[email protected]

په یو مجلس کې مې له یو ملګري سره څنګ په څنګ ناست وم چې د ملګري یو خپلوان د ملي اردو پوځي راغلو او له موږ دواړو سره تر تاوده روغبړ وروسته کیناست. ملګري مې یاد پوځي ماته راوپیژاند او ویل یې چې له پوځي پوهنتون څخه دوه کاله وړاندې فارغ شوی او اوس په یو سویلي ولایت کې دنده لري. له یاد پوځي سره زما د ملګري خبرې وغځیدې تر چې په عامیانه اصطلاح تر ګپ شپ ورسیدې او ملګري مې چې د معاش پوښتنه ترینه وکړه نو هغه په ځواب کې ورته وویل چې : (ښه دی هماغه ټاکل شوی اتلس زره معاش هره میاشت اخلم او ګوزاره پرې کیږي) خو د هغه له دې ځواب سره مې ملګري په ټوکیز انداز ورته وویل چې ولې د نورو لوریو شوکونه نه کیږي؟ چې د ملګري په دې پوښتنې د پوځي انداز یو څه تغیر شو او ښکاریده چې خبره پرې ښه ونه لګیده خو په لنډ ډول یې داسې ځواب ورکړ: (نورې لارې شته خو له مرګ او د ژوند له تریخیدو ویریږم).

د پوځي دې ځواب سره زه یو څه ورنږدې شوم او غوښتل مې چې د خبرې وضاحت ترینه وغواړم خو ملګري مې وار وړومبی کړ او ترینه یې وپوښتل : (د رشوت یې مرګ او ژوند تریخیدو سره څه؟) پوځي له یوې لنډې ترخې موسکا وروسته داسې په خبرو پیل وکړ: (په خپلو سترګو مې لیدلي چې کوم یو همکار مو د جیب ډکولو لپاره خیانت کړی ، نو زموږ په څنګ کې یې سر خوړلی او په داسې ډول د ظالم دښمن د ګولۍ یا ماین ښکار شوی چې موږ ورته له حیرانتیا ګوته په غاښ پاته شویو یو او زموږ مشر چې بیا په خپل ځای کې خوندي اوسي او یو خوا بل خوا شوکوونه کوي، نو ښه یې وینم چې له ډیرو شتو سره سره یې ژوند تریخ دی او په ورځ کې يې پنځه شپږ ځلې په ټلیفون کې یا له میرمنې او یا د کورنۍ له نورو غړو سره شخړې وي).

د اردو دې پوځي لنډ او بشپړ مفهومه خبرې پنځه کاله وړاندې د یو ملګري سپارښتنې ته له ځانه سره بوتلم، چې اوس راته کره په ثبوت ورسیده. پنځه کاله وړاندې مې یو ملګري راته ویلي وو چې هر ځای که دې دولتي یا خصوصي سکتور کې کار کاوه او یا په خپل عادي کار بوخت وې او د نفقې پیدا کولو لپاره دې مټې را بډ وهلې وې ؛ نو د ورځې هر څومره زور په ځان راوله او ستړیا په ځان منه خو د شپې خوب دې مه نا آرامه کوه! ځکه هغه به د خپلې دې خبرې په وضاحت کې ویل چې که چیرې دې په دولتي او یا خصوصي دندو کې خیانت وکړ نو د شپې خوب دې نا آرامه کړ ځکه د شپې به دې یا له دښمن څخه ویره وي او یا دا چې د خپل مشر څخه به دې د کړي خیانت برملا کیدو له امله ویره وي او ټوله شپه به په ویره او چورتونو تیره کړې، خو که چیرې په خدای درکړې برخې بسنه او شکر وکړې، نو هم به دې ژوند آرام وي او هم به دې د شپې خوب.

هو! هغوي چې خیانت کړی او میلیونران شوي دي ، ځمکې یې غضب کړي او په هیواد او نړۍ مشهورو ځایونو کې ماڼۍ او شرکتونه لري ژوند یې تریخ دی هان دا چې ویل کیږي ځمکه هم ځای نه ورکوي او مړی یې د باندې راشړي. دې ډول کسانو سره په ژوند هم هان د ضرورت رفع کولو لپاره د تګ پر مهال هم ساتوونکي مل وو او له میلیونونو ډالرو شتمنۍ سره سره د شکرې ، لوړ فشار او سرطان په ناروغیو اخته وو او د دنیا هر نعمت څخه بې برخې شوي وو او وروسته له مرګه یې نه یوازې دا چې د مرګ حالت بدوالي پسې خبرې کیږي د قبر او له قبر کې تر ښخیدو وروسته هم پروپاګندې ورپسې خپریږي او ټول وايي چې مځکه یې راغورځوي. خو دا چې رښتیا دي او که نه سر به نه ورپسې ګرځوو خو مهمه دا ده چې په دنیا کې د آخرت لپاره توښه بډایه کړو او هم په دنیا کې د یو خدای بخښلي په څیر ژوند تیر کړو.

نو له دې ټولو څخه به دا پایله تر لاسه کړو چې مرګ په خپله شیبه دی او هیڅوک دې داسې نه انګیري چې که خیانت وکړې نو د دښمن ګولۍ به درته برابره راشي! نه ! بلکې که خیانت وکړې نو د ویرې احساس درته هره شیبه مرګ دی او دا ویره یو ژوندی موجود له تدریجي مرګ سره مخ کوي. نو دې ټکو ته پام سره راځئ ټول په ګډه له ځانه سره ژمنه وکړو چې په خپلې برخې به قناعت او شکر کوو او نه به له تدریجي مرګ سره ځان مخامخ کوو او نه به هم د شپې خوب نا آرامه کوو.

د اداري او هر ډول فساد څخه د خوندي افغانستان په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *