تاند – افغانستان نن د اګست په ۱۸مه د خپلې خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۷مه کلیزه ولمانځله.‌ دغه ورځ د ۱۹۱۹ کال د راولپنډۍ د تړون د لاسلیک په یاد، چې د افغانانو او برتانوي یرغلګرو تر منځ لاسلیک شو،‌ لمانځل کیږي.‌

په هغې غونډه کې چې نن د جمهوري ریاست په ارګ کې جوړه شوې وه د جمهور رییس اشرف غني په شمول بېلابېلو حکومتي او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.‌

جمهور رییس غنی په خپله وینا کې د هېواد د امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او د داعش په شمول د یاغي اورپکو د ماتولو له پاره یې خپل تعهد بیا تکرار کړ.‌

که څه هم چې افغانستان هېڅکله د برتانوي امپراتورۍ برخه نه دی ګرخېدلی، خو دغه هېواد په خپلو بهرنیو اړیکو باندې د برتانوي استعمار له تسلط څخه د غازي امان الله خان (رح) په مشرۍ په ۱۹۱۹ کال ازادي واخیستله او افغانستان بیا واک ترلاسه کړ چې له نورو هېوادونو سره خپلې بهرنۍ اړیکې پخپله خوښه وپالي.‌

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *