فېسبوک د بې پیلوټه الوتکو پواسطه د انټرنېټ اسانتیا

تاند- د امریکا پوځ خپل هوايي ځواک ته ۳۰ پرمختللې بې پېلوټه الوتکې اخلي څو په افغانستان او پاکستان کې د سرزورو ډلو پر ضد په عملیاتو کې ورڅخه کار واخلي.

د وایشن انلیز د راپور له مخې د امریکا پوځ د بې پېلوټه الوتکو له جوړېوونکو شرکتونو سره دپه څه باندې ۳۷۰ ملیون ډالره د ۳۰ بې پېلوټه الوتکو قرارداد لاسلیکوي.

دا ډول بې پېلوټه الوتکې حاضردمه په افغانستان، پاکستان، عراق او سوریه کې کارول کېږي.

د امریکا پوځ ته به دا الوتکې تر ۲۰۱۹ م کال پوري وسپارل شي.

دا الوتکې له مځکې څه باندې ۵۰ زره فوټه یا ۱۵۲۴۰ متره لوړ الوت کوي او د لیزر په وسیله پر هدایت شویو بمونو او توعندیو سمبال دي.

وروسته له دې چې امریکا له افغانستانه خپل اکثره پوځیان وایستل، پر بې پېلوټه الوتکو او نورو جنګي الوتکو یې اتکار ډېره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *