تاند- د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف ژمنه وکړه چې په کابل کې پر افغان امریکايي پوهنتون د حملې په اړه د شواهدو له څېړلو وروسته به د تروریستانو خلاف به اقدام وکړي.
د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان امریکايي پوهنتون تروریستي برید په پاکستان کې تنظیم او له هماغه ځایه کنټرولېده.
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا نن /ينجشنبه/ فوق العاده غونډه وکړه او په لړ کې یې د ملي امنیت د ریاست هغه اسناد وړاندې او وڅېړل شول چې پر اساس یې دا برید له ډیورنده پوري خوا ته تنظیم شوی او هدایت شوی دی.
د وروستیو معلوماتو پر اساس په دې برید کې، چې تېره شپه ۷ بجې بیل شو او ۱۰ ساعته یې دوام وکړ، ۷ محصلان، یو استاد، دوه ساتونکي، او ۳ پولیس شهیدان شوي، ۳۶ محصلان او ۹ پولیس ټپیان شوي دي.
د اسنادو له څېړولو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته ټېلفون وکړ او په دې موضوع یې ورسره خبرې وکړې او د تروریستانو پر ضد یې د پاکستان د فوري او جدي اقدام غوښتنه وکړه.
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف ژمنه وکړه چې د دې موضوع په اړه له غور او څېړنې وروسته به د اقداماتو په اړه د افغانستان حکومت ته معلومات ورکړي.
پاکستان خوړاخوږي څرګنده کړه
له راحیل شریف سره د افغانستان د ولسمشر تر خبرو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د کابل د امریکايي پوهنتون تروریستي حمله په کلکه غندي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي«موږ د افغانستان له حکومت، ولس او د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره د زړه له کومي خواخوږي حرګندوو. همداراز د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو دعا کوو.»