خولې کېدلد بدن يو طبيعي فعاليت دی چې د بدن د حرارت په تنظیم کې مرسته کوي، مګر تر اندازې زیاته خوله کومه ځانګړې فایده نه لري، بلکې د شرم او په ټولنیزو اړیکو کې د ستونزې سبب کېږي، ځکه چې ډېر خولې کېدل د بدن د بدبويي او کالیو د چاپ چاپ کېدو باعث کېږي، ځینې لاملونه چې د خوله کېدوسبب کېږي، دا دي.

ګرمي او د هوا رطوبت

کله چې هوا ګرمه شي، د خولو غدې په فعالیت شروع کوي او خولې ترشح کوي. خولې کول د ځان د یخولو له‌پاره د بدن طبيعي طریقه ده.

کله چې خولې د پوست له سطحې وځي، د بدن تودوخه را قابو کوي، مګر کله چې هوا مرطوبه یانې لنده غوندې وي تاسې د ډېرې ګرمي احساس کوئ، ځکه په مرطوبه هوا کې خولې له پوست څخه نه وځي.

غوسه کېدل

کله چې تاسې په قهر شئ، فشاري هورمونونه ازادېږيچې د زړه ټکان، او وینې فشار  زیاتوي او د بدن د حرارت درجه لوړوي چې په پایله کې د خولو باعث کېږي.

غوسه کول په ځینو وختونو کې طبیعي وي، مګر کله چې تل او منظم غوسه کېږئ، کولای شي د ستونزو یوه نښه وي.

ورزش کول

د ورزش په وسیله خوله کول ښه دي. کله چې خوله کوئ د بدن مایعات مو کمېږي، په دې ډول مخصوصاً په ګرمي کې ښه ده چې اوبه او مایعات وڅښي.

په یاد ولرئ چې تر ورزش مخکې او وروسته د ضرورت په اندازه اوبه وڅښئچېد بدن اوبه مو کمې نه‌شي. دا طریقه د دې سبب کېږي چې د بدن حرارت تغيیر محسوس نه کړي او ښه ورزش وکړي.

د عصبي فشار لاندې کېدل

فشار، خپګان او شرم کېدای شي د خولې کېدو لامل شي، روحي فشار په ورغوي او پښو کې د خولو غدې د فعالیت سبب کېږي، په همدې خاطر د غوسې په وخت کې لاسونه رېږدي.

تبه

د تبې په وخت کې مغز د بدن د حرارت درجه لږ لوړوي، کله چې مغز د بدن د حرارت درجه لوړوي تاسې د لړزې او یخوالي احساس کوئ، دا د لړزې او تبې احساس په دې  خاطر دی چې بدن د میکروبونو د داخلېدلو پر وړاندې د دفاع په حالت کې وي.

کله چې تبه لېرې شوه او ستاسې د بدن درجه بېرته طبیعي حالت یانې ۳۷ ته ورسېده، تاسې ګرمي احساسوئ او خولې کوئ، خولې کېدل د بدن د یخولو باعث کېږي.

ناروغي، د خولو لامل

خولې کېدل يوازې د تبې له امله نه وي، بلکې خوله کېدای شي د ټټر د درد، د زړه حمله، شکر، ټایرایډ مرغېړي او یا نورو ناروغيو لکه سرطان او ایډز کولای شي د شپې له لوري د خولو باعث شي، که تاسې له هيڅ دلیله پرته خوله کېږئ، ښه ده چې یو ځل ډاکټر ته ورشئ.

ترخه خواړه

ترخه او دوا لرونکي خواړه، عصبي اخذې تحریکوي او د انسان فکر کوي چې بدن يې ګرم دی او خولې کوي.

قهوه

په سهار کې یو ګیلاس قهوه کولای شي تاسې بیداره کړي او خولې وکړئ، قهوه په دوو طريقو د خولو د زیاتوالي لامل کيږي؛

اول؛ د قهوې کافین د مرکزي عصبي سیسټم د تحریک لامل ګرځي او دا خپله د خولو د غدو د فعالولو سبب کېږي.

دویم؛له ګرمو څښل شویو مایعاتو لاسته راغلې ګرمي د بدن د ګرمولو او خولو کولو باعث کېږي.

د زياتو الکولو څښل

د الکولو کارول د په پوست کې د وینې د رګونو د ازادوالي سبب کېږي چې په دې سره د انسان پوست خولې کېږي او بدن د ګرمي احساس کوي.

د ځينو دواوو جانبي عوارض

خولې کول د درملو د جانبي عوارضو له وجهې هم وي لکه د وینې د فشار درمل، د التهاب ضد درمل، غیر اسټروییډي درمل، د سرطان او یا هم د شکر درمل د خولو کولو باعث کېږي.

سګرېټ څکول

په سګرېټو کې شته نیکوټین د دې لامل کېږي چې بدن د اسټیل‌کولین ماده ازاده کړي، اسټیل‌کولین د خولو غده تحریکوي او د زړه د ټکان، وینې فشار او د بدن د ګرمي سبب کېږي چې په پایله کې بدن د خولو کولو په وسیله بېرته خبل نورمال حالت ته راځي.

عاشق کېدل یا مینېدل

کله چې تاسې مینېږئ، مغز مو د ځینې موادو لکه ادرنالین ترشح کوي، دا مواد د عشقي کېمیاوي موادو په نامه پېژندل شوي چې د زړه د ټکان، د ورغویو د خولو او نورو علامو سبب کېږي.

امیندواري

د امیندواري پر مهال ترشح شوي هورمونونه او د بدن د میټابولیزم د سطحې په لوړېدو سره د دې باعث کېږي چې د خولو غدې تحریک شي او بدن خولې شي.

په دې دوران کې باید له مایعاتو په کافي اندازه استفاده وشي چې د مور و ماشوم بدن د اوبو له کمښت سره مخ نه‌شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *