تاند- د هلمند اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په یوه جنګي سیمه کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو امریکايي پوځیانو له ځای پر ځای کېدو وروسته وسله والو طالبانو له سیمې پښې سپکې کړې.
د هلمند ولایتي چارواکي هم وايي چې تېره شپه د دغه ولایت هوايي ډګر (بُست) ته یو شمېر تازه دمه امریکايي پوځیان رسېدلي دي.
د هلمند د والي ویندوی په بُست هوايي ډګر کې د امریکايي پوځیانو د کوزېدو خبر تایید کړ خو د هغو د شمېر په اړه یې بې خبري څرګنده کړه.
خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې یو شمېر امریکايي پوځیان، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېږي، نن سهار د ګریشک ولسوالۍ په لاره کې څرګند شول او وروسته له دې چې دا پوځیان ولیدل شول، طالبان په سیمه کې بې درکه شول.
کابو درې اوونۍ پخوا د هلمند امنیه قوماندان اقا نور کینتوز ویلي و چې هلمند ته به ژر یو شمېر امریکايی پوځیان ورشي.
په وروستیو ورځو کې طالبانو نهايي هڅه وکړه چې د هلمند مرکز لشکرګاه ښار او شاوخوا سیمې یې ونیسي.
طالبان د هلمند د مرکز لشګرګاه ښار لمنو ته په پرمختګ بریالي شول، یو شمېر ولسوالۍ یې ونیولې او لشکرګاه ښار ته تللې لارې یې بندې کړې.
په هلمند کې امریکايي پوځیان وروسته له دې ځای پر ځای کېږي چې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو مخپټي ځواکونه غالباً پنجابیان یا پاکستاني پوځیان دي. دوی وايي چې دا توپکوال، چې مخونه یې پټ وي، له عامو افغانانو سره نه ږغېږي، له چا ډوډۍ نه غواړي او په پرمختللیو وسلو سمبال دي.