تاند- د فضايي چارو متخصصان وايي، داسي ښکاري چې زموږ له شمسي نظام دباندې د ژوند کولو وړ کُره یا نړۍ به زموږ په ګاونډ کې وي.
ساینسپوهان وايي چې د نژدې ستوري پراکسیما سینتاوري (Proxima Centauri) په اړه د دوی څېړنې ښيي چې د مځکې هومره کُره لري چې په مدار کې یې ګرځي.
د دوی په وینا دا ډبرینه کُره په داسي ځای کې حرکت کوي چې پر سطحه یې د اوبو امکان شته.
ساینسپوهانو پراکسیما د مځکې په څو قدمي کې بللی خو خبر یاست چې زموږ له خاورینې کُرې څومره لېري ده؟
۴۰ تریلیون کیلومتره لېري او که له اوسنیو ستوربېړیو کار واخیستل شي چې هلته لاړې شي زرګونو کلونو ته اړتیا ده چې ورورسېږي.