افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدوي. په افغانستان کې تر ټولو زیات کوکنار په هلمند کې کرل کېږي

 [email protected]

په دې ټوله نړۍ پوهیږي چې افغانان په ټوله کې که هیواد کې دننه او که بهر دي د پردیو ګټو لپاره د اور سون توکو په توګه کارول کیږي او په ټوله کې د اسلامي نړۍ حال هم د افغانستان په څیر دی. یوه لیکوال لیکلي وو چې : ((په افغانستان کې یې جهاد وکړ یو ویاړلی ملت یې له پښو وغورځاوه ، په سومالیا کې یې جهاد وکړ ۲۵ کاله یې وجنګول ، په لوږه او فقر یې مبتلا کړل او همدا سږ کال ۲۵ زره ماشومان له لوږې مړه دي. په الجزایر کې یې جهاد وکړ یو میلیون انسانان یې ووژل ، میلیاردونه زیان یې واړاوه. په عراق کې یې جهاد وکړ عراق یې عصرالحجر ته ورساوه خویندې یې وینځې کړې. په سوریه کې یې جهاد وکړ د سوریې لوڼې یې نیلام کړې سلګونه زره انسانان یې ووژل، سوریه یې لوټې لوټې او د نړۍ له سیالۍ وغورځوله. په سوډان کې یې جهاد وکړ؛ تجزیې ، فقر او فلاکت ته یې سیخ کړ. په لیبیا کې یې جهاد وکړ نیم ولس یې وواژه او نیم نور یې کډوالۍ ته اړ کړ او لیبیا یې له سیالۍ وغورځوله. لا هم په افغانستان ، یمن ، عراق ، مصر ، تونس او نورو هیوادونو کې جهاد کوي)). ددې متن لیکوال که څه هم زه یوازې په نوم پیژنم او له دریځ سره یې مخالف هم یم، خو دې لنډ لیکلي متن کې یې د یادو هیوادونو پیښې د یو مستند فلم د سرټکو په څير راخیستي دي.

په افغانستان کې له تیرو نږدې څلورو لسیزو راهیسې نه د اسلام مبارک دي له غمه څوک مړه دي او نه یې د دین لپاره ځانونه په خطر کې اچولي؛ بلکې له تیر جهاد څخه هم په کره ټولو افغانانو او نړۍ ته دا په ثبوت ورسیده چې د پردیو ګټو لپاره افغانستان له سیالۍ راوغورځول شو او د پردیو ګټو لپاره افغانانو د اسلام په نامه شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه او له قربانۍ یې نن جهادي لیډران د فرعون په څير په ماڼیو کې ناست په مزو چړچو لګیا دي. خو د بې وزله افغان شهیدانو د وینې بدله به لوی پاک ذات ورکوي.

له تیرې کابو یوې نیمې لسیزې راهیسې د اسلام دین د ژغورنې په نوم طالبان او نورې مخالفې ډلې په جګړو او ځانمرګو بریدونو او بهرنیان هم د تروریزم له منځه وړلو په نوم پلتۍ وهلي دي. بل لور ته د چین او روسیې مزدورې یو شمیر رسنۍ بیا د اسلام له غمه مړې دي او د پخواني ولسمشر کرزي او هم اوسني نظام کې د پردیو سفارتونو په غوښتنه کټ مټ د پیسو په بدل کې لکه د نځا ګرو ګډیږي او د اسلام او افغانستان ژغورنې په موخه د نظام ضد تبلیغات کوي.

خو د یادو دریو واړو اصلي څیرې ټولو ته ښکاره دي او په یوویشتمه پیړۍ کې لوستی او نالوستی په دې پوهیږي چې درې واړه د خپلو شخصي ګټو لپاره په منډو ترړو لګیا دي او داسې څرګندوي چې ګویا دوي د نړیوالو ، اسلامي او افغانانو له غمه شپه او ورځ خوب او آرام نه لري.

طالبانو د موقتې ادارې پیل راهیسې په هلمند کې کروندګرو ته اعلان کړی ؤ چې د امام اعظم ابوحنیفه (رح) په مذهب ورته په څرګنده دا په ثبوت رسوي چې د کوکنارو کرل په عامه اصطلاح د مور د شیدو په څیر حلال او روا دي او ټولو ته یې امر کړی ؤ چې په خپلو ټولو مځکو کوکنار وکري، چې ځینو هلمندیانو به دا هم ویل چې طالبانو له دې امر سره یو ځای ددې سپارښتنه هم ورته کړې ده چې پر ځمکو سربیره د کورونو په انګړ او بامونو هم کوکنار وکري؛ یعنې په دې کچه یې عام صلاحیت او بشپړه طالبي فتوا ورکړې وه. نو له هماغه وخته راهیسې د کوکنارو کر د طالبانو واکمنۍ کلونو څخه هم زیات شو او بهرنیو ځواکونو د تروریزم پر وړاندې د مبارزې تر څنګ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم هم بل چانس د خپلو عملیاتو او نورو خپلسریو لپاره وموند. خو ددوي له ځمکې او هوا څخه په یادو توکو مبارزه هم په ښکاره ددې لامل شوه چې یاد توکي تر بل هر وخت څو برابره زیات شي او کروندګر یې نوې لارې چارې زده کړي.

د هلمند یو کروندګر راته کیسه کوله چې اوس یې په نوي ډول د کوکنارو کر زده کړی؛ هغه داسې چې په یوې مځکې یوه میاشت په بل پټي دوې یا درې میاشتې وروسته او په بل هم له دویم څخه څه موده وروسته کوکنار کري او چې یو یې د هوايي دوا پاشۍ یا مځکنیو عملیاتو کې خراب شي نو بل پټی یې پاتې وي او تر څو چې د بهرنیو ځواکونو او حکومت عملیاتو تیاری پیل کیږي نو دوي د خپلو کروندو حاصل تر لاسه کړی وي. ددې بزګر په وینا چې اوس یې له بهرنیانو او حکومت څخه لار ورکه کړې ده. هغه دا هم ویل چې د کلي ملا د تریاکو ذکات ټولونې پر مهال ورته داسې په وخت ورځي چې د جومات پنځه وخته لمانځه ته هم په هومره دقت او ټاکلي وخت نه حاضریږي او د خپلې برخې د تول پر مهال د تلې شاهین ته داسې په ځیر ګوري ته وا له زرګر څخه سره زر اخلي.

خو تر ټولو مهمه دا چې د کوکنارو کر کیلې او په ټوله کې د نیش یا کوکنارو حاصل ټولونې پر مهال هم د کورکنارو کر سیمو کې د مخالفینو جګړې زیاتیږي او هم د بهرنیو ځواکونو پام یادو سیمو ته اوړي. چې دا دوه ټکي تر ډیره بریده د پام وړ دي. لکه په پیل کې مې چې یادونه وکړه چې د طالبانو واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کر کچه د اوس په څیر نه وه او د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره نوره هم زیاته شوه؛ نو دلته د هر چا شک په یقین بدلیږي چې نه طالبان د اسلام لپاره جګړې ته زور ورکوي او نه هم بهرنیان له تروریزم او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رښتینی نیت لري. بلکې د طالبانو او بهرنیانو تر منځ د یوې ګډې پټې معاملې بوی له روانې جګړې هر څوک استشماموي.

د کوکنارو پټې معاملې کې پر یادو دوو لوریو سربیره د سیمې هیوادونه او د افغان حکومت له وزیرانو ، د پارلمان وکیلان او تر عادي پولیس او نورو امنیتي مسؤلینو لاس لرل په څرګند ډول ټولو ته په ثبوت رسیدلي دي او د همدې چارواکو په تړاو په تیرو څوارلسو کلونو کې مستند شواهد خپاره شوي دي او دا هم په ثبوت رسیدلی چې په شمال کې د پارلمان وکیلان ، ځايي چارواکي او د پخوانیو چورمارو جنګسالارو ډلو مشران طالبانو سره د پټو معاملو له مخې د جګړو تودیدو ته لار هواروي تر څو دوي ته هم د کوکنارو او هم د کانونو خپلسرو کیندنو او قاچاق ته لار هواره شي، چې له دې لارې یې په تیرې یوې نیمې لسیزې کې پر نورو ناروا لارو سربیره میلیاردونه پیسې تر لاسه کړي او اوس اوس یې په ډیرو پسې په کور دننه او بهر کې د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ او ملکیتونه ثابت شول.

نو په پایله کې دا به دې ټکو ته راورسیږم چې د کوکنارو او په ټوله کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ، د هیواد په شمال او سویل کې د جګړو تودیدل او د بهرنیو ځواکونو ګډون په جګړه کې له یوې پټې معاملې پرده پورته کوي او هغه دا چې له دې جګړې څخه بهرنیان او طالبان د کوکنارو ګټه تر لاسه کوي او ددوي تر څنګ د حکومت سمییز او پارلمان وکیلان هم خپله برخه په کې تر لاسه کوي او د جګړې غځیدل د یادو لوریو په ګټه خو د ځوریدلي ولس او ولسمشر په زیان دی او همدوي په کې د اور سون توکو په توګه کارول کیږي، خو که چیرې ټول کروندګر په جدي ډول ایماني او وجداني دا هوډ وکړي چې د کوکنارو پر ځای غنم وکري نو نه به هیڅکله افغانستان له بهر څخه د اوړو واردولو ته اړ شي او نه به هم دوي د کوکنارو معاملې جګړو له امله کډه کولو ته اړ شي.

One thought on “طالبان اسلام او که تاریاکو ته جنګیږي؟/ برهان پکتین”
  1. طالبان چې په خوله هر څه وايي هغه دې وایی مګر په حقیقت کې
    په افغانستان کې د پښتنو د ځپلو لپاره جنګېږي
    په هلمند کې د تریاکو د کاروباریانو غلامي کوي
    په شمال کې د ټلوالې غلامي کوي په جنوب کې د پاکستان د غلامي کوي
    په ټوله کې دغه مصارف چې ورکول کېږي دا په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د کلیسا لخوا تمویليږي
    ځکه طالب د پښتنو د
    ځپلو
    بی علمه کولو
    د پرمختګ د مخنيوي
    او بی کاره کولو لپاره کار کوي
    چې د څلور واړه د کلیسا اهداف دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *