ده کيسه کوله د ايمل پسرلي د لنډو کيسو اتمه مجموغه ده چې په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي خپور کړى دى.
په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځى وايي چې د ايمل پسرلي د لنډو کيسو نوې مجموعه يې خپره کړې ده.
ده کيسه کوله د ايمل پسرلي د لنډ کيسو اتمه ټولگه ده چې د ليکوال ٢٢ کيسې پکې خپرې شوې دي.
تېر کال د ” تللې نجلۍ ” په نامه د ايمل پسرلي د لنډو کيسو اوومه ټولگه خپره شوې وه.
اکسوس کتابپلورنځي په دې وروستيو کې گڼ شمېر کتابونه خپاره کړي دي.
«ده کيسه کوله» د اکسوس کتابپلورنځي له خوا د چاپ شويو کتابونو پنځوسم اثر دى.
اکسوس کتابپلورنځى په کابل کې مينه والو ته کتابونه د يوه واړه لگښت په بدل کې تر کور او دفتره هم رسوي.
كتاب: ده کیسه کوله
ليکوال: ایمل پسرلی
بيه: ۶۰ افغانۍ
رسونه:په كابل كې تر كور او كار ځايه ۳۰ افغانۍ
پته:
_دهبوريو پارك جنوبي دروازې ته مخامخ
٠٢٠٢٥٠٤٦٥٢
٠٧٩۸۹۸۹۶۹۶