Cao Dai تقريباً يو نوي ديني خوځښت دي په (۱۸۷۸-۱۹۳۲) کلونو کي د (Ngo Van Chienu) له خوا تاسيس شو او په (۱۹۲۶) کال په ويتنام کي خپور شو. ددي دين پيروان چي د (Caodaiists) په نامه ياديږي په دې عقيده دي چي انسانيت د وحي او خلاصون په اخري عمر کي دی، او د دوی دين د خدای اخرني پلانونه تطبيقوي.

(Cao Dai) له نورو دينونو څخه جوړ دين دی، چي د نورو دينونو په ځانګړي توګه د بودايي او تاويزم رسمونو ته پکي ځای ورکړل شوی، پيروان يي په ټولنيزو عباداتو کي لکه: دعا، د وليانو ستاينه، پخلاينه او داسي نورو کي له خدای سره په اسمان کي د يو ځای کيدو په نيت شرکت کوي.

په ويتنام کي د (Cao Dai) د پيروانو شمير له وخت سره تغير کوي مګر ډيري منابع د دوي شميره ۲يا ۳ ميليونه ښيې، سره د دي يي بعضي له اته ميليونه هم زيات تخمينوي او په استراليا، اروپا او امريکا کي هم ۳۰۰۰۰ کاودايستان شته. د (Cao Dai) اصطلاح د خداي لپاره په ويتنامي ژبه کي د غوره شوي نوم مخفف دي چي پوره متن يې دا دي:

[ Cao Dai TienOng Bo Tat Ma-ha-tat ] ژباړه: [ د ټيټې کچي سپېڅلي ] چي د خداي په بي پروايي باندي دلالت کوي.

د نورو عقايدو خلاف يا د توقع خلاف د ( Cao Dai ) اصطلاح په ادبياتو کي د ( لوړ برج ) په معنا ده، چې په کنايه کې اسمان ته منسوبېږي چيرته چې خداي بادشاهي کوي، ددي دين پوره نوم ( Dai Dao Tam Ky Pho Do ) ژباړه [ د دريميدوري د وحي او نجات بهترين دين].

تاريخ:

Cao Daiد( Ngo Van Vhienu ) په نوم د يوه سړي چي فرانسوي مستعمرانو ته يي کار کاوه له خوا (۱۸۷۸- ۱۹۳۲) کال کي تاسيس شو، هغه په دواړه غربي او شرقي معنوي عقيدو کيمشهور وه، او په ۱۹۱۹ کييي له خپلو همکارانو سره په روحاني جلسو[1]  کي ناستي شروع کړي.

د دې فرقې عبادتځای
د دې فرقې عبادتځای

له دې وروسته هغه او همکارانو يې، ادعا وکړه چي د (Cao Dai ) په نوم له يوه موجود سره يې مستقيمه رابطه جوړه کړي چا چي دوي ته د يوه نوي د جوړولو څرګنده لارښوونه کړي.

پرمختګ:

( Cao Dai ) د يوي کليسا په حيث له تاسيس کيدو څخه وروسته په ۱۹۲۶کال کې په سرعت سره پرمختګ وکړي، دا پرمختګ په جنوبيويتنام کي پاتي وه او  ده. Cao Daiبه ۱۹۷۵ کال کي د ويتنامي اتحاديې مشرييي کوله او د Cao Dai مقدس[2] په جنوبي ويتنام کي په دين او سياست کييو زورور قوت وه.چيډيره برخه دارايې يي په تصرف کي وه، زيات شمير پيروان يي جذب کړي وه او خپل نظامي تشکيل يي جوړ کړي وه. سره ددي وروسته بيا د کونست دولت لاندي دي اتحاديي خپل ډير قوت له لاسه ورکړ خو بيا يي هم ډير پيروان او معبدونه[3] وساتل.

وروسته بيا په عصري ويتنام کي ( Cao Dai ) خپل يو څه استقلاليت ترلاسه کړ، به ويتنامي ټولنو، استراليا او امريکا کي له خپريدو سره سره په ويتنام کي د رسمي دين په توګه هم ومنل شو.

