پرون/ چهار شنبه/ د وږي د میاشتي په دریمه د قزاقستان په مرکز الماتي ښار کې د افغانستان د سوداګرۍ ټولنه رسماً په کابل کې پرانېستل شوه.

په دغه پرانېست غونډه کې د خصوصي سکتور د غړو تر څنګ جلالتمآب احمد ضیا مسعود د ولسمشر ځانګړي استازۍ د ښه حکومتولی او اصلاحاتو په برخه کې، ښاغلي الحاج خانجان الکوزی د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي لومړی مرستیال، عتیق الله نصرت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مشر، ښاغلي محمد قربان حقجو د افغانستان د سوداګرۍ  او صنایعو وزارت د سوداګرۍ معین،  ښاغلی انجنیر مجیب الله بخشی په الماتي ښار کې د افغانستان د سوداګرۍ د ټولنې  بنسټ ایښودنکی، یونس یارګلوف په کابل کې د قزاقستان د جمهوریت شارژدافیر، ښاغلي الحاج باز محمد افسرزي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیال، الحاج سعد الله حقیار د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دارالانشاء مشر، الحاج محمد داود یوسفزی د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی او د رسنیو استازو ګډون درلود.

په پېل کې ښاغلي انجنیر مجیب الله بخشی د ښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو د تجارتي او ترانزیتي اړېکو پر اهمیت خبري وکړې او زیاته کړه، چې د ورېښمو د لارې په پرانېستېدو سره  به زموږ تجارتي او ترانزیتي ستونزي حل شي.

جلالتمآب احمد ضیا مسعود د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړېکو پر پياوړتیا تاکید وکړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د زراعت وزارت له مقاماتو وغوښتل، چې د قزاقستان سره خپل سوداګریزي اړیکې په تېره بیا د غنمو او اوړو د وارداتو او د ځینو تازه میوو او سبزیجاتو د صادرلو په برخو کې پراخې  کړي.

ښاغلي الحاج خانجان الکوزی د یادې ټولنې پرانېستل د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره مهم وباله او زیاته کړه، چې د لاجوردو د اوسپنۍ د پټلۍ په پرانېستلو سره به افغانستان له احتیاجاتو څخه خلاصه او له منځني اسیا په تېره بیا د قزاقستان هېواد سره به زموږ سوداګریزې اړیکي نور هم پراخه شي.

ښاغلي محمد قربان حقجو په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو د تشریح تر څنګ وویل: ( دواړه، افغانستان او قزاقستان هېوادونه د مهمو نړیوالو سوداګریزو سازمانو لکه ایکو او د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لري،  موږ ددغو سازمانونو د امتیازاتو څخه په ګټه اخېستنې سره، کولای شو، چې خپل سوداګریزې اړېکې لا پراخې کړو.)

یونس یارګلوف د قزاقستان د سفارت د راتلوونکو پلانونو او فعالیتونو د توضیح تر څنګ وویل: ( موږ په قزاقستان کې داسې سیمې لرو، چې کال دولس میاشتې په کې هیڅ تازه میوه او سبزیجات نه تولیديږي، له نیکه مرغه افغانستان ښه زراعتي محصولات لکه مڼه، انګور، خټکې او نور لري، په دغه برخو کې موږ افغانستان لپاره ښه مارکيټ کېدای شو او په مقابل کې موږ افغانستان ته په ښه کیفیت غنم، اوړه او نور غذایی مواد صادرولای شو.)

په پای کې عتیق الله نصرت د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د سوداګرۍ ټولنې مشر ته ددې ټولنې د رسمې فعالیت د پیل جواز ډالۍ کړ.

صیام الدین پسرلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *