یانا خپل ژیړ ویښته په قیدک کې بند کړل. ولادیمیر یې سپینو مټو ته وکتل او وموسیده. هغې خپلې شنې سترګې د ونو لور ته واړولې:

  • څرنګه ښه سیخه ونه ده
  • څرنګه (واین) راوغواړم؟
  • رښتیا څه کار کوئ؟
  • پوسته وړم

نجلۍ  وریځې کش کړې:

  • چیرته اوسې؟
  • دلته نژدې په (اولشنسکا) کې د دوو کوټو په اپارتمان کې شریک یم

یانا د رستورانت چت ته وکتل:

  • زه کافي څښم
  • تاسو خو ژمنه کړې وه چې واین به سره څښو

نجلۍ سر وڅانډه. ولادیمر ځانته سره واین او یانا ته کافي راوغوښته. د واین  ګیلاس یې پورته کړ. نجلۍ پر چوکۍ په اړخ شوه. ده پوښتنه ترې وکړه:

-تاسو چیرته کار کوئ؟

یانا په وچه غاړه شوه. ولادیمیر اوبه ورته ونیولې. نجلۍ یې لاس پورې واهه:

-دا کافي داسې ده لکه زهر

ولادیمیر ګارسون ته ورغږ کړل:

-سمه کافي نه لرئ دا مو څه شي راوړي

نجلۍ پاڅیده:

  • نوره نه څښم

ولادیمیر پیسې پر میز کیښودې او بهر یې یانا له مټه ونیوله. نجلۍ خپل لاس کش کړ او بس ته وخته.

ولادیمیر څټ وګیراوه او ورو ورو د خپلې کوټې خواته ته روان شو. چې کلي یې په دروازه کې ننویسته د وره له شا د پیشو میو میو شو. د وره له پرانیستو سره پیشو ورټوپ کړل. ده پورې وهله، د هغې کوړنج شو او په منډه تر تخت لاندې ننوته.

ولادیمیر پر یوه کاغذ ولیکل:

« هر چا که سپینه وړینه پیشو پکار وي مفته یې ورکوم»

کاغذ یې د بلاک پر بهرني دیوال له عمومي ورسره نصب کړ. ترې لاندې یې د پیشو عکس سریښ کړ او تر ژبې لاندې یې وویل:

« ته خبره نه یې چې بې پیسو یم کنه تا راته چیرته میو کاوه».

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *