تاند- د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو ځانګړی سلاکار سید طارق فاطمي وايي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي خو له تاجکستان څخه د کاسا زر برېښنا د واردولو لپاره د افغانستان پر ځای د بدیلې لارې د موندلو په لټه کې دی.
ښاغلي فاطمي تېره شپه د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل، پاکستان د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره خپلې اړیکې غوړولي دي، له تاجکستان، قرغیزستان او ترکمنستان سره یې د انرژۍ او سوداګرۍ مهمې موافقې لاسلیک کړي دي.
کله چې له فاطمي وپوښتل شول چې ټاپي (نللیکې) او کاسا (برېښنا مزی) باید له افغانستانه تېر شي، ده وویل، پاکستان غوښتل چې په افغانستان کې سوله وي خو د افغانستان پر ځای پر نورو متبادلو لارو هم غور شوی دی او بې افغانستانه هم کېدای شي چې پاکستان د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره راکړه ورکړه ولري.
ده ونه ویل چې کومې لارې، خو ویې ویل چې د دغو لارو په اړه غور روان دی.
فاطمي همداراز وویل چې پاکستان د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی خو مقابل لوری لېوالتیا نه لري.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو ځانګړي سلاکار د خپلو خبرو په دوام کې وویل، پاکستان دې ته ژمن و چې د افغانستان د سولې لپاره به د څلوراړخیز ګروپ هلې ځلې پرمخ لاړې شي او دا به تر ټولو ښه لار وي.
ده همداراز وویل، پاکستان غوښتل چې نه یوازې له افغانستان سره اړیکې عادي کړي بلکې غوښتل یې چې له افغانانو سره همکار واوسي.
ده دغه راز وویل، د افغانستان خلاف پاکستان نه غواړي چې له پاسه د دوه اړخیزو اړیکو خرابولو ته پوکی ووهي.
«د لاهور او پېښور حملې له افغانستانه تنظیم شوي دي. د پاکستاني طالبانو مشر په افغانستان کې اوسي.»
د حل لاره دا ده چې د دغو منافقینو پرځای له هند سره روابط پراخ کړای شي او بس!
فکر کوم د ښاغلی په سر کی د ماغزو پر ځای بوس دی بله هیڅ بدیل لاره نشته بی له دی چه پروژه لغوه کړی
خیوټره،
دا تاسو چی دلته جنګ جاری ساتلی دی دا خو پروا نکوی او هغه نور چی هلته اوسی پروا نکړی خو چی تاسو کی یو بم خلاص شو هغه بیا په افغانانو تاوان دی
افسوس پدی قضاوت
فکر کوم چی د تورمخو پنجابیانو عقل اوس سرته ورغی
نور به نو انشاُالله د انزوا او تباهی لور ته روان سی تورمخو
نو څه ګټه به وکا ؟
ماته خو له موره دا نازکو میره ډیره مهربانه ښکاره شوه ، دوی غوښتل او دوی غوښتل…
دپاکستان سره تجارت او ټول روابط قطع شی
چه پاکستان خه کوی هغه د دوی پالیسی ده خو ددی عمل په خواب کی افغانستان باید دکنر د بندونو جورولو پلان ژر تر ژره بشپر کی او دا به یی دیر شه عمل باالمثل وی. په پشتو کی یو متل دی کژه خوله په سوک سمیژی . په درناوی پاچا