تاند- په خیبر پښتونخوا کې د درو طالب پلوو ملایانو له وژل کېدو وروسته افغان طالبانو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دوی د دیني عالمانو امنیت ته پاملرنه زیاته کړي.
د نامعلومو وسله والو په حمله کې مولوي غلام حضرت، ملا محمد نسیم او قاري سید مراد په وروستیو ورځو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ترور شوي دي.
طالبانو له پاکستانه غوښتي چې باید د لویو علماوو امنیت خوندي کړي.
طالبان او د پاکستان استخبارات فکر کوي چې دا ډول وژنې یا ترورونه د افغانستان د ملي امنیت عناصر کوي.
د پاکستان حکومت او استخباراتو په ځلونو په پېښور، کوټه او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو ښارونو کې د افغانستان د ملي امنیت د جاسوسانو د نیولو ادعاوې کړي دي.
طالبان وايي، دا بریدونه د تفرقې او اختلاف رامنځته کولو په هدف کېږي.
دې ډلې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې په دې بریدونو کې لاس لرونکي عناصر ونیسي او سزا ورکړي.
په همدې حال کې طالبانو داسي اوازې خپرې کړي چې د کوټې شورا یې افغانستان ته لېږدولې او نور د دوی مشران او د مشرتابه شورا غړي د پاکستان تر سیوري لاندې نه دي.
طالبانو له کوټې څخه افغانستان ته د خپلې شورا انتقال رسماً تایید کړی نه دی.