عقيدي:

( Cao Dai) د نورو عقايدو تلقين کوونکي دين دي چي د نورو دينونو څخه يي عقيدي اخيستي لکه: عاقبت، بيا ژوندي کيدل، د خداي وحدانيت، د روح وجود، تبلغ او د وليانو سپېڅلتيا.

د Cao Dai په عقيدوي جوړښت کي د ويتنام ټولنيزي او سنتي طرحي هم منل شوي.

خدای:

د Cao Dai مطابق مخکي د خداي له وجود څخه مخکي [ تاؤ Tao ] يو بي نومه، بي جوړښته، نه بدليدونکيابدي منبع ده چي ( Tao TeChing ) ته راجع کيږي په دنيا کي وجود درلود. يو وخت يو کيهاني واقعه رامنځ ته شوه او په تنيجه کييي خداي پيدا شو ( د Cao Dai مطابق).

تر هغه وخته لا کاينات نشواي پيدا کيداي ځکه چي خداييواځي ( Ying ) اداره کاوه نو ځکه خداي خپله يوه برخه بيله کړه او له هغه څخه يي الهه پيدا کړه، کومه چي د ( Yin ) امر کوونکي ده. د ( Ying[4] ) او ([5]Yin) په شتون کي کاينات جوړ شول او  دا الهه په دقيق ډول په کايناتو کي د زرګونو موجوداتو مور ده، الهه د ( Yin ) امره ده مگر د هغه يوه برخه نده.

بلاخره دي نتيجي ته رسيږو چي د Cao Daiپيروان نه يواځي د خداي بلکي د الهي عبادت هم کوي.

د دي ټولو برسيره بيا هم ددي دين پيروان ځانونه سر سخته موحدين کڼي، د Cao Daiپه پيژندنه کي مونږ د تاويزم، بودايي دين او سويلي توحيدي عقيدي اثرات وينو.

عبادات:

د (Cao Dai) پيروان دعا او د خداي احترام کوي، د دعا مراسم په معبد کي د سهار ۶ بجي ، ماسپښين، د شپي شپږ بجي او نيمه شپه اداء کيږي.

دوي په محراب کي تيار شوي چاي او خوراک ويشي عين لکه په سنتي چينايي او ويتنامي بوايي او تاويزم کي چي کيږي.

پداسي حال کي چيښځي او نر په دي دين کي مساوي ليدل کيږي، مګر بيا هم سړي د دوي معبد ته له ښي او ښځي له کيڼ لوري داخليږي او همدا شان د سايني سندري ويل هم د دوي د عبادت يو شکل دي.

روحاني جلسي[6]:

د Cao Dai اصلي جوړښت همد روحاني جلسي دي چيرته چي د خداي په باره کي معلومات لاسته راغلي، روحاني جلسي په دين کي له وحي سره د رابطي پيدا کولو په خاطر ادامه لري. هغه طريقي چي پکي جلسي اجرا کيږي محدودي ندي؛ ډير وخت دوي روح ته خط د يو برس او يا کوم بل څه په واسطه ليکي، بيا په نوبت سره تش کاغذونه په پاکت کي ږدي او بيا يي د محراب په سر پريږدي تر څو واخيستل شي او بيا ادعا کوي چي نوي پيغام ښکاره شو.

دا روحي جلسي په ويتنامي، چينايي، فرانسوي او يا انګليسي ژبو هم اجرا کيداي شي.

د مختلفو عقيدو يو ځای والی او ديني تفکر:

Cao Dai په شرق او غرب کي د ديني تاريخ فرق تشخيصوي او کوشش کوي چي په خپل دين کي يي داخل کړي. بودايي، چينايي دينونه او توحيدي ابراهمي دينونه تصديق شوي، مګر په يوي روحاني رتبي کي. دغه خوځښتونه د دريو لارښوونو په نوم ياديږي، د بودا لارښووني، د وليانو لارښووني او د پوه خلکو لارښووني.

دغه دري لارښووني روحاني لاسته راوړني ښکاره کوي. د بودا، وليانو او پوه خلکو با وجود Cao Dai د بودا، وليانو او پوه خلکو سره يو شان د Thanپه نوم يو استثنايي موجود هم پيژني کوم ته چي په انګليسي او پښتو کي لغات نشته.

Than کيداي چي د اسمان په سلطنت کي اوږد عمر ولري، مګر يواځي بودا د پيدايښت او مرګ له دوري نه بي غمه ده.

د دري لارښوونو په تشخيصولو کي Cao Dai د خداي له خوا د روحاني وحي دري دوري هم تايدوي، په غوره او ډيره پخواني دوره کي افسانوي چينايي پوهان، ډيپشنکارا بودا او لاوزو دي.  په دوهمه دوره کي موسي، عيسي، کنفيوسيس او شانياموني دي.

کاو دايستان په دي عقيده دي هغه حقايق چي د دغو اشخاصو له خوا ترلاسه شوي وه، د هغوي په جغرافياوي او تاريخي ګټو پوري محدود وه، او د وخت په تيريدو تحريف شوي.د Cao Daiدين له لاري خداي سره د يو مستقيمي رابطي په درلودلو سره دوي ادعا کوي چي فعلاً د وحي او خلاصون په دريمه دوره کي دي.

که څه هم د Cao Daiism مختلف مذهبونه ادعا کوي چي دوي له بي شماره روحي موجوداتو څخه پيغامونه ترلاسه کړي، مګر مقدس TayNinh په عمده ډول له دوي څخه ډير کم تايدوي. په مقدس TayNinh کي يوه رسامي ده چي دري قسمه اولياءؤ په باره کي تشريحات وړاندي کوي چی د خداي او انسانيت تر منځ د عهد يوه نښه ده. چي عبارت دي له [7]Sun YatSen، ويکتور هوګو[8] او [9]Nguyen BinhKiem .

نور مشهور غربی اشخاص هم په Cao Dai کي د روحاني جلسو له لاري قبول شـــــــــوي، چي له Joan Of Arc[10]، [11]William Shakespeare او [12]Vladimir Leninڅخه عبارت دي.

نښه يا سمبول:

خداي په الهي سترګي نښه شوي، خصوصاً چپه سترګه، ځکه چيYangګيڼ طرف دي او خداي د Yang  کار فرما دي. دا الهي سترګه د Cao Dai د ادبياتو او معبدنو له لاريپه پراخه پيمانه ښکاره شوي.

دا نښه Ngo Van Chieu ته په يوه روحي جلسه کي په مستقيمه توګه ښودل شوي وه.

مقدس کتابونه:

مقدس TayNinhد Cao Day له تاسيس کيدو(1926) څخه تر اوسه د مقدسو کتابونو اصلي منبع ده. مقدس TayNinhد Cao Dai مقدسو کتابونو لپاره يواځيني منبع ده. زياتره رسمي ديني اسناد د روحي جلسو له لاري د Cao Dai رهبرانو ته په ۱۹‍۲۵ او ۱۹۲۹ کي ليږل شوي دي.

د Cao Dai نوريډلي چي مقدس TayNinhڅخه لري شوي، خپل مقدس کتابونه يي بعضي وخت د اصلي کتابونو په مخالفت پر مخ بيولي.

دا کتابونه په ويتنامي ژبه ليکل شوي وه، ( TanhNgonHiepTuyen ) [ د خداي د پيغامونو مجموعه ] هغه کتاب ده چي پکي هغه مهم پيغامونه را ټول کړي کوم چي د Cao Dai د مشرانو له خوا د روحي جلسو له لاري ترلاسه شوي دي.

په Cao Dai کييو بل مهم کار د Caodaiism ديني اساسي قانون دي[ PhapChanhTruyen] چي ديني ساختماني جوړښت مشخصوي.

جوړښت:

د شرقي او غربي ويتنام له يو ځاي کيد څخه مخکي، د Caodaiismحکومت په شروع کي له دري برخو څخه جوړ وه عين لکه د متحده ايالاتو؛ قضايه قوه، مقننه قوه او اجرائه قوه. د ويتنام د جنګ نه وروسته کمونست حکومت دغه قوي غير قانوني وبللي او کوشش يي وکړ چيCao Dai‌ په غير مستقيم ډول اداره کړي.

د Cao Dai مشر د (Giao Tong ) په نامه ياديږي چي د فلسفي او ديني سازمان د [رهبر] معنا ورکوي، د Cao Dai او د رومي کليسا د مقاماتو درجه بندييو شان ده نو پدي خاطر مترجمانو د کليسا اصطلاحات Cao Dai ته هم را اخيسيتي لکه: پاپ، اسق[13]ف، کشيش[14]، کارډينال[15] او داسي نور…

د يادول وړ ده چيCao Dai له کاتوليک کليسا څخه ډيري رتبي او درجي لري. د Cao Dai لومړي مشر د [ GiaoTrung] وه او دا د خداي له خوا په ۱۹۲۶ کي غوره شوي وه.

کلسيا ته په مرتبو د دوي منسوبيت سره سره بيا هم Cao Daiismد ښځو او نرانو تر منځ په مساواتو زيات فشار راوړي، سره ددي چي امر يي کړي چي ښځي نشي کولاي چي پاپ شي او يواځي تر کارډينالي پورييي لاسرسي محدود دي، دا نقطه له مساواتو سره په ټکر کي واقع ده. د Cao Dai مطابق پدي فرق باندي د خداي طبيعي جوړښت هم دليل کيداي کوم چي [Ying] ( نر دي ). دوي عقيده لري چي [Yin] (ښځه) په [Yang] باندي امر نشي کولاي، کنه نو ګډوډي به جوړه شي.

د Cao Dai حرکتونه (ګوندونه):

د نورو دينونو شان په Cao Dai کي هم ډير داسي دينونه دي چي د اصلي دين سره په مخالفت کي پر مختللي. د دي حرکتونو څخه ډيرو يي خپل بنيادونه په روحي جلسو کي موندلي چي Caodaiists کاودايستانو نوي معلومات ترلاسه کړي، مګر د مقدس TayNinh له خوا ندي تائيد شوي. دغو حرکتونو د اصلي Cao Daiدين په پرتله ډير غړي جذب کړي ندي.

ژباړن سره اړيکی:

موبايل: 0780373010

ايميل: [email protected]

فېسبوک:www.Facebook.com/ziaurhmanziaqarizada

ماخذ:

http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Cao_Dai

[1] هغه چي روحانيون پکي کوشش کوي تر څو د مړو له ارواحو سره رابطه جوړه کړي

[2] مقدس يا (holly see ) د لاتيني ژبي اصطلاح ده چي د ( سپېڅلي څوکي (  په معنا ده، او په روم کي د کاتوليک کلسيا يوه قضايي حوزه ده.

[3] د دوي د عبادت ځايونه

[4] يو مذکر موجود دي

[5] يو مؤنث موجود دي

[6] هغه چي روحانيون پکي کوشش کوي تر څو د مړو له ارواحو سره رابطه جوړه کړي

[7] یو چینايی انقلابي او رهبر

[8] یو فرانسوی شاعر او لیکوال

[9] یو ویتنامی شاعر

[10]یو فرانسوی نظامی رهبر

[11]یو انګلیسی شاعر وه

[12] یو روسی کمونست سیاست مدار وه

[13]د عيسويانو په يو محلي ګروپ کي د استادانو د مشر حيثيت لري

[14]يو کس چي د خداي او د يو شخص تر منځ واسطه وي. او يا تبليغ، دعا او لارښووني کوي

[15] له پاپ څخه ټيټه رتبه چي د پاپ د معاون حيثيت لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *