تاند- د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۱۵۰ تنه غیرقاني پاکستانیان نیولي او پاکستان ته لېږلي دي.

د کندهار د والي ویندوی ضیا دراني نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، دا کسان د وېزې او پاسپورت د نه لرلو په علت نیول شوي او هڅه روانه ده چې نور هغه کسان هم ونیول شي چې قانوني اسناد نه لري.

د کندهار ولایتي چارواکو تر دې مخکې په خپل ولایت کې پر پاکستاني روپیو راکړه ورکړه منع اعلان کړه.

پاکستان له ۲ کلونو راهیسي په خپله خاوره کې د افغانانو نیونو ته دوام ورکوي خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په یوه ولایت کې د پاکستاني اتباعو خلاف اقدام کېږي.

په وروستیو څو اوونیو کې پاکستان په لسګونو زره افغانان نیولي او افغانستان ته په زوره راستولي دي.

ګومان کېږي چې د کندهار د ولایتي چارواکو دا اقدام به د دې سبب شي چې پاکستان په خپله خاوره کې پر افغان کډوالو فشار نور هم زیات کړي.

ویل کېږي چې لا هم په پاکستان کې نژدې ۳ ملیونه افغان کډوال (د اسنادو لرونکي او بې اسناده) دېره دي.

په همدې حال کې پاکستان لا هم د سپین بولدک – چمن لار نه ده پرانستې. پاکستان دا لار ۶ ورځې مخکې په داسي حال کې بنده کړه چې دغه هیواد ته د افغانستان د مېوو د صادراتو د اوج وخت و.

افغان سوداګر وايي چې ډېرې مېوې یې خوسا شوي او د ملیونونو ډالرو تاوان وراوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *