ختیځ ادبي بهیر خپله پرلپسې ۲۱۹ مه اونېزه ناسته د روان کال د زمري د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د مثبت بدلون ټولنې په انګړ کې ترسره کړه .
دغه ناسته چې سهار شاوخوا ۹ بجې قاري عبدالجلیل د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کړه ،دوه برخې یې لرلې چې لومړۍ برخه یې په ګزارش د خبرو او په شعر د کره کتنې لپاره او دوهمه برخه یې یوې ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، ددې ناستې مشر انعام الله منت بار، کوربه یې خیبر روښان او د دریځ چارې یې مرسلین متینزي سمبالولی.
د ناستې د لومړۍ برخې په پېل کې د تېرې اونۍ ګزارش طارق تسل ولوستلو،په ګزارش خبرې دوست محمد دوست پېل کړې، هغه د ګزارش د ستاینې تر څنګ د ګزارش لنډوالی هم خوښ کړ خو یادونه یې وکړه ، که په تېره ناسته کې د اباسین بهیر د روسیې د سفر عټ ټکي راخیستل شوی وی نو خوند به یې نور هم اضافه شوی و، خیبر روښان یادونه وکړه که ریکارډر موجود وي نو د ګزارش لیکلو په وخت کې به ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي همدارنګه انعام الله منت بار هم د ګزارش لنډوالی ښه یاد کړ خو یادونه یې وکړه که د کرکتنې په برخه کې دا ونه ویل شي چې د ((ژمنې سره سم)) نو نور به هم ګزارش ښه شي خو میوند درځار په ټوله کې دا خبره ښه ونه ګڼله چې په ګزارش دی نیوکه وشي خو دلیل دي ونه ویل شي ، هغه زیاته کړه که په ګزارش نیوکه کوو نو باید د همغې برخې لپاره هم بدیل او هم یې د نیوکې دلیل ولیکل شي، په ګزارش د خبرو په پای کې شفیع الله مصور، ظاهر عادل او حامد غورځنګ هم یو په بل پسې د ګزارش ستاینه وکړه.
په ګزارش د خبرو وروسته وار د خپلواک شیرزاد په غزل د کرکتنې لپاره ورسېد هغه خپل لاندې لیکلی غزل د ناستې ګډونوالو ته واورولو
ته لکه د کاڼي کلک او زه اوبه – پرېده لږ مې پرېده چې شم ښه اوبه
تا چې اوښکې پاکې کړې حیران شومه – څرنګه راووتې له غره اوبه
دومره مې بېګاه ورته ژړلي دي – لاس کې مې تصویر شولو اوبه اوبه
وه چې شي باران سمندرونه شي – څه به کوي پاس د بارانه اوبه
تا چې تیارې پورته له سپوږمۍ نه کړې—وسومه لمبه شومه او زړه اوبه
راشه ځنکدن یې دی او مري خپلواک – ته یې ورته ته د ژوندانه اوبه
د پورته غزل د مطلع په اړه حامد غورځنګ وویل : د الفاظو تر منځ د تړاو خبره ورکه ده او مفهوم هم ګونګ دی چې دوست محمد دوست ددې خبرې د تاییدولو سربېره د مطلع اوریدل خوندور یاد کړل ، همدارنګه شفیع الله مصور د مطلع مجازي اړخ داسې تشریح کړ چې کاڼی د کلکوالي په مانا او اوبه د نرموالي په مانا راغلي دي چې اکثرو ملګرو دا خبره خوښه کړه خو انعام الله منت بار بیا د مطلع د دوهم نیم بیتي لپاره داسي وویل ((زه دی کړم اوبو غوندې اوبه اوبه )) خو ګډونوال ورسره موافق نه و.
د غزل په لومړي بېت کې د ناسمې تشبېې کارولو ته دوست محمد دوست ګوتنېونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا یوه طبعي موضوع ده چې د غرونو نه اوبه راوځي او په بېت کې دا مسله د حیرانتیا په بڼه راغلې ده چې دا د بېت حقیقت د سوال سره مخ کوي همدارنګه د دوست د خبرو په تایید شفیع الله مصور زیاته کړه چې د شاعر د اظهار تومنه کمه ده ، ابهام پرې غالب دی نو ځکه ترې موضوع ګونګه پاتې شوې ده.
د غزل دوهم بېت بیا د ناستې ټولو ګډونوالو خوښ کړ او دوست محمد دوست یې په اړه دا هم زیاته کړه چې په بېت کې راغلې تشبېې نوې نه ده خو د تصویر لمدوالي ته یې له یوې نوې زاویې نه کتلي دي .
وار د غزل درېم بېت اورولو ته ورسېد چې ضیاالدین همت مل یې په اړه وویل : شیرزاد په دوهم نیم بیتي کې د بارانه د اوبو په اسمان کې د پاتې کېدلو د ولي پوښتنه کول ، یو قصدي او د کوم بل شاعر نه د تاثر کار وباله چې اکثرو ګډونوالو د سر په خوځولو سره دا خبره تایید کړه
همدارنګه د غزل څلورم بېت د ناستې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېد او ضمیر احمدي یې د روانۍ ستاینه هم وکړه.
د غزل په مقطع کې د (او) کلمه د انعام الله منت بار خوښه نه شوه ، هغه زیاته کړه چې د (او) کلمه د بېت رواني ماتوي او هم یې راوړل ځکه نه دي مناسب چې د چا چې ځنکدن راشي هغه هسې هم مري ، منت بار د بېت لپاره داسې بدیل وړاندې کړ
راشه ځنکدن یې دی چې مري خپلواک – ته یې ورته ته د ژوندانه اوبه
خو ګډونوالو ورسره همغږي نه لره
د کرکتنې وروسته خپلواک شېرزاد له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې دده په شعر یې خپل رغنده نظرونه شریک کړل، او زیاته یې کړه چې غزل یې دومره دی، دا یواځې او یواځې د ختیځ ادبي بهیر به غونډو کې د ګډون کولو برکت دی
د ناستې دوهمه برخه ازاده مشاعره وه چې لاندې شاعرانو په کې خپل شعرونه او انتخابونه واورول
حامد غورځنګ ، شفیع الله مصور، خپلواک شیرزاد ، ظاهر عادل ، دوست محمد دوست، بصیر تلاش، خیبر روښان ، انعام الله منت بار، طارق تسل، میوند درځار، ضمیر احمدي ، وفیع الله وفا او جاوید دلدار
د مشاعرې وروسته د ناستې مشر انعام الله منت بارته د ناستې د ارزونې لپاره بلنه ورکړل شوه ، هغه په ټوله کې ناسته ښه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د ګډونوالو شعرونو یې ادبي تنده ماته کړه، ګزارش ډېر ښه لیکل شوی و ، د کرکتنې برخه یې هم له خونده ډکه وبلله
په پای کې د راتلونکې اونۍ لپاره پریکړه وشوه چې استاد نعمان دوست به خپل برابر کړی لکچر د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کوي ، شاوخوا ۱۲ د غرمې بجې یاده ناسته پای ته ورسېده