شهید استاد نقیب الله خپلواک

تاند – د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه ځوانو فعالانو له حکومت څخه وغوښتل چې د پروفیسر نقیب احمد خپلواک ځانګړی درناوی دې وکړي.

ارواښاد خپلواک له یو شمېر محصلانو سره یو ځای تېره ورځ په کابل کې د افغانستان په امریکایي پوهنتون د ترهګرو په برید کې ووژل شو. د افغانستان حکومت نن وویل چې دغه ترهګریز برید په پاکستان کې پلان شوی و.

ویل کیږي چې، استاد نقیب احمد خپلواک د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلی وو، د قران کریم حافظ وو، او د ښوونځي د دورې له بشپړولو څخه وروسته د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې شامل شوی او د لېسانس دوره یې په لومړۍ درجه بشپړه کړې وه. 10527500_836910862986276_1421965142467407689_n

وروسته ارواښاد خپلواک د متحده ایالاتو د مشهور سکالرشېپ فولبرایټ په ترلاسه کولو سره امریکا ته تللی او د ویرجینیا ایالت له اولډ ډومینین پوهنتون څخه یې په مقایسوي سیاست او امنیتي څېړنو کې ماسټري ترلاسه کړې وه.

ویل کيږي چې ارواښاد خپلواک د برتانیا له اکسفورډ پوهنتون څخه د دوکتورا په ترلاسه کولو کار کاوه.

په داسې حال کې چې د پروفیسر نقیب احمد خپلواک او لسګونو محصلانو پرونۍ مرګ ژوبلې ډېر ځوانان نهیلي کړي، ګڼ شمېر ځوانو فعالانو بیا د ټولنیزو رسنیو له لارې له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د نوموړي په نوم دې یو پوهنتون او نورعلمي مرکزونه ونوموي څو د هغه یاد تلپاتې وګرځي.

marasem

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *