تاند- اجراییه ریاست وايي چې عبدالله عبدالله نن /پنجشنبه/ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خورا صمیمي فضا کې خبرې وکړې.
د اجرايي ریاست له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې په مثبته روحیه د هیواد پر مهمو سیاسي پېښو خبرې او د نظر تبادله وشوه.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي«ولسمشر د ملي یووالي د بنسټونو پر ټینګښت او ګډ کار د ټینګار په ترڅ کې د ملي یووالي د حکومت مخته د پرتو ستونزو او فرصتونو په باب خپل نظرونه څرګند او حللارې مطرح کړې.
اجراییه ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله موافقه وکړه چې په راتلونکو اوونیو کې یه په ګډو غونډو کې د سیاسي موافقې په چوکاټ کې د چارو پر ښه پرمخ بېولو د تفاهم لپاره په جدیت او لا تمرکز بحث وکړي.
د روان اګست په یوولسمه اجرايي رييس عبدالله عبدالله، چې ویل کېږي د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور او یو شمېرو نورو جمعیتیانو تر فشار لاندې راغلی و، ځوانانو ته په یوه غونډه کې شکایت وکړ چې ولسمشر د ده لپاره په درو میاشتو کې یو ځل هم د کتنې وخت نه لري.
عبدالله ولسمشر غني ته په اشارې وویل«څوک چې د بحث او د خبرو د اورېدو حوصله نه لري، د ریاست لیاقت نه لري.»
ده د ولسمشر غني له لوري د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د نوي ريیس په توګه د نادر نادي پر ټاکلو اعتراض وکړ، ویې ویل چې نوموړی د ملي یووالي د حکومت د موافقې خلاف ټاکل شوی دی.(تفصیل)
نادر نادري د برهان الدین رباني د زوم، ډاکتر مشاهد حسین ځای ونیوه.
د انتخاباتي نظام اصلاحات، د صدارت د چوکۍ د ایجادولو لپاره د لویې جرګې دایرول او د الیکترونیکي تذکرو وېش د عبدالله عبدالله اصلي غوښتنې بلل شوي دي.
ښاغلي عبدالله له دې کتنې جلا نن د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا په فوق العاده غونډه کې هم حاضر و(عکس).
په دې غونډه کې پر افغان امریکايي پوهنتون د تروریستي برید په اړه خبرې وشوې.