په جرمني کې د تازه څېړنو له مخې، انسان د لومړي ځل لپاره د زکام ویروس له اوښ څخه اخیستي دي.
د اندیپینډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، د جرمني د بون پوهنتون د روغتون څېړونکي وايي، یو له څلورو ویروسونو څخه، چې عموماً په زکام ناروغي کې اغېز لري، ۲۲۹ اي-ایچ سي او وي (HCoV-229E) ویروس دي چې له اوښانو څخه انسان ته انتقال شوی دی.
باور کېږي، لومړنی انسان چې په زکام اخته شوی، دا ویروس یې له اوښه اخیستي و.
د بون پوهنتون د روغتون څېړونکي وايي چې د زکام ویروسو هم د میرس (Mers) د خطرناکو ویروسو په شان له حیوانه انسان ته سرایت کړی دی.
د دې څېړنې د ډلې مشر کریستیان دروستن وايي چې په خپله څېړنه کې یې پر ۱۰۰۰ اوښانو کار کړی دی.
د ده په وینا اکثره ناروغۍ له حیواناتو انسانانو ته راغلي دي.
راتلونکی ۲۰۱۷ م کال به د میرس ناروغۍ د واکسینو کلینیکي ازمېښتونه پیل شي او څېړونکي هیله لري په دې توګه به دا ناروغي له منځه یوسي.