د څرخي پله زندان تر ټولو مشهور زنداني محمد علي له نهو کلونو راهيسې هره شېبه د دار رسۍ ته انتظار باسي.

افغان حکومت په هېواد کې پر اعدام د محکومو کسانو شمېر ۲۵۰ اعلانوي، خو مدافع وکيلان او حقوق پوهان دا شمېر تر ۱۰۰۰ لوړ بولي، چې په تېرو دوولسو کلونو کې ايله ۲۸ زندانيان اعدام شوي دي.

د اعدام دغه دوسيې د ولسمشر کرزي وروستۍ پرېکړې ته له کلونو کلونو انتظار دي، خو ولسمشر احتياط کوي، چې ځان په ناروا قتلونو کې ښکېل نه کړي.

د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ د افغانستان په څرخي پله زندان کې نژدې ۵۰ داسې بنديان شپې ورځې تېروي، چې دريو محکمو پرې د اعدام حکم کړی، خو د دوی د اعدام دوسيې د ولسمشر کرزي وروستۍ پرېکړې ته له کلونو کلونو انتظار دي.

د زندانونو رياست د معلوماتو له مخې، د ټول هېواد په کچه کابو ۲۸ زره کسه زندانيان دي، چې په څه باندې ۲۵۰ تنو يې د دريو محکمو له لوري د اعدام حکمونه شوي. په تېرو ۱۲ کلونو کې ۲۸ زندانيان اعدام شوي، چې وروستۍ اته کسيزه ډله د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې اعدام شوه.

د حقوق پوهانو د شبکې مشر اجمل هوډمن محور ته وويل، په هېواد کې پر اعدام د محکومو کسانو شمېر تر ۱۰۰۰ هم لوړ دی. دی وايي، ولسمشر د اعدام په قضیو کې له ډېرې مهربانۍ کار اخلي او ژر پرېکړه نه کوي :((حقوقي ستره ستونزه دا ده، چې د افغانستان په اساسي قانون او نورو قوانینو کې دا څه نه دي روښانه شوي، چې ګويا ولسمشر دې د اعدام په قضیو کې د محکمې له پرېکړې وروسته په څومره موده کې د اعدام د عملي کېدو وروستۍ پرېکړه وکړي، خو پکار ده، چې بايد دغه زماني واټن معلوم شي، څو مجرم له ټاکل شوې جزاء زيات ونه کړول شي.))

د افغانستان د زندانونو رييس جنرل امير محمد جمشيدي ومنله، چې په څرخي پله زندان کې تر ۵۰ پورې داسې زندانيان شته چې د اعدام حکم پرې شوی او له وختونو د اعدام په انتظار دي. ښاغلي جمشيدي محور ته وويل، کله چې د دريو محکمو پرېکړه نهايي شي او په يوه تورن د اعدام حکم وشي، نو بيا يې دوسيه د توشيح لپاره ولسمشر ته ځي، نور د هغه کار دی.

پر اعدام د محکومو زندانیانو د وروستۍ پرېکړې ځنډ له رواني اړخه هم پر زندانيانو ناوړه اغېزه کوي او دا يوه خورا سخته شکنجه ده، چې مجرم ته ورکول کېږي. دوی په زندان کې له دې کړېږي، چې له کلونو راهیسې بې برخلیکه پراته دي.

همدا اوس د کابل په څرخي پله زندان کې داسې ډېر زندانيان شته، چې د اعدام حکم پرې شوی، خو تر پنځو کلونو ډېر وخت يې په زندان کې تېر کړی او اوس هم د اعدام د وروستۍ نېټې په تمه دي.

محمد علي د څرخي پله زندان په اووم بلاک کې يو له هغو زندانيانو دی، چې د قتل په تور پرې د اعدام حکم شوی. ده نهه کاله، د محکمو له پرېکړو وروسته په زندان کې تېر کړي او اوس هم هره ورځ د خپل مرګ ساعتونه شمېري. محمد علي رواني ستونزه پيداکړې او ملګري يې وايي، نهه کاله کېږي، مرګ ته په تمه دی.

دا یوازې د محمد علي داستان ندی، چې له دې نامعلوم برخليک سره مخ دی، ډېری داسې کسان هم شته، چې تر کلونو نامعلوم قيد وروسته اعدام شوي دي.

د څرخي پله زندان د اووم بلاک يوه بندي محور ته وويل، عزيز احمد او محمد عارف يې د کوټې ملګري وو، هغوی د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې اعدام شول. دی وايي، عزيز احمد اته کاله او محمد عارف شپږ کاله نامعلوم زندان تېر کړ، خو بالاخره هغوی له اوږ ده ځنډ وروسته په اعدام محکوم شول.

حقوق پوهان وايي، د محکمو ټولې قطعي پرېکړې واجب تنفيض دي، خو پرته له اعدام څخه، چې دا بايد د ولسمشر له لوري ومنل شي او بيا تنفيض شي، خو د قانون له مخې ولسمشر کولای شي، چې د اعدام حکم پر عمري ((۲۰ کلن)) بند واړوي.

خو يو شمېر شنونکي وايي، په اوسنيو شرايطو کې ولسمشر احتياط کوي، چې ځان په ناروا قتلونو کې ښکېل نه کړي. دوی وايي، ولسمشر ددې لامل په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد زياتولی ګڼي، چې تر ډېره بریده ولسمشر هم په دغو ادارو باور نه لري.

One thought on “محور ورځپاڼه: اعدام ته منتظر زندانيان په رواني ناروغيو مبتلا دي”
  1. Karzai bayad mujrimeen chi po qatal aw ekhtitaf ki dakheel dee Edam kri, chi torso nooro ta ebrat shi.
    Di hewad po kacha ektitaf awj ta rasidalai dai. Po nangarhar ki hara wraz ekhtitaf wi. Di saranwal qayum wror ekhtitafchiano shaheed kro aw qatileen yee newal shawi dee. Dasi mujrimeeno ta Hamid karzai bayad zar tar zara di Edam saza warkri.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *