لبناني اصله امریکايي لیکوال، انځور ګر او پوه جبران خلیل جبران په ۱۸۸۳ زیږدیز کال د لبنان د (بشاري) ښارگوټي په یوه منځنۍ او اشرافي ((ماروني)) کورنۍ کې زیږدلی. پلار یې کامیلا بې مسئولیته سړی و او په ۱۸۹۵ زیږدیز کال یې پلار (کامیلا) زندان ته لاړ( پلار یې مخکې له دې چې قمار باز شي خوراکه پلورونکی و). کامیلا بې وسۍ اوفقر اړ کړ چې لبنان پرېږدي. بوستون ته لاړ او هلته یې له کاروبار سربیره د خپل مشر زوی پېتر په وسیله جبران ته د زده کړو زمینه برابره کړه.

جبران په دولس کلنۍ کې د انځورګرۍ په برخه کې له خپله ځانه وړتیا وښوده او دانګلیسي ژبې په زده کولو یې هم پیل وکړ او په ۱۸۹۶ زیږدیز کال یې د (دنیسون ) ماڼې ته لاره پیدا کړه چیرې چې بې وزله کوچنیان د هنر ور زده کولو ته هڅول کېدل او د همدې کال په وروستیو کې د بوستوني عکاس (هلند دي) سره اشنا شو او د جبران سخت ملاټر یې کاوه، د ده اشنايئ په  جبران مثبته اغېزه وکړه.

جبران د عربي ژبه سره ډېره مینه لرله او ۱۸۹۷ زېږدیز کال بېرته لبنان ته راستون شو چې په بیروت کې زده کړې پیل کړي.  په ۱۹۰۲ زېږدیز کال په نولس کلنۍ کې بیا بوستون ته  لاړ او هلته یې له یوې بوستونۍ شاعرې (ژوزفین ) سره دمینې تارونه وغځول او په همدې مهال له خپلې خور سلطانې، له مور او بیا له خپل ورور پیېتر څخه څو میاشتې لرې پاتې شو.

جبران په ۱۹۰۴ زېږدیز کال د یو ښوونځي له ښوونکې ((ماري هسکل)) سره بلد شو او دا دوستي اوږده او کله کله ان ترمینې کولو رسیده او له ماري سره د جبران اړیکې دهغه په لیکوالۍ اغیزه وکړله. او جبران چې څومره لیکوالي او نقاشي کړي دا ټول د ماري د پېسو او مرستې به برکت ول.

جبران په ۲۵ کلنۍ کې په ۱۹۰۸ زېږدیز  کال د ماري په مالي لګښت په پاریس کې دوه کاله استوګن شو او د نقاشۍ زده کولوته یې دوام ورکړ په ۱۹۱۰ زېږدیز کال بېرته بوستون ته ستون شو او له همدې سره یې دماري سره مینه نوره هم زیاته شو، مګر دعمر توپیر د دې دواړو ترمنځ د مینې دیوال جوړیده.

جبران په ۱۹۱۱ زېږدیز کال په انګلیسي ژبه دلومړنۍ لاس لیکنې یعنې(( لېوني)) په لیکلو لاس پورې کړ په ۱۹۱۲زېږدیز کال یې په عربي ژبه د (( مات شوي وزرونه)) په نوم رومان ولیکه چې په نیویارک کې خپور شو او خپله هم نور نیویارک ته لاړ.

په ۱۹۱۴ زېږدیز کال یې د اشعارو ټولګه د المهاجر نومې ورځپاڼه کې د اوښکې او خندا د نوم لاندې په نیویارک کې خپره شو ه او په نمایشنامو کې هم تر بریالتوبه ورسېد.

لېونی کتاب چې هغه ته یې ډېر بریالیتوب  په نصیب کړ په ۱۹۱۸ زېږدیز کال په انګلیسي ژبه خپور شو او سیمه ایزو مطبوعانو یې ډېر هرکلی وکړ.

دا یې د انګلیسي لیکوال ((ویلیام بلیک)) او هندي لیکوال ((ټاګور))  سره ورته وباله اود شرق او غرب پول وبلل شو.

ده د سترې قصیدې ((المواکب)) تر خپرولو وروسته په ۱۹۲۰زیږدیز کال له ټاګور سره لیده کاته وکړل او دا طنز امیزه اثر د مشهور لیکوالو په اړه د مصر په اسکندریه کې چاپ شو.

به ۱۹۲۰ زېږدیز کې ((څلوردېرشم پیغمبر)) اثر لیکل پای ته رسیدلی و او بیا په۱۹۲۳ زېږدیز د ( پیغمبر) نومې کتاب په تغزلي سبک چاپ او ډیره بریا یې ور نصیب کړه، په همدې مهال  یې له مالي اوادبي پلوه له  (ماري) سره اړیکې کمې شوې او هرڅومره یې چې په ځان او په انګلیسي لیکلو کې په ځان باوري کېده د (ماري) له نظریاتو لرې کېده او یواځې د (ماري) څېره د هغه د نقاشۍ په تخته د یوالهام په توګه پاتې وه، په همدې کال (ماري هسکل) ګرجستان ته مهاجرت وکړ چې په حقیقت کې نوره د جبران له ژونده لاړه.

د جبران د قصار کلیماتو ټولګه په ۱۹۲۷ زېږدیز کال د (( د خیال قلمرو)) په نوم په قاهره کې  چاپ شوه او یو کال وروسته ((عیسی)) او ((دانسان زوی)) اثر یې هم  دخلکو تر ګوتو شو.

په هماغه کلونو کې یې روغتیاييحالت نور وخیم شوې وه، عصبي دردونه یې نور په بدن کې په ځعلیدو شو او دا یې پر الکولو څښلو روږدی کړ.

بالاخره د (( ځمکې خدایان)) نومې اثر دخپرولو وروسته يې د ۱۹۳۱ زیږدیز کال په مارچ مېاشت کې د نیویارک په روغتون  کې څاه ورکړه،کالبد یې لبنان ته یوړل شو او یوه ډېره لویه جنازه یې وشوه.

دجبران له مرګ ورسته (ماري) دهغه پاتې شوي آثار راټول ترتیب او دهغه وروستنی کتاب یې د ((سرګردان)) په نوم په ۱۹۳۲ زېږدیز کال چاپ کړ. ماری له جبران د یواځنۍ پاتې ((ماریانا )) د ساتلو ته هم اوږه ورکړه، مګر د ((ماري)) تر ټولو ستر او با ارزښته خدمت دا و چې د جبران ((ورځنۍ خاطرې)) یې خپرې کړې چې دجبران عقاید او  پندونه یې پکې راټول کړي ول.

د جبران خلیل جبران  نور اثار دادي:

((موسیقي))

((د دښتې ناوې))

(( د سرکښ اروا))

((اوښکې اومسکا))

((مات شوي وزرونه))

((کاروانونه او طوفانونه))

((نوې خبرې او ټکي))

((لېونی))

((لیکونه))

((مخکې والی))

((د ځمکې خدایان))

(( تېر شوي))

((مسیح))

((دانسان زوی))

((پیغمبر))

((د پیغمبر باغ))

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *