تاند- په هند کې د یوه سړي عکس، چې د خپلې مېرمنې مړی یې ۱۲ کیلومتره پر اوږو وړی و، سخت انتقادونه پارولي دي.
وروسته له دې چې د امانګ مېرمن (دانا ماجي) په روغتون کې مړه شوه، د روغتون مسوولانو امبولانس ورنه کړ چې د هغې مړی تر کلي پوري ورسوي.
خو وروسته له دې چې د دغه سړي عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول، د روغتون پر چارواکو د هندیانو غوسه وپارېده.

دانا ماجي د نري رنځ په ناروغۍ د اوریسا ایالت د باونیپاتنه ښار په یوه روغتون کې مړه شوه.
امانګ ویلي، روغتون د امبولانس له ورکولو انکار وکړ، نو مجبوره شو چې خپله مېرمن په اوږو واخلي او ۱۲ کیلومتره لېري یې تر خپل کلي پوري ورسوي ځکه چې پیسې یې نه لرلې چې موټر کرایه کړي.
له ده سره په ۱۲ کیلومتره لاره کې لور هم پلې روانه وه.