د حکومت مشرانو د اسلامي ګوند پلاوي ته په کمه سترګه وکتل او د سولې د بهیر پر مخ یې کلکه څپېړه ووهله.
هغه ددې لپاره چې دوی په خپل منځ کې په لانجو او د واک په وېش بوخت دي، نو ځکه يې د سولې بهیر له پامه غورځولی دی.
تاریخ په ډاګه کړې، هر هغه حکومت چې د خپلې راتلونکې د پایښت او په هېواد کې د سولې او ټیکاو راتلو لپاره دا ډول فُرصتونه د لاسه ورکړي دي، ښه ورځ یې نه ده لیدلې.
که افغان حکومت داسې انګېرې، چې زه به د زور او پوځي عملیاتو او نورو لارو، په هېواد کې د نظام پر وړاندې جګړه کوونکي جنګیالي او ترهګرې ډلې د سولې مېز ته حاضرې کړم؛ خو زه ورته دا ډاډ ورکوم، چې دا کار په هېڅ ډول شونی نه دی.
ددې لپاره چې له ملکي برخې نیولې تر پوځي او اقتصادي برخو پورې، د دې ټولو لګښتونه ستا لوېدیځ ملګري درکوي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې امریکا د خپلو ګټو لپاره، له نورو هېوادونو سره یوځای، سازمان شوې جګړې مخ ته وړي، نو افغان حکومت به څه ډول وکولای شي، چې د خپل نظام یوه مخالفه ډله، چې په هېواد کې لکه د طالبانو، داعش، حقاني، القاعدې او نورو ډلو په څېر جګړه ییزه ټلواله هم هغومره پیاوړې نده، د سولې د خبرو مېزته راوکاږي؟
له دې ټولو بهرنیو خنډونو سره سره، په دننه نظام کې یو شمېر ځانګړې کړۍ چې له حکمتیار سره یې د جهاد له دورې سیاسي اختلافونو لرل، هغوی هم کابل ته د ښاغلي حکمتیار له راتلو وېره لري.
ځکه دوی پوهېږي که حکمتیار د افغانستان په سیاسي نظام کې راڅرګند شو، هغه به په هېواد کې د یوې سیاسي او نفوذ لرونکې څېرې په توګه، د حکومت ملا وتړي او هغه کسان چې حکومت ته سر خوږی دي او د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي، د مهال په تېرېدو سره، څنډې ته کېږي.
که څه هم د حکمتیار په مشرۍ اسلام ګوند د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال، درې ځلې له حکومت سره د روغې جوړې ټټر وواهه؛ خو هغوی دې بهیر او د ښاغلي حکمتیار په وړاندیز غوږ هم ونه ګراوه.
افغان ولس چې کلونه کېږي، د سولې تږی دی او دایې ستره هیله ده چې په هېواد کې نسبي سوله راشي؛ او د حکمتیار راتلو به د هېواد والو دغه هیله تر یوې کچې بشپړه کړې وای او په هېواد کې به يې د لږ امنیت د ټینګېدو ترڅنګ، نورې وسله والې مخالفې ډلې دې ته هڅولې وای، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.