د ملي یوالي د حکومت له پیله، که دغه حکومت پراخې لاسته راوړنې لري؛ خو له بده مرغه ځینې ستونزې نه یوازې پر ځای پاتې دي؛ بلکې په پراخ توپير ورته د زیاتېدو هڅه کېږي.

د هېواد جنوب، شمال او په ځانګړي ډول هلمند، کندوز، ننګرهار، لغمان، بغلان او ورته نورې هغه سیمې دي چې د ملي یوالي د حکومت له جوړېدو را په دې خوا د پخوا په پرتله د نا امنۍ په لویه لمبه کې د سوځېدو په حال کې دي؛ که څه هم د هېواد جنوب او یو شمېر نور ولایتونه د ولسمشر کرزي د واک په دوره کې هم سوځېدل؛ خو دا وروستی احاطه شوی اور، له کومې ورځې چې تازه کړ شوی، لا پسې تازه کېږي.

لاندې عوامل شته چې د اور خس او خشاک کېدای شي، چې ځینې یې په لوی لاس د لمبه کولو په لټه کې وي او ورته لمن وهي.

د بهرنیانو شتون


په افغانستان کې تجربه شوې ده چې د بهرنیانو په هر نیت دخالت او شتون، نه یوازې د ستونزو د پیدا کېدو؛ بلکې د هغو د خپلې ناکامۍ سبب ګرځېدلی دی. د هند په شان د دوستو هېوادونو بې سارې مرستې، د امریکا پراخ حضور او په ټوله کې د نړۍ او سیمې د هېوادونو د مرستې هضم د فقرې له هډونو سره د کبانو خوړل دي.

د اسلامي امارات د ریژیم له نسکورېدو وروسته، د امریکا د خړ پوز موجودیت که د هر افغان نفرت ور پیاوړی کړی و؛ خو د ډالري باران په راورېدو او د بې حسابه مرستو په کېدو یو شمېر ټنډ شوي ورته خوښ ول او ان تر دې چې د هغوی په اشاره یې د هرې ډلې پلوي او ملاتړ وکړ چې د خپلو افغان ورڼو تر منځ یې د امریکا پر ځای؛ په خپلو کې نفرتونه او تفرقې پېدا کړې، ورسره دښمنو ګاونډیانو ترې نه تصورکېدونکې ګټه پورته کړه.

هند چې د پاکستان له زېږېدو تر ننه سر سخت دښمن دی، له افغانستان سره په همکاریو یې د حریف پاکستان سترګې وځي؛ چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په دې بهانه د جنګ تخم پاشي.

وسله وال طالبان، داعش، لشکر طیبه، حقاني شبکه او نور هغه څه دي چې په افغانستان کې یې تر زهرو کم حاصل نه دی ور کړی د تور پاکستان تور زړې زېږنده ده چې د اسلام په جامه کې یې اسلام، افغاني فرهنګ، عنانې او ریواجونو ته بې کچې زیان رسولی او پالونکي یې نړیوال ترهګر پېژندلي دي.

د ولسمشر غني واک ته رسېدل

مخکې مو د پاکستان په پېژند یو څه خبرې وکړې چې پایله یې د ځان د بقا لپاره د ګاونډیانو نا ارامه کول او نا امنه کول دي چې ایران هم ورته اهداف لري.

دې دواړو ته ورته ځینې په هېواد کې داخلو او له هېواده بهر کړیو هغه مهال چې ډاکټر اشرف غني د ولسمشرۍ لپاره نوماند و، د نړیوالو او هېوادوالو په قول د نړۍ دوهم مفکر، د نړېوالو څېرو د استاد، اقتصاد پوه او د یو ښه لیټر لقبونه ورکول کېدل، واک ته د رسېدو پر وخت یې وېره درلوده چې د دوی جرړې به وباسي. د تمې او توقوع په کچه څه، چې ان په څو برابره یې خپل پلانونه تغیر او ځانګړي تجهیزات یې زیات کړل.

له یوې خوا د دښمن پیاوړي کېدل او لاس په ماشه کېښناستل او له بلې خوا د حکومت په راس کې د دوو ضدینو موجودیت، دښمن ته دا ښه فرصت په لاس ور کړی چې څه یې زړه غواړي، فکر کوي چې په اسانۍ سره یې کولای شي.

د ملی یوالي د حکومت جوړښت

د عبدالکریم خرم په خبره چې د ملي یوالي د حکومت طرحه ان د بن د لومړي کنفرانس نه را په دې خوا موجوده وه.
د تېرو ولسمشریزه ټاکنو په وروستیو پایلو کې بهرنیان په دې وتوانېدل چې د ملي یوالي حکومت په نامه د اجرائیه ریاست تر نامه لاندې له ولسمشر سره په واک او چارو کې شریک پیدا کړي.

