جنرال مراد علي مراد

تاند- د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي چې د کوټې شورا په کندوز کې خپلو قوماندانانو ته د شاتګ امر کړی دی.

مراد علي مراد، چې په کندوز کې د افغان امنیتي ځواکونو قومانده په غاړه لري، نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل«په کندوز کې د طالبانو د قوماندان ملا سلام ثبت شوی ږغ لرو چې د کوټې شورا ته وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې مقاومت نه شي کولی او اجازه دې ورکړای شي چې خپل کسان د جګړې له میدانه شاته کړي.»

جنرال مراد همداراز وویل، په کندوز ولایت کې طالبانو ته د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې درنې مرګ ژوبلې اوښتي او یو شمېر کسان یې د جګړې له میدانه تښتېدلي دي.»

ده په عین حال کې ومنله چې طالبان په کندوز ولایت کې حضور لري.

مراد ونه ویل چې کومې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

ړعقشیطالبانو په وروستیو کې په کندوز ولایت کې چټک پرمختګونه وکړل، د څو ساعتونو لپاره یې د خان اباد ولسوالي ونیوله، دفترونه یې وروسوځول او د امنیتي ځواکونو په وړاندې یې له لږ مقاومته وروسته ولسوالي پرېښوده.

دوی د کندوز ښار په شمال کې د الچین سیمه ونیوله، له ۴ ولسوالیو او شېرخان بندر سره د کندوز ښار په یوازینۍ ارتباطي لار کې یې د الچین تاریخي او ستراتیژیک پُل ونړاوه.

شاهدان وايي چې طالبان د قلعه زال، چهاردرې، امام صاحب، علي اباد، او ارچي ولسوالیو په ډېرو برخو کې فعال حضور لري او لا هم خلک ډاډ نه شي لرلی چې کندوز ښار ته له شاوخوا ولسوالیو څخه د طالبانو تهدید پای ته رسېدلی دی.

2 thoughts on “جنرال مراد: د کندوز طالبانو د کوټې له شوا د شاتګ اجازه غوښتې”
  1. حقایق به وایو ! مراد صیب ته دکابله په طیاره کی دجنګ میدان ته ځی قوتونه مو په قیر سرک هری خواته تللی شی ټانک توپ طیاره منظم تشکیل لری برعکس محالفین دډیرو مشکلاتو سره سره په تا دکور دننه حمله کویډیر شرم ندی ؟ تاسو ولی ددوی اکمالاتی لاری نه کشفوی او ولی یو ځه پر مختګ وکړی بیرته په شا شی ؟ مکمله تصفیه دمحالیفینو ولی نه کوی ؟چه دغه مظلوم اولس په ارامه سا وباسی یوهخ دوی هفتی چنګ ارام بیا له سره اوازی شی چه کندوز سقوط کیږی هلمند سقوط کیږی دا ځلی ټیګه مله وتړی او ټینګ عزم وکړی تر څو نا بود نه وی پر مح تګ ته دوام ورکړی او موقع مه ورکوی بیا ځانونه تجهیز کړی .

  2. رښتیا ،ولې طالبان په دې نشتو امکاناتو او ګوډاومات پرسونل ددولت ټول مسلح ځواکونه چې په څنګ کې یې امریکایی سرتېري له ګڼشمېر نورو ځوانون سره نه شۍ کولای چې اقلا په یوه ولایت ،ولسوالی او حتي یوه کلي کې ډاډمن اودایمي امنیت رامنځته کړئ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *