ژباړه: محمد اکبر حقمل
د هغه کار په اړیکو کې کوم، چې تر سره کوئ ستاسو نني ارزښتونه کوم دي؟ آیا په ریښتينولي، جدي کار کولو، اعتماد قبلونې، غوره توب، ښې لاسته راوړنې، لوړ التولو او له نورو سره په مثبت همکارۍ باور لرئ؟ هغه څوک کوم، چې له همدې ارزښتونو ژوند کوي نو د نورو وګړو په پرتله ډېر بریالي کسان وي او همدارنګه په خپل نفس باور یې ډېر زیات وي. ستاسو د کور د وګړو پر وړاندې ارزښتونه کوم دي؟ آیا د مینې لپاره مو پرته کوم له نه او نو څخه، د صبر او حوصلې، ځان تېر راوړنې، سخاوتمندۍ او داسې نورو غوره ځانګړنو څښتن یاست؟ هغه څوک کوم، چې دا ځانګړنې په خپل ژوند کې د نورو خپلو او پردو کسانو پر وړاندې غوره کړي د هغو کسانو په پرتله کوم، چې دا ځانګړنې نه لري یو خوښ او بریالی ژوند به ولري. ستاسو اړیکې په پیسو او مالي بریاوو کې کومې دي؟ آیا په ارزښت، ريښتينولي، جوړښت، لږ لګښت او قناعت، لوړو زده کړو، کیفیت او غوره کار کولو باندې باور لرئ؟ هغه څوک کوم، چې دا ځانګړنې عملي کوي د هغو کسانو په پرتله کوم، چې دا ځانګړنې نه عملي کوي ډېره غوره اقتصادي وضع لري او ډېر ژر دخپلو مالي او اقتصادي موخو ته لار پیدا کوي. هر کله مو، چې خپل باور وپېژندلو نو همغه وخت به په خوښۍ سره په خپل کار غوره پیل وکړئ. کله، چې خپل باورونه وپېژنئ نو همغه وخت به له خپل کار څخه خوند واخلئ. کله، چې خپل باورونه وپېژنئ نو همغه وخت به له خپل ژوند څخه پوره خوند واخلئ. هر کله، چې خپل باورونه ونه پېژنئ نو ژوند به مو بې خونده وي او هېڅ کار به په باوري ډول نشئ ترسره کولای. هڅه وکړئ خپل باور ترلاسه کړئ او په باورونو کې ژوند وکړئ. کله، چې په بارونو کې مو ژوند پیل کړئ، نو لس کلونه به د یو کال په څېر تېرېږي. باور او ډاډ ترلاسه کړئ، له خپل ژوند څخه مو پوره خوند واخلئ او خپله راتلونکې مو په خپل باور جوړه کړئ.