کله چې ولسمشریزه ټاکنې تر سره شوې، ډاکټر عبدالله عبدالله یې په لومړۍ ورځ په څلورو بجو پوه شو چې ټاکنې یې بایللي دي؛ نو یې د تقلب د موجودیت خبره وکړه او زیاته یې کړه چې باید رایې له سره وکتل شي، همداسې وشول د تقلبي رایو له قرنتین کولو وروسته ولسمشر ۵۶ سلنه رایه تر لاسه کړه او ولسمشر وپېژندل شو؛ خو له بده مرغه د ملي یوالي حکومت په نامه پلان شوې پروژه پلي شوه.

د ملي ځواکونو د مشرانو کمښت چې د ځواک په روحیه فوق العاده منفي اغیز ښیندي، د ملي امنیت د مشرتابه په موجودیت کې ستونزې، د پنځوس/ پنځوس سلنه د حکومت د واک د وېش ګونګسې، په ولایتونو او ریاستونو بحثونه او نانندرۍ ټول هغه څه ول چې د اوس بل شوي اور لپاره یې د دښمن په مټو کې زور پیدا کړ.

د اجرائیه ریاست د دوام هڅه

دا چې تېر ته په کتو د اجرائیه په نامه ریاست د حکومت په پایله کې مثبت نه بلکې منفي تاثیرات خورا ډېر درلودل، د بهرنیانو طرحه یې ناکامه کړه، که هغوی ښه نیت درلود؛ هسې یې هم ښه تر لاسه نه کړای شول او که بد و، پرته له دې چې افغانانو ته یې زیان واړاوه؛ فکر نه کوم چې د میدان له ګرم ساتلو یې بل ستر امتیاز تر لاسه کړی وي؛ نو ښه خو دا ده چې ناکامي و مني.

سیمیز زورواکي


دا اوس چې په کومو سیمو کې وسله وال ونډه لري، د هغو چارواکو او زورواکو د پراخ لاس لرل پکې پټېدای نه شي چې خپل موقفونه، په ولس کې د ځان ښودنې لاسته راغلی دود او همدا راز له بهره ورته را روانې مرستې له لاسه ور نه کړي د هغوی په خوښه د جګړې د ګرمښت لپاره خپله ونډه ازمايي او روزونکي کسان ور استوي.

داسې نه ده چې په هلمند، کندوز، د ننګرهار په ځینو نا امنه سیمو کې روانه جګړه دې یوازې هغه پاکستان الصله طالبان وي؛ بلکې له داخلي زورواکانو پکې پراخ ملاتړ وجود لري.

منفي تبلیغات


جګړه ممکن هغومره ګرمه نه وي او نه د دولت مخالف وسله وال دومره په زور کې دي چې د افغان ځواکونو په موجودیت کې دوی هر څه غواړي؛ تر لاسه یې کړي؛ بلکې منفي تبلیغات د افغان ځواکونو مورالونه کمزوري کوي او همدا راز په حکومت کې د بې باروۍ د فضا رامنځته کېدو ته زمینه برابروي.

دغه تبلیغاتي بهیر چې په بېلابېل ډول د بېلابېلو کړیو له خوا تر سره کېږي او حتی ځینې سپین سترګي شناندي هم په حکومت پرته له نیوکو او منفي ګرایئ نور څه نه کوي، د حکومت د لاسته راوړنو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

نامسلکيتوب


د ملي پولیسو او ملي اردو په لیکو کې د سر ځینې کسان داسې دي چې له جنګ جګړو سره یې دومره وخت نه دی تېر کړی، د لوبې په شکل کله یو او کله بل لوري ته سوق کېږي؛ خو هغه کسان چې د جنګ په تکتیک او مسلکیتوب کې مهارت لري، د روابطو په اساس جنګ ته نه استول کېږي.

اوس که خبره د دوست کوو، موږ په دوستۍ کې نړۍ ته مالوم یو، دوست ته د دوست په سترګه ګورو او ان د سر په بیه ترې ساتنه هم کوو؛ خو د دوست په جامه کې دښمن رانه ځان نه شي پټولای، په یاد دې ولري، هر کله که یې څېره برملا شوه، تر دې به ډېر وسوځېږي.

شومپرستي او شر پرستي دې غوږنه خلاص ولري؛ تر څو چې دلته جګړه روانه وي، هلته به د هغوی خوب تښتېدلی وي. د یوه متفکر په شان فکر به یو وخت د نورو له لمسول شوو خلاص شي او بیا به د دوی د توقوع په څو برابره زیاته بدله ور کړي.

د اجرائیه چارو رییس به په خپله خوښه استعفا ور کړي او که نه هسې هم د هغوی د پروژې دوره پای ته رسېدلې ده، ملي یوالی به په رښتینې مانا ټینګ شي.

خو که د زورواکانو زور اوبه شي، د منفي ګرایه تبلغیانو ته الهی هدایت او یا د خولې بندولو ململ ور ورسېږي، مسلکیتوب رامنځته شي او خیالي پوځ نور له منځه ولاړ شي لرې نه ده چې نه یوازې په هلمند، کندوز، ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو کې به امنیت بر قرار شي؛ کېدای شي ټول هېواد په سوله او امنیت کې ښکېل او شته اورونه مړه شي؛ بې ځایه تورونه به پای ته ورسېږي او د ملي یوالي حکومت به له دې وروسته په دې تور چې دوه سری دی نه یادېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *