشیح (لاسلیک) شي.
ارګ د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل«د ملي یووالي د حکومت د مشرتابه پلاوي د انتخاباتو د قانون اصلاح شوې مسوده د تقنیني فرمان د حقوقي حیثیت په باب د اساسي قانون پر تطبیق د څارونکي کمیسیون د حقوقي نظر تر ترلاسه کولو وروسته دې ته چمتو کړی چې کابینې ته یې ولېږي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي«د تقنیني کمېټې په وروستۍ غونډه کې چې تېره شپه په ارګ کې جوړه شوه، پرېکړه وشوه چې د قانون دا مسوده بشپړه شوې او د نهايي بحث او تصویب لپاره دې د کابینې بلې غونډې ته وړاندې شي او له هغه وروسته دې ولسمشر د کابینې له لوري تصویب شوی متن د تقنیني فرمان په بڼه توشیح او په دې ډول د انتخاباتي نظام اصلاحات پیل شي.»
د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتي اصلاحاتو په باب د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.
خو اوس چې له یوې خوا ولسي جرګه دوبنۍ رخصتي لري او له بلې خوا ولسي جرګه په وروستي تقنیني کال دا ډول پرېکړې نه شي تصویبولی، د ملی یووالي حکومت هڅه کوي له فرصته په استفادې د انتخاباتي اصلاحاتو بهیر چټک کړي.