ورور مې د دکان په مخ کې له خپلو ماشومانو سره غالمغال و، ترې ومې پوښتل ماشومانو سره ولې ضد کوې، هغه ویل ماشومان د فولاد علمدار غوندې بوټونه غواړي. دا ماشومان لا د ښوونځي عمر ته ندي رسیدلي.
زموږ کورنۍ د اخلاقي جوړښت او دسپلين له لحاظه پريوتې کورۍ نده، خو په تلويزون بنديز نشو لګولای، د سمې روزنې په پلمه د تعليمي خپرونو او کارتون ننداره د ماشومانو د ذهني ودې لپاره غوره لار ګڼو اما لا خبر نه یو چې هندي، غربي او ترکي سريالونه مو د ماشومانو په ذهنونو چاپې وهلې او ددې تسلط ماتول راته ګران شوي دي. زما د ماشومانو ايډيال او تقليدي شخصيت د يو ترکي سريال (وادي ګرګ ها) قهرمان ( فولاد علمدار ) دی.
په مقلدو ټولنو کې د بحران ژورتيا د کم پامۍ او په نسل د لږ څارنې له کبله پيښېږي. حتی که په کور کې د منکراتو پرضد د طالباني نظام په څېر لښکرې وګمارو، د تلویزیون په پرده د ماشومانو لید له کيڼ و ښي لوري ته نشي قیضه کېدای. همدا یې ځای دی، چې د نظام حکومت او دولت او ټولنیزو معيارونو تعميم ته اړتيا محسوسېږي.
ټولې کورنۍ زما په څېر شاکي دي، چې ماشومان مو د بهرنيو ډرامو په تقليد پايي، خو د ټولو کورنيو ماشومانو په اختر کې هغه کميسونه، پتلونونه اغوستي او هغه بوټونه یې په پښو کړي و، چې د همدې ډرامې د هیروګانو تصويرونه پرې چاپ شوي دي. ماشومانو ته جامې موږ اخستې په خپله خوښه مو ورته اخستې دي، سوداګر پخپله خوښه له پاکستان څخه را واردې کړې او دکاندار یې پخپله خوښه خرڅوي. ډرامه هم د اطلاعات کلتور وزارت په اجازه او د ولسي جرګې د کلتوري کميسيون په فرمان خپرېږي. تلويزیون او رادیو چې د نافذه قوانينو په رڼا کې د نشراتو ادعا لري سريالونه پخپله خوښه انتخابوي، همدا له مکلفيتونو سره د چلند روحیه او له ټولنې سره د اخلاقي تعهد معیار دی.
تر بلې هرې مېلې په سږني اختر کې د ماشومانو پلاستيکي توپنچې، پټاکۍ او ټوپک زیات ول؛ استعمال یې هم زیات و، کېدای شي دستي د خپلې کوڅې تصویر ستاسو ذهن ته در رسېدلی وي، چې څومره اخلاقي مزاحمت مو احساساوه، خو دې ته مو پام ندی کړی، چې ستاسو د ماشومانو په لاسونو کې هم ول. زموږ کابل د ماشومانو وادي ګرګ ها وه. په ډرامه کې تمثيل او په کوڅه کې د ماشومانو تقليد توپير نلري، خو انجام يې توپير لري. د جنګ تمثيل او د اخلاقي بې بندوبارۍ ننداره سوکه سوکه د ماشوم ذهنیت د حقيقي جنګ په لوري جلبوي او جنګ بالاخره په یو ارزښت بدلېږي. د ماشومانو پلاستيکي ټوپک د جنوب له جګړې سره طبيعي رابطه جوړوي. هغه ناشعوره جنګيالي چې لايې هم په ژغورلو نه توانېږو په پخواني تعليمي نصاب کې د ټوپکو او کارتوسو د جمعې او تفريق او د پلرونو د جهادي داستانونو کړوسيان دي.
چيرته چې ژوند له صفره شروع کېږي، د روحيې درک کول ډېر اهميت لري، حتی د ټولنې د جوښت لومړنی ګام دی. په هیروشيما د امريکا تر اتومي حملې وروسته د جاپانيانو لومړنی اخلاقي تهد داو، چې د خپلو ماشومانو پر وړاندې به ميلمه د هیروشیما کیسه نه یادوله. سره له دې چې د مېلمنو د مخونو پوټکي د اتوم زراتو شړولي و، خو د نوي نسل ذهن یې د اتوم د جنګ او انتقام له تاثيراتو وژغوره. په افغانستان کې د نسل او انتقالي احساساتو سلسله په مبدا کې د بېغورۍ ښکار ده. په غرونو کې یو لوی وږی، ناپوهه او احساساتي نسل د فولاد علمدار له پلاستيکي ټوپکه تکثر کوي او حکومت په دې شعوري ګناه کې ترغوږونو غرق دی.
زموږ مشران پخپله غریبۍ او بېوسۍ کې په دې اصطلاح ډېر نازېږي چې موږ د یو ډېر غني – تاریخي فرهنګ لرونکی ولس یو، خو دا ادعا اوس یوازې یوه کلیشه شوې اصطلاح پاتې ده. موږ یوازې اتڼ ته ملي جامې اغوندو او د کال په دوو اخترونو کې د ګاونډي له حاله خبرېږو. نه زموږ روش د افغاني کلتور استازولی کوی او نه زموږ د چاپيریال رنګونه. شپږ کاله د هندي ډرامې یو مشهور کرکټر تولسي دومره متاثر کړي و، چې په کابل کې تر زرګرانو د سوندرو دکانونه ډېر شول، زموږ د پيغلو تندیو د هندوانو ټاپې خوړلې وې.
د بهارستان په یوه کوڅه کې، د نايي د دکان مخې ته اوه اته ځوانان هر مازیګر له بوتلونو سره ډډ، ډډ پراته وي، جالبه داده چې پلرونو یې ورېښمینې چپنې اغوستې وې او د کعبې له څلورم دورې نه راستانه شوي، خو هر دا جناب د خپل زوی او کورني چاپيريال په انتظام کې عاجز دی.
د کلتور غنامندي د هغې د تاثراتو په پراختيا او حفاظت کې ده، د زرتاري ګریوانونو تولید د غني کلتور معيار ندی، خو د خپل ګاونډي له لوږې خبریدل او د خولې مړۍ ویشل برجسته فرهنګ ګڼلای شو. تر ټولو بد تاثیرات چې د کلتوري غنامندۍ ملا یې ماته کړه، په افغانستان کې جګړه او د احساساتي نسل په لاس د فیصلو د ابتکار کېوتل دي، تاسو به حیران شئ، چې يو شپاړس کلن ژڼی په څومره جرات او شخصي فتوا سره يو قومي مشر د موچي په تار حلالوي. په شپږو کلونو کې په جنوب کې دیارلس سوه قومي مشران ترور شول، خو هغه طالب اورپکي چې دا ګناه یې ترسره کړې د کلي او کوڅې ګاونډی او د محترم پلار ناړامه زوی دی.
چيرته چې د کورنيو نظم ګډوډ شي، بې بندوباري په ټولنیزه انارشي بدلېږي او په ټولنه کې د اخلاقي نظم پايمالېدل نه فرهنګ په اصيل ډول پرېږدي او نه احترام او شفقت. کله چې له تمدن سره د سازش او په خپل فرهنګ د نازيدو شوقيان یو، ښه به وي، په کورونو کې د اخلاقي نظام او کلتوري حفاظت بنسټونه ترميم کړو.
له محور ورځپاڼې په منننې.