افغان امنیتي ځواکونو د تخار خواجه غار ولسوالي، چې تېره شپه طالبانو نیولې وه، نن بېرته ونیوله.

د خواجه غار ولسوالي د بېرته نیولو په عملیاتو کې لږترلږه ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي. په دې عملیاتو کې یو افغان امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.

طالبانو د تخار ولایت خواجه غار ولسوالي ونیوله

تاند- وسله والو طالبانو نن /دوشنبه/ وویل چې د تخار ولایت یوه ولسوالي یې نیولې ده.

د تخار ولایتي چارواکي تاییدوي چې وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالي نیولې خو د هغې د بېرته ازادولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د تخار د والي ویندوی سنت الله تیمور رسنیو ته وویل، طالبانو تېره شپه د کندوز له ارچي ولسوالي څخه پر خواجه غار بریدونه پیل کړل او په څو ساعتونو کې یې د ولسوالۍ بازار او امنیه قومانداني ونیوله.

ده دغه راز وویل چې حمله کوونکي طالبان د ټانکونو او زغرګاډو په شان په درنو او سپکو وسلو سمبال ول.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې ډلې یې د خواجه غار ټوله ولسوالي نیولې او د دولت امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د تخار ولایتي چارواکو د جګړې په لړ کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو شاهدان وايي چې امنیتي ځواکونه له لږ مقاومته وروسته له ولسوالۍ وتلي دي.

د تخار د والي ویندوی وايي چې امنیتي ځواکونو د خواجه غار د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *