د انګریزي استعمار او روسي امپراطوری په مقابل کي د امیرشیرعلي خان او سید جمال الدین افغاني دریځونه: درېیمه برخه

 په خپل زور او قوت مغرور لارد لیټن له لومړي سره، د امیر شیرعلي خان سره، د روغي جوړي خیال نه درلود او د پېښور د کمیشنر مرستیال کیوناري ته یې، په هند کي د خپل ماموریت په دریمه میاشت، ولیکل چي « زما په فکر له امیرشیرعلي سره زموږ د اړېکو لویه نیمګړتیا په دې کي ده چي زموږ په لهجه کي د دواړو خواوو دریځ او موقف سم نه دی څرګند سوی، چي هغه د ده کمزوري او زموږ طاقت دی. امیر چي زموږ نرم دریځ ته ګوري نو فکر کوي چي موږ ده ته، په سیاسي لحاظ، ډیره سخته اړتیا لرو او په دې حساب نو د روسانو لپاره ډیر مهم دی. ده طبعا کوښښ کړی دی چي خپل دوه زورور ګاونډیان د یوه بل پر ضد استعمال کړي. موږ ده ته په څو میاشتو یا حتی څو هفتو کي دا ښودلای سو چي دونه زور نه لري چي دا لوبه دي بریالۍ پای ته ورسوي. زه په دې باور یم چي موږ باید هیڅ وخت پرې نه ږدو چي افغانستان د کوم بل طاقت لاسته ولوېږي. مګر زموږ او د افغانستان د او اوسني امیر ترمنځ یو څرګند توپیر موجود دی. موږ له شیرعلي پرته ګوزاره کولای سو مګر هغه زموږ له مرستي پرته پر مخ نه سي تللای» هغه کتاب ص ۱۶۲

دوک آف ارګایل لیکي چي« د لارډ لیټن په دې ادعا کي چي امیر غواړي خپل زورور ګاونډیان د یوه بل پر ضد استعمال کړي یوه ذره حقیقت نسته. شیرعلي بېخي هوښیار سړی وو او په دې پوهیدی چي د دې دوو طاقتونو ترمنځ په جنګ کي له یوه سره هم د ده اتحاد چنداني ګټه نه رسوي. دا ټوله مفکوره د لارډ لیټن خپل خیالات دي. په دې باب کره او زیات شواهد موجود دي چي لارډ لیټن او د هغه سلاکارانو یوازي د روسیې په باره کي فکر کاوه او په بل هیڅ شي کي یې ری نه واهه. له امیر او د هغه له مقاماتو سره دا اندېښنه وه چي د برټانیې تونده لهجه، تهدیدونکې ژبه او آمرانه کلمات د دې معنی لري چي دوی غواړي د افغانستان بشپړ واک په خپل لاس کي واخلي. دا شواهد دونه څرګند دي چي بالاخره لارډ لیټن خپل استازی نواب عطامحمدخان، چي څو کاله یې د څو پخوانیو وایسراګانو بشپړ اعتماد ترلاسه کړی وو، په دروغ ویلو تورنوي. دی وايی چي زموږ استازي خپل رپوټونه قصداً مبهم او بې مفهومه جوړ کړي ول. دا داسي یوه ادعاده چي له ټولو هغو لیکونو سره چي پارلمان ته رسېدلي دي په تضاد کي دي. ډوک آف ارګایل د خپل کتاب په حاشیه کي لیکي چي دا پر عطامحمدخان باندي یو عجیب غیر عادلانه تور دی؛ ځکه چي لارد لیټن د همدغه ماموریت په پای کي د اکټوبر پر دیارلسمه نېټه هغه ته یو ساعت، ځینځیر او لس زره روپۍ ورکړې او د هغه د خدماتو ستاینه یې وکړه»

The Eastern Question ص ص ۴۴۷-۴۴۹

لارډ لیټن، له دې څخه یوه میاشت وروسته، همدغه کیوناري ته، په یوه بل لیک کي د افغانستان په باب خپل بد استعماري نیت څرګند کړ. ده هغه ته ولیکل چي « د کابل له امیر سره زموږ اړېکي د دې پر ځای چي زموږ امنیت تامین کړي زموږ د پرله پسې اندېښنې سبب دی. دا په هیڅ توګه زموږ په ګټه نه ده چي په خپل سرحد کي د داسی یوه قوت د استحکام لپاره کار وکړو چي د هغه دوستي زموږ د امنیت لپاره هیڅ ګټه نه کوي، او دښمنی ته یې پرته له جنګه په بله توګه جواب نه سو ورکولای، چي په هغه کي هم بری له ستونزو خالي نه دی. نو زه فکر کوم چي د دې پر ځای چي د افغانستان د قوي کولو لپاره کار وکړو بهتره دا ده چي د هغه د پاشل کېدلو او کمزوري کولو لپاره اقدامات وکړو. لارډ لیټن وروسته لیکي چي شېرعلي زموږ له لاسه وتلی دی او موږ باید د خپل دریځ د قوي کولو لپاره، په هیڅ توګه، د هغه پروا ونه کړو… موږ هیڅ وخت د افغانانو رضاییت نه سو ترلاسه کولای؛ ځکه چي د هغوی غوښتني زموږ له ګټو سره سر نه خوري. له دوی سره چي هر څومره مرسته وسي مننه به ونه کړي. نو دوی ته باید قوت وښودل سي. هر څومره چي دوی ته صدمه ورسول سي او هر څومره چي زیات خوږ سي په هغه اندازه دوی تر اغېزې لاندي راوستل کېږي» ibidص ص ۱۶۵-۱۶۶

نواب عطامحمدخان امیرشېرعلی خان ته د لارډ لیټن تهدیدونکي کلمات، لکه څرنګه چي ورته ویل سوي وه کټ مټ هغسي، ورسول. امیر شېرعلی خان بالاخره مجبور سو چي خپل صدراعظم نورمحمدشاه ، د ۱۸۷۶ کال د ډسامبر په وروستیو شپو ورځو کي، د سرلیویس پیلي سره د خبرو لپاره، پېښور ته واستوي. دا مذاکرات د ۱۸۷۷ کال د جنوري د میاشتي په پای کي پیل سول. د برټانیې استازي لیویس پیلي غوښتل د لومړي سره داسي وبرېښوي چي ګواکي د دې خبرو غوښتنه امیر شېرعلی خان کړې ده. په دې صورت کي به نو لیویس پیلي خپل شرایط تحمیلولای؛ مګر نورمحمدشاه هوښار سړی وو او د سرلیویس پیلي لپاره له لومړۍ ورځي معلومه سوه چي د هغه غولول او د خپل هیواد تر ګټو تېرول ممکن نه دي. ډوک اف ارګایل لیکي« د نورمحمدشاه د لیاقت او د شخصیت له دروندوالي څخه هیڅ انکار نه سي کېدلای. هغه د مذاکراتو له پیل څخه، د ډیري سختي مرګانی ناروغی سره سره، چي کرۍ ورځ به له دردونو څخه کړېدی، د خپل دریځ، د امیر له نظر او د افغانستان له خپلواکی څخه دفاع وکړه. سرلیویس پیلي، د فبروري پر دریمه، د کنفرانس په لومړنۍ غیر رسمي غونډه کي، نورمحمدشاه ته وویل چي دا په امیر اړه لري چي خپل استازی لکه څرنګه چي دی یې غواړي هغه په خوشالي ور ستنوي کنه. نورمحمدشاه په جواب کي ورته وویل چي نه! دا په تاسي اړه لري. او وروسته یې خپله خبره سمه کړه او وې ویل چي په حقیقت کي دا نه په تاسي او نه په امیر اړه لري بلکه دا په عدالت اړه لري. د لومړۍ غونډي په پای کي یې لیویس پیلي ته وویل چي ستاسي حکومت ډیر ستر او غښتلی دی، او زموږ حکومت ډیر کمزوری دی. موږ له ډیره وخته ستاسي سره دوستانه اړېکي لرو او امیر ستاسي لمني ته لاس اچولی دی؛ تر څو چي لاس یې غوڅ نه سي ستاسي لمنه به خوشي نه کړي. مګر کله چي یې د امیر د استازي په حیث خبري کولې نو دونه په قوت ږغېدی چي خپل حریف یې کونج ته کړ. د فبروري پر پنځمه یې د سر لیویس پیلي څخه پوښتنه وکړه چي که اوسنی وایسرا زموږ سره کومه موافقه وکړي او تر ده وروسته بل وایسرا ووايي چي دا موافقتنامه نه مني نو بیا به څه کېږي؟ سرلیویس پیلي غوښتل چي دې پوښتني ته مبهم جواب ورکړي خو نورمحمدشاه ورته وویل چي ما ته د نه او هو جواب راکړه. نورمحمدشاه وروسته بیا ورته وویل چي آیا د سرجان لارنس او د مرحوم امیر له وخت څخه بیا د لارډ نارت بروک او اوسني امیر تر وخته پوري ټولي لاسلیک سوي موافقتنامې فسخ سوي دي. سرلیویس پیلي ورته وویل چي هغه د موافقتنامو د فسخ کولو صلاحیت نه لري، بلکه له موجودو موافقتنامو سره د ځینو موادو د زیاتولو پېشنهاد کوي. نورمحمدشاه ورته وویل داسي به یې فرض کړو چي موږ له لارډ لیټن سره موافقتنامه لاسلیک کړه او شل کاله وروسته یوه بل وایسرا وویل چي دا نه مني نو زموږ تکلیف به څه وي. لیویس پیلي ورته وویل چي دا خو امیر نارضاییت ښکاره کړی او موږ مجبور یو چي له هغه سره پر سویو موافقو باندي تجدید نظر وکړو. سید نورمحمدشاه ورته وویل امیر ځکه ناخوښي او اعتراض ښودلی دی چي د زړو موافقو څخه سرغړونه سوې ده» ibidص ص ۴۵۷-۴۵۹

څرنګه چي وایسرا د نورمحمدشاه په مقابل کي هیڅ ډول منطق نه درلودل نو یې خپل استازي لیویس پیلي ته هدایت ورکړ چي امیر ته ووایی چي که هغه د دواړو حکومتونو ترمنځ د نوي تړون د لاسلیک کېدلو سره موافقه نه کوي نو هغه ته باید وویل سي چي دواړه حکومتونه خپلو پخوانیو دریځونو ته ګرځي. د دې لپاره چي د پخوانیو دریځونو یا شرایطو په باب د امیر له ذهن څخه هر ډول غلط فهمي لیری سي، وایسرا لیویس پیلي ته هدایت ورکړ چي امیر ته ووایی چي د هغه تړون په اساس چي له مرحوم امیر سره لاسلیک سوی وو، افغانستان د برټانیې د دوستانو دوست او د دښمنانو دښمن وو؛ په داسي حال کي چي په مقابل کي برټانیې دغه راز دوه اړخیز مسولیت نه دی درلودلی. د بلي خوا څرنګه چي امیرخپل مسولیتونه نه دي پوره کړي او د برتانیې په مقابل کي یې خصمانه دریځ غوره کړی دی، د برټانیې استازي یې په خپله خاوره کي نه دي منلي، د برټانیې د مرستو مننه یې نه ده کړې، په خپله خاوره کي یې د برټانیې افسرانو ته د تيريدلو اجازه نه ده ورکړې؛ پر خپلو ګاونډیانو باندي یې د یرغل کولو نیت درلودلی دی او بالاخره یې د برټانیې پر ضد د جهاد اعلان هم کړی دی. د دې لومړیو تورونو معنی یوازي دا وه چي امیر د لارډ مایو سره پر کړو تړونونو باندي ټینګ ولاړ وو، نور تورونه یې تشي آوازې وې او دا چي امیر د برټانیې په مقابل کي جهاد اعلان کړی وو، د دې علت پخپله د امیر په مقابل کي د لارډ لیټن تشدد وو، چي امیر یې د جهاد اعلانولو ته مجبور کړی وو. ibid ص ص ۴۷۰-۴۷۱

لارډ لیټن د پېښور په مذاکراتو کي له وچي سرزوری څخه کار واخیست او د نورمحمدشاه څخه یې وغوښتل چي په افغانستان کي د برټانیې استازو د ټاکلو موضوع ته د نه او هو جواب ورکړي بله هیڅ لاره نسته. سیدنورمحمدشاه تر سخت فشار لاندي وو او په یوه میاشت کي یې روغتیایی حالت ډیر سخت خراب سو او بالاخره د مارچ پر شپږویشتمه وفات سو. امیر یا د خپل صدراعظم د وفات د خبر د اورېدلو او یا د هغه د سختي ناروغی په شپو ورځو کي د پېښور د مذاکراتو د پر مخ بېولو لپاره بل استازی ټاکلی وو او وایسرا ته رپوټ ورکړه سوی وو چي دغه استازي ته واک ورکړه سوی دی چي د وایسرا ټولي غوښتني ومني. لارډ لیټن پخپله وايي چي د مارچ له دیرشمي څخه مخکي، چي سرلیویس پیلي ته یې د مذاکراتو د بندولو امر وکړ، په دې موضوع خبر وو. ibid ص ۴۸۰

لارډ رابرټس، چي د لارډ لیټن د توندروي پالیسی طرفدار وو، او د افغانستان او انګلیس په دوهم جنګ کي یې ډیر عمده رول درلود، دې موضوع ته داسي رنګ ورکوي چي ګواکي «امیر شېرعلی خان د خپل صدراعظم د وفات د خبر د اورېدلو سره خپل اعصاب له لاسه ورکړل او د لېونتوب سرحد ته ورسیدی او د برټانیې حکومت ته یې ګواښونه پیل کړل. ده اعلان وکړ چي د انګریزانو سره موافقې ته رسېدل ممکن نه دي او ده ته له جنګ نه پرته بله لاره پاته نه ده. ده به ویل چي اویا میلیونه روپۍ لري او په هره یوه به انګریزان پر سرونو وولي. امیر وروسته د برټانیې پر ضد د جهاد اعلان وکړ»Forty One years in India ص ص ۳۳۵-۳۳۶

البته د امیرشېرعلي خان له هغه وروستي نسبتا مفصل لیک څخه، چي پخپله لارډ رابرټس په خپل کتاب کي رانقل کړی دی، چي وایسرا ته یې لېږلی دی، په څرګنده ښکاري چي امیرشېرعلي خان، د یوه هوښیار پاچا په حیث، چي خپل او د برټانیې زور ورته معلوم وو، تر وروستي سرحده د برټانیې له دښمنۍ او جنګ څخه ځان ژغوره او له هغوی سره یې د دوستی د دوام هیله کوله. امیر په هغه لیک کي لیکلي دي چي زه په صادقانه توګه او د زړه له کومي درته وایم چي زموږ حکومت به تر ابده، او لکه د تل په څېر، د دواړو حکومتونو ترمنځ دوستانه اړېکي وساتي او د برټانیې د حکومت په مقابل کي هیڅ ډول خصمانه احساس نه لري او نه به مخالفت ورسره وکړي.

امیرشېرعلي خان په خپل هغه لیک کي د وایسرا د وروستي لیک هغي برخي ته اشاره کړې ده چي ګواکي امیر له بده نیته او د دښمنۍ په وجه د انګریزانو هیات ته، کابل ته د ورتللو، اجازه نه ده ورکړې. امیرشېرعلي خان وايي چي که یې د برټانیې د حکومت هیات ته له هغه زیات شمېر ورسره عسکرو سره کابل ته د ورتللو اجازه ورکړې وای نو د افغانستان خلکو به دا پر خپل استقلال باندي تېری بللی وای او زموږ ترمنځ اوسنی دوستی ته به یې تاوان رسولی وای. امیرشېرعلي خان لیکي چي که چیري د برټانیې حکومت یو هیات له شلو یا دېرشوتنو سره، لکه د روسانو له هیات سره چي ملګري ول، را واستوي، موږ به یې هرکلی وکړو او هیڅ وخت به مخالفت ورسره ونه کړو. ibid ص ص ۳۵۲-۳۵۳

البته وایسرا خپلو هغو بېشرمانه تهدیدونو ته چي د پښتني قبایلو په برخه کي یې امیر ته کوي دوستانه پېشنهادونه وايي. وایسرا په خپل یوه وروستي لیک کي امیر ته لیکلي دي چي که هغو قبایلو ته چي د انګریزانو هیات ته یې لارښودنه کړې ده کوم تاوان ورسېږي نو مسولیت به یې د امیر پر غاړه وي او امیر به مجبور وي چي هغوی ته د ټول رسېدلي تاوان جریمه ورکړي او که هر وخت امیر دغو قبایلو ته د تاوان رسولو خیال وکړي نو د برټانیي حکومت به د هغوی ساتنه وکړي.

وایسرا دغه راز له امیر شېرعلي خان څخه غواړي چي خپل زوی سردارمحمدیعقوب خان له بنده خوشي کړي او هند ته یې واستوي، کنه نو د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستی ته صدمه رسېږي. وایسرا د افغانستان په داخلي چارو کي دا بېشرمانه مداخله د دې هیواد استقلال ته تهدید نه بولي او لا هم د افغانستان په چارو کي د بېطرفی او له دې هیواد سره د دوستی ادعاوی کوي. امیرشېرعلي خان په خپل وروستي لیک کي دې دواړو موضوعاتو ته اشاره کړې او له وایسرا څخه یې دوستانه ګیله کړې ده. ibid هغه کتاب ص ۳۵۲

 د ۱۸۷۷ کال د اګست پر څوارلسمه لارلیټن امیر ته د خپل استازي نواب غلام حسین خان په لاس یو لیک واستاوه او په هغه کی یې لیکلي وه چي د سرنیویل چمبرلین په مشری یو هیات به کابل ته درسي او پر مهمو او عاجلو موضوعاتو به خبري درسره وکړي. د اګسټ پر اووه لسمه د امیر ګران زوی ولیعهد شهزاده عبدالله جان د شپاړسو کالو به عمر وفات سو او لارډ لیټن، د امیر په دغسي غمګین حالت کي، د هیات لېږل یو څه وځنډول. د سپټمبر په میاشت کي یې امیر ته د تهدیدونکو کلماتو څخه یو ډک لیک واستاوه او په هغه کي یې لیکلي وه چی د هیات په کارکي ځنډ او یا مخنیوی به خصمانه عمل وګڼل سي. په داسي حال کي چي د روسانو هیات د اګسټ پر پنځه ویشتمه له کابل څخه وتلی وو او وایسرا ته د هیڅ ډول تلوار کولو دلیل پاته نه وو او له بلي خوا نیویل چمبرلین له پېښور څخه وایسرا ته رپوټ ورکړی وو چي امیر د هیات د منلو سره هیڅ مخالفت نه لري او یوازینی ګیله یې د وایسرا د تهدیدونکو او تقریبا توهینونکو کلماتو له استعمال څخه ده. امیر ویل داسي ښکاري لکه دا هیات چي د افغانستان خاوري ته په زور داخلېږي؛ زه په دغه توګه د هیات له راتلو سره موافقه نه سم کولای ؛او چي زما سرحدی ساتونکو او افسرانو ته زما هدایت نه وي رسېدلی هغوی به څرنګه هیات ته د تېرېدلو اجازه ورکړي، د دې معنی خو دا ده چي دا هیات غواړي ما په لوی لاس بې آبه کړي. امیر لیکلي وه چي زه د پخوا په څېر ستاسي دوست یم او هیڅ ډول دښمني نه درسره لرم… یوه ورځ وروسته د برټانیې استازي له کابل څخه رپوټ ورکړ چي امیر سوګند یاد کړ چي له انګرېزانو سره هیڅ ډول مخالفت نه لري؛ هغه به د هیات د منلو لپاره سرحد ته یو هیات ولېږي او که هیات، په زور، د افغانستان خاوري ته د داخلېدلو هڅه ونه کړي نو هیڅ مخالفت به ورسره ونه کړي. او که په زور داخلېږي نو دی به ځکه اجازه ورنه کړی چي دا د ده شخصیت ته سپکاوی دی. امیر لیکلي وه چی د ده په باب له کابل څخه غلط رپوټونه ورکړه سوي دي. ده د روسانو هیات ته له سره بلنه نه ده ورکړې او که د انګریزانو هیات کابل ته راسي نو ټولي غلط فهمی به لیري سي. وایسرا لارد لیټن د امیر دې ټولو خبرو ته په یوه ټلګراف جواب ورکړ او ورته ویلي یې وه چي دا خبري په وضع کي هیڅ تغیر نه سي راوستلای او د سرلیوین چمبرلین هیات به د تقسیم اوقات سره سم د افغانستان خاوري ته

 داخلېږي. The Eastern ص ص ۵۰۴-۵۰۵

نور بیا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *