کله چې څوک د نړۍ د بې وزله او فقیرو هېوادونو په اړه خبرې کوي؛ نو تل هغه د درېیمې نړۍ د هېوادونو په نوم یادوي او فکر کوي، چې ټول یې په منظور پوهېږي. خو کله چې له دوی وپوښتل شي چې د درېیمې نړۍ هېوادونه شتون لري؛ نو د لومړۍ او دویمې نړۍ څنګه؟ نو قانع کوونکی ځواب به ترې ترلاسه نکړای شئ. ډېر نور هم له دې نومونو او اصطلاح څخه د هېوادونو د پرمختګ او وضعیت د درجه بندۍ لپاره استفاده کوي، داسې چې په لوړه کچه د لومړۍ درجې، ورپسې د دویمې او بیا د درېیمې نړۍ هېوادونه دي؛ خو دا ټول بې مفهومه او ناسم دي.
د دې لپاره چې دا ناسم تعبیرات له منځه لاړ شي، هڅه مو کړې چې په دې برخه کې لازم معلومات راټول او ستاسو مخ ته کېږدو.
د لومړۍ، دویم او درېیمې نړۍ له کلیمو څخه ګټنه د سړې جګړې د مهال د سیاسي جغرافیې د دیدګاه له کاره لوېدلی موډ یا بڼه ده.
لومړۍ، دویمه او درېیمه نړۍ هېڅ ډول کره او مشخص تعریف نه لري. لاندې د دې کلیمو او اصطلاح په اړه د OWNO توضحیاتو ته اشاره کوو.
څلور ګونه نړۍ
له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته، نړۍ د دولت او سیاسي ټولنې په اړه له متضادو دیدګاوو سره، په دوو بلاکونو او سترو نفوذي حوزو ووېشل شوه:
- د امریکا په نفوذي حوزه کې د دېموکراتیکو ـ صنعتي هېوادونو بلاک، چې د لومړۍ نړۍ نوم یې خپل کړ.
- د کمونیست ـ سوسالیست هېوادونو شرقي بلاک، چې د دویمې نړۍ نوم یې خپل کړ.
- د نړۍ پاتې نفوس، هغه هېوادونه وو، چې له دې دواړو بلاکونو څخه یې له یوه سره هم په ردیف کې برابر نه و چې د درېیمې نړۍ نوم یې خپل کړ.
- د څلورمې نړۍ کلیمه چې په اویایمه لسیزه کې رامنځته شوه، چې پر ناپېژانده ملتونو ( فرهنګي نهادونو ) بومي وګړو او د لومړۍ نړۍ ملتونو چې د ملي دولتونو په پولو او یا هم په کور دننه کې ژوند کوي، اطلاقېږي.
لومړی د «نړۍ 3» موډل شتون درلود
د دې کلیمو ريښه روښانه ده. په ۱۹۵۲ کال کې فرانسوي ارقام پېژدونکي الفرډ ساوي (Alfred Sauvy) په یوې مقاله کې درېیمه نړۍ له درېیم دولت سره مقایسه کړه. نورې سرچینې هم ادعا کوي چې چارلز دوګال (Charles de Gaulle) د لومړي ځل لپاره رامنځته کړه. خو…
تعریف:
د «لومړۍ نړۍ » اصطلاح پرمختللو د پانګوالۍ ( کاپيتالست ) او صنعتي هېوادونو ته ویل کېږي. تقریباً له متحدو ایالاتو سره د همردیفو هېوادونو بلاک له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته له سیاسي او اقتصادي لرلیدو او علایقو سره کابو یو شان دي. لکه شمالي امریکا، لوېديځه اروپا، جاپان او استرالیا.
د «دویمې نړۍ» اصطلاح په پخوانیو کمونیست ـ سوسالیت هېوادونو، صنعتي هېوادونو ( د پخواني شوروي اتحاد د نفوذي حوزې ختیز بلاک ) ننۍ روسيې، ختیزې اروپا، یوشمېر ترک هېوادونه ( لکه قزاقستان ) او همدارنګه چین، اطلاقېږي.
د «درېیمې نړۍ» اصطلاح په ورته نوور هېوادونو اطلاقېږي، چې نن تقریباً د ودې او توسعې په حال کې دي، لکه افریقا، اسیا او لاتینه امریکا.
په «درېیمه نړۍ» کې یوشمېر پانګوالي هېوادونو لکه ( وینزویلا ) کمونست هېوادونو ( لکه شمالي کوریا ) او ډېر بډایه هېوادونو ( لکه سعودي عربستان ) او ډېر بېوزله هېوادونو لکه ( مالي ) هم شامل دي.
د «درېیمې نړۍ» هېوادونه د مختلفو فکتورونو له مخې دسته بندي شوي دي: سیاسي حقونه او مدني ازادۍ، ناخالص ملي عواید او د هېوادونو بې وزلي، د هېوادونو انساني وده او په کور دننه د بیان ازادي.
نړۍ
څه شی لامل کېږي، چې هېوادونه درېیمه نړۍ شي؟
سره له دې چې تعریفونه او پېژندونه تل د بدلون په حال کې دي؛ یا دا چې د داسې مسایلو لپاره یو کره تعریف باندې سلا نشي کېدای؛ خو بیا هم درېیمه نړۍ هغه هېوادونه تعریفوي، چې: د نوزدانو یا نویو زېږېدلو ماشومانو مرګ و میر په کې زیاد وي، اقتصادي وډه یې کمزورې او ټيټه وي. بېوزلي په کې زیاته، له طبیعي سرچینو ګټنه په کې ضعیفه او پر صنعتي هېوادونو له زیاتې اتکا رنځېږي. دا د ودې په حال کې او یا هم له تکنولوژیکي اړخه د لږ مختګ هېوادونه دي، چې په اسیا، افریقا، اقیانوسیه او لاتینه امریکا کې موقعیت لري.
د درېیمې نړۍ هېوادونه معمولاً له اقتصادي اړخه په پرمختللو او توسعه لرونکیو هېوادونو متکي دي. عموماً د بېوزله او بې ثباته دولتونو په توګه، چې بشري وده، بې سوادي او مرګ و میر په کې زیاد وي، پېژندل کېږي. یو مهم عامل یې د منځنۍ کچې د قشر نشتون دی. میلیونونه وګړي په ټيټه اقتصادي کچه او یو کوچنی لوړه کچه اقلیت یې د ثروت، شتمنۍ او سرچینو کنټرول په واک کې لري. د «درېیمې نړۍ» اکثریت هېوادونه ستر بهرني پورونه لري.
ولې ګرینلند د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه دی؟
د نړۍ د درېم موډل پر مهال، ګرینلنډ له نړیوال سوداګرۍ محروم شوی او ډانمارک یې پر سوداګرۍ شدید انحصار خپل کړی و. یوازې له اسکاټلنډ سره یې د کمزورې راکړې ورکړې اجازه درلوده. په پنځوسمه او شپېتمه لسیزه کې، د ډانمارک دولت د ښاري ژوند او رغونې یو پروګرام وړاندې کړ، چې مخه یې په ګرینلډ کې د یوه ښاري اقتصادي چاپېریال رامنځته کېدل او د ساحلي ښارونو پراختیا وه. هغو کسانو چې د ښار په اطرافو کې یې ژوند کاوه ژر یې د اوسېدو سیمه بدله کړه، د کورونو ودانۍ یې ورغولې او د کب نیونې نوی مصروفیت یې معرفي کړ.
ولې د سعودي بډایه هېواد په درېیمه نړۍ کې شمېرل کېږي؟
د درې نړۍ د قدیمي موډل له مخې، عربستان نه د امریکا د متحدو ایالاتو په ردیف کې راته او نه هم د شوروي اتحاد د بلاک یا ختیز بلاک غړی و. د سعودي عربستان د نفتو زېرمې په 1938 کال کې کشف شوې او له دې زېرمو د ګټنې پرمختګ په 1941 کال کې پیل شو. تر هغه وخته سعودي عربستان د عرفي قومي او قبیلوي فرهنګ لرونکی هېواد و، حتی نن هم د پخوانیو دودونو پیرو او محافظه کار هېواد دی، چې شاهي حکومت لري. د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه د عمومي باور و عقیدې اظهار په کې منع دی. هېڅ ډول تیاتر او سینما په کې شتون نه لري. هېڅ سیاسي ګوند او د کارګرو ټولنه په کې تر اوسه فعالیت نه لري.