تاند – پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.
دا خبرې د پاکستان د یوه مشهور ګوند متحده قومي مومنټ (اېم کیو اېم) مشر الطاف حسین د یوې ویډیوي وینا له لارې په کراچۍ کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وکړې.
ویل کیږي چې، د الطاف حسین تر مشرۍ لاندې اېم کیو اېم په پاکستان کې میلیونونه پلویان لري چې ډېر یې په مشهور صنعتي ښار کراچۍ کې مېشت دي او له کالونو راهیسې له پاکستان څخه د کراچۍ د خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي.
تېره ورځ د اېم کیو اېم ګوند پلویانو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د دغه ګوند د پلویانو د تښتولو، وهلو، او وژلو او د پاکستاني رسنیو له خوا د دغو پېښو د نه پوښښ پر ضد یوه احتجاجي ناسته کړې وه خو وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې د ګوند مشرغونډې ته وینا وکړه، د غونډې برخه والو د ای آر وای د تلوېزیون په سټېشن حمله وکړه او موټرو ته یې اور ورته کړ. ویل کیږي چې، لاریون والو د سما تلوېزیون یو کمره مین وواژه.
الطاف حسین خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، «پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو ناسور دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره یو عذاب دی. پاکستان د ټولې دنیا له پاره د ترهګرۍ د خپرولو یو مرکز دی.» نوموړي وویل، پاکستان زنده باد نه بلکه پاکستان مرده باد.
د اېم کیو اېم ګوند مشر په خپله وینا کې د پاکستان په پوځ او رینجر ځواکونو لعنت وویل چې د هغه د ګوند غړي تښتوي او وژني.
تر دې مخکې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکیو هم په لسګونو ځلې په خپلو مظاهرو کې د پاکستان پوځ او استخبارات په دې رټلي چې بلوچ مبارزین تښتوي، شکنجه کوي او وژني. د پاکستان پوځ په ۲۰۰۶ کال د بلوچ مبارزینو یو سپین ږیری مشر نواب اکبرخان بګټي په هوایي بمبار کې وواژه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اېم کیو اېم په سلګونو مشران او غړي یې نیولي دي، او د کورنیو چارو وزیر چوډري نثارعلي ویلي دي چې هېواد به یې د الطاف حسین د وینا له امله برتانیا ته شکایت وکړي.
اخوا، په کراچۍ کې د جماعت اسلامي ګوند پلویانو ویلي دي چې نن مازدیګر به د پاکستان د قایداعظم محمد علي جناح په قبر د پاکستان په درناوي او د الطاف حسین د وینا د غندلو له پاره غونډه وکړي. جماعت اسلامي او د پاکستان یو شمېر نور اسلامي ګوندونه په افغانستان، هند او بنګله دېش کې د دغو هېوادونو د اوسېدونکیو پر ضد جنګ ته جهاد وایي خو د پاکستان ساتنه خپله وجیبه ګڼي.
رښتیا چې پاکستان د ټولې دنیا لپاره يو ناسوردی .پاکستان وافعا چې دټولې دنیا لپاره یو عذاب دی.او په رښتیاچې پاکستان د ټولې دنیا لپاره د ترهګرۍ دجپرولو مرکز دي .
رښتیا چې پاکستان د ټولې دنیا لپاره يو ناسوردی .پاکستان واقعا چې دټولې دنیا لپاره یو عذاب دی.او په رښتیاچې پاکستان د ټولې دنیا لپاره د ترهګرۍ دخپرولو مرکز دي .
ده الطاف حسين ګوند دوهم سکرتر ستارفاروق يي هم نامعلوم ځاى ته وړى ده تاند
تاسى دى خبرياست ،
غلام ستار فاروق يي وونيولو
پنجاب د ټولې نړۍ لپاره یو عذاب، ناسور او د ترهګرو مرکز دی. د محکوم بلوچستان او محکومې پښتونخوا او د محکوم کشمیر چې د پنجابیانو له خوا اشغال شوی دی هم ښه ورځ نه لری . کرار کرار د پنجاب او د هغوی د مستعمرو ترمنځ اختلاف اوج ته رسیږی او د دې مردار ، حرامی ، د نړې پرمخ د دې بیوخته پیداشوی مصنوعی هیواد د تجزیه کیدو او ورکیدو وخت راغلی دی خو یو منظم او د مستعمرو ترمنځ د یو هم غږي قیام ته ضرورت شته.
افرین
ILTAF is right……………………………..there is no doubt in his speaking.
PAKISTAN IS THE FACTORY OF TERRORESM
HE IS RIGHT
PAKISTAN IS THE FACTORY OF TERRORESM