د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر فضل سلطان ساپی

افغانستان هغه هېواد دی چې د لاس نیونې کسان پکې ډېر کم پیدا کیږي، ولې یو شمېر خلک د ولسونو زړه نه سي خپلولای، دلته تر ټولو مهمه دا ده چې د ولس زړه راخپل سي ترڅو ولس جانان کړې نو ته به هم جانان سې.

هغه د چا خبره هر کس ولې کیدای نه سي او نه هم دې رتبې ته رسیدلای سي،  له تېرو څو کلونو راهیسې چې په هېواد کې څه ناخوالې تیریږي بهرنیان یې ګوته اداري فساد ته نیسي او وایي همدا اداري فساد دی چې زوي یې له پلاره، ملګری یې له ملګري، وررو يې له وروره او مشر یې له کورنۍ سره کوي.

بالاخره په هرڅه کې فساد خو، د فساد بنسټګر ډېر او له بیخه ویستونکي یاجرړې ویستونکي یې لږ دي.

د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر فضل سلطان ساپی
د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر فضل سلطان ساپی

دلته خبره دا ده چې هلمند کې ډېر دولتي لوړپوړي چارواکي راغلل هره یوه یې ترخپله وسه پورې اداري فساد وکړ، چاپکې بیلډینګونه ودان کړل او چا پکې کورونه، چا دوبۍ (متحده عربی اماراتو) ته پیسې یوړلې او یاهم چا امریکې،  څوک پکې په وینو وه لمبیدل او څوک پکې په خوبونو.

هغه متل دی وایي: «دغله مور یاویني خوري یاسپینې.»

زه وایم راځئ خپلې میندې داسې عادت کړئ چې نه وینې وخوري او نه هم سپینې.

دلته خبره د فساد د جرړو ویستو ده، دلته خبره د ولس سره د یو ځای کېدو ده ، دلته خبره د ولس د زړونو دراخپلېدو ده ، دلته خبره د ښه او په لوړسر د ژوند کېدو ده.

دا کارهر څوک نه سي کولای، دلته یو داسې کس په کار دی چې د عمر غوندې عدالت وکړي او د ابوبکرغوندې خلافت،  خو دې دواړو ته هله سړی رسیدای سي چې خپله انسان

 یا د عمرغوندې د عدالت توره وکاږي او یا هم د ابوبکر د خلافت غوندې جامې واغوندي او شپه ورځ د ولس زړونه راخپلېدو ته هرګړۍ او هره دقیقه ژوند قربان کړي.

زه نن داسې یو سلطان درپېژنم چې هم عمر غوندې عدالت کوي او هم د ابوبکرغوندې خلافت، دغه سلطان د خلکو په زړونو کې ځای نیولی دی، دغه سلطان د خلګو سترګې هیلې او امیدونه خپل کړي هغوی یې لاره څاري او د خپل زړه باچا یې ټاکي.

دا د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر فضل سلطان ساپی دی.

هغه د خپلې دندې پر مهال هرکس ته راکښته سوی، له کوچنیو ماشومانو سره ماشوم او له لویو خلګو سره لوی دی هغه داسې خصلتونه لري چې هر وجدان او ضمیر یې نه لري د هغه غوندې په دنده او رتبه کې لوړ خلګ او په زړه او خوله صادقان ډیر کم دي.

دهغه یوه کیسه مې داسې اوریدلې: «له یوه سپین ږیري بوډا سره چې زوی یی بندي وو ناحقي ترسره سوې وه هغه ورسره وژړل او د دې ناحقه څیړنې د بیا پېلیدو سره سم یې نوموړي ته برات ورکړ او هغه یې خوشحاله کړ، نوموړي سپین ږیري سر لوڅ کړ لنګوټه یې په یوه لاس ونیوله او خدای ج ته یې زاري کړه. ربه داسې کس ته داسې څه ورکړې چې نه دې په دې دنیا چاته ورکړي وي او نه هم په هغه دنیا.»

سپین ږیری خپل کورته لاړ او سپین سرې مېرمنې ته یې وویل، نن مې یو سلطان ولید هغه د زړونو دوهم سلطان دی، رب داسې قواره ورکړې، اخلاق یې عالي دي، زوي مې هم ده راته راخوشې کړ.

سپین سرې وویل، د رب لپاره درې داسې روژې نیسم چې ګرمي مې ووژني خو د اروژې ددغه سلطان د عزت او کورنۍ په خاطر نيسم.

اوس خبره دا ده چې سلطان د هلمند د هرې کورنۍ په خوله کې دی، هر یو یې یادوي هره ګړۍ یې سترګو ته دریږي.

خلګو خپل ځانونه داسې سلطان کړل چې د خلګو او ولسونو سره یې ښه راشه درشه وکړه، هغه خپل ځان ته کورونه دنګ نه کړل ، خپل ایمان او وجدان یې له پیسو قربان نه کړ.

د هلمند د استناف څارنوالۍ ریس فضل سلطان ساپی هغه کس دی چې، ښایي راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان لوی څارنوال وټاکل سي او دا ټاکنه به د ده د ايماندارۍ، رښتينولۍ او جرات له مخې کېږي.

ولسمشره!! داسې مشران راوله چې ولسونه خپلوي، ته همداسې جوړسه، داسې سلطنت وکړه لکه فضل سلطان ساپی چې یې کوي، هغه د هلمند خلګو لپاره هرڅه دی.

نوموړي د خپلې دندې د ترسره کېدو پرمهال هیڅ راز او هیڅ چاته سرټیټ نه کړ، هغه هره قرباني ورکړې ده.

هغه د ولسونو پوښتنه د ولس له مینځه کړې، حق ته یې حق ویلی او باطل ته یې باطل، هغه د ولسي خلګو له لوري ستایل سوی، بګړۍ ورکول سوي، جهادی مشرانو ، ځوانانو او مدني فعالانو ورته ستاینلیکونه ورکړي او د هغه د کار درناوی یې کړی.

تل دې بريالی وي، د عزت، ايماندارۍ او جرات شمله دې يې پر سر وي.

2 thoughts on “د زړونو سلطان / محمد ذاهد حمید”
  1. سلامونه،
    ما شآء الله.
    م. زاهد حمید وروره ! په قلم ، احساس او لیکنه دې برکت چې د یو واقعي د زړونو سلطان ، هغه هم د زر رقمه زورول سویو، ربړول سویو، شکنجه سویو، دربدره سویو، ژوبل او زخمی سویو، بیګناه وژل سویو هلمندیانو سره ژړیدونکی او د دوی د زړونو سلطان محترم فضل سلطان ساپی صاحب دې په لڼډ ډول راوپیژاند.
    زه د ساپی یا صافي د سپیڅلي، با غیرته او صادقه قوم د یو وړوکي غړي په حیث ، پر محترم څارنوال صاب ساپي ویاړم او له خدای ج. له درباره هیله لرم چې داسې د خلفاء راشده تابعین ،مخصوصاََ د افغانستان په قضایی قوت کې زیات کړي چې حق وء حقلرونکو ته ورسوي. آمین. او ګران ولسمشر هم نوره قحط الرجالي بس کړي ، د وژونکو، فاسدو، غاصبینو ، لارو وهونکو او امثالهم پر ځای صادق، ژمن، متقیان او پر حق ا و رښتې مین او پلي کوونکي هیواد دوستان وګماري . و من الله التوفیق.

  2. خدایه ته زمونږ په وطن کی داسی په وطن مین خلک پیدا کړی لکه څارنوال صاحب فضل سلطان صافی خدای پاک دی نور هم کامیابه او سرلوړی لری امـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــین
    او مننه له زاهد حمید ورور نه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *