ژباړه: اسدالله نورزى –

د چين په “ان هوى” ولايت کې يوې جوړې د خپل واده اتيايمه کليزه ولمانځله.

سونګ کينګلين، چې ١٠٢ کلنه ده او ميرمن یې سونګ ليشي چې ٩٩ کلنه ده، د خپل واده په اتيمه کليزه کې د ميلمنو په مخکې په ځانګړو کالو کې راڅرګند شول.

سونګ کينګلين وايي هغه وخت چې دوى د لومړي ځل لپاره واده وکړ ١٩٣٦ کال وه. دوى ډير بېوزله ول. د ده په وينا دوى د واده په جشن کې د ميلمنو لپاره يوازې درې پېشقابه ډوډۍ تياره کړې وه.

دوى وايي، تر اوسه يې ګډ ژوند په ډير ښه شان تير کړى او له خپل تير ژونده راضي دي.

دم ګړۍ دوى شپږ اولادونه، پنځه لمسيان او څلور کوړوسيان لري.

One thought on “سل کلنې جوړې د واده اتيايمه کليزه ولمانځله”
  1. ګران ورور نورزی صاحب !
    لږ خو په پښتو کې دا مونث او مذکر نومونه او ضمیرونه مراعاتوه ته دې خبلې دې جملې ته لږځیرشه :سونګ کنګلین چې ۱۰۲ کلنه ده او مېرمن یې چې ۹۹ کلنه ده ….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *