ماشوم د پلار لکړې تر اوږو لاندې کړې. یوه پښه یې جیګه نیولې وه او ګډوډ ګامونه یې اخیستل.
مور یې چیغه کړه: ځوانیمرګ شې، خوږ به شې.
ماشوم، خپل تمرین ته ادامه ورکړه او ویل یې:
چل زده کوم، که زه مې هم پلار غوندې په ماین والوځم!
جلال اباد
د زمري ۳۰، ۱۳۹۵