لیکنه: سعادت حسن منټو  (عکس)

عطاءالله په  زړه بړستنه  کي په ډېري خوارۍ  پر  اړخ واوښت او سترګي یې   ورو  پرانيستې. نن  ډېره اوږده ورځ وه چي هیڅ نه ختمېده یا ښايي د خوني تاثير به و چي ډېره اوږده ښکارېده او  په توربخونه رڼا کي پټه وه. د خوني په بل سر کي یو ډېر غټ بت ښکارېده چي قد یې د خوني تر چت وتلی و، خو عطاءالله  یې يوازي لاندي برخه ليدله چي خورا ډاروونکې برېښېده. ده فکر کاوه چي ښايي دا به د مرګ فرښته وي چي نه غواړي ما ته خپل مخ راښکاره کړي.

عطاءالله  شونډي و ښورولې، ژبه یې د خولې شاته کش کړه او شپېلکۍ یې وکړ، کټ مټ داسي شپېلکی لکه څوک چي  سپی رابولي. له شپېلکي سره سم په خونه کي بې شمېره د سپيو لکياني په ښورېدو سوې،په همدې ښورېدو  ښورېدو کي سره یو ځای او په یوه مرتبانه کي سره راټولي سوې او دا هغه مرتبانه وه چي له  سپرايټ  څخه  ډکه وه.  لکيانو د چا له مرستي پرته په خپله په هوا کي لوبي پيل او سوکه سوکه د ده خوا ته راغلې.  د سپيو لکيو په کوچنۍ مرتبانه کي ټوپونه وهل او هڅه يې کوله چي له مرتباني څخه ووځي.

ناببره د عطاءالله  تر خوله لويه چيغه ووته، پر زړه يې لاس کښېښود او بې سده سو. کله چي بيرته  په سد کي راغی او سترګي یې روڼي کړې، ټول وجود يې په خولو کي لوند او د يخنۍ احساس يې کاوه. په زړه کي يې اور بل و او په  اور  کي يې د خپلي ښځي او ماشومانو د هډوکو کړپی په خپلو غوږو اورېده چي سوځېدل، خو خپله د ده پر غوښو او هډوکو اور  هیڅ اغېز نه کاوه او  وجود يې د اور  په سرو لمبو کي بيا هم  لکه واوره داسي سوړ  و. عطاءالله خپله ښځه او ماشومان له اور څخه راوایستل او ليري يې وغورځول. په دې وخت کي یې د اور د لمبو تر شا لکه ځان چي په هينداره کي ويني، خپله څېره ولیده چي په يخو خولو لنده خيشته وه، خو ورو  يې اور ته لاس وروغځاوه، د اور یوه لمبه يې ونیوله او د تندي خولي یې په پاکي کړې. په دې وخت کي يې خپلي ښځي ته پام سو چي د اخښل سويو اوړو تالۍ يې په لاس کي ده. هغې ژر  ژر د ډوډۍ زوالې جوړي او يوه يوه دانه يې  تناره ته ورکښته کړه، خو ډوډۍ په څو دقيقو کي توري ايرې سوې. په دې وخت کي د عطاءالله پر نس درد سو، سوکه يې تالۍ ته لاس وروغځاوه او غوښتل يې په تالۍ کي يوه پاته زواله راواخلي او ويې خوري، خو  اوړه وچ سوي او لکه رېګ داسي ښکارېدل، په دې وخت کي يې  سا بنده سوه او بيا بې سده سو.

عطاءالله خوب ويني چي مخ ته يې د مسجد يو لوی محراب او د فارسي ژبي دا شعر ورباندي ليکلی دی: روز  محشر  که جان ګداز  بود  –  اولين پرسش از  نماز  بود.

د دې بيت په ليدو هغه وغوښتل چي  پر ډبرين فرش پر سجده پرېوزي او د لمانځه د نه کولو له امله له الله (ج) څخه بخښنه وغواړي، خو پر نس يې دومره سخت درد و چي سجده يې نه سوای کولای. په دې وخت کي يو چا په درانه اواز ورته وويل: عطاالله!  عطاءالله  له ځايه ولاړ سو، د محراب شا ته ښه  ليري يو منبر و چي يو سړی ورباندي ناست و،  که څه هم د هغه سړي شونډي نه ښورېدې، خو اواز يې تر خوله راووت او خپلو خبرو ته يې داسي دوام ورکړ:

عطاءالله!  ته ولي ژوندي یې؟  څوک تر هغه وخته پوري ژوندی وي چي د مرستي يو څوک ولري، ته د چا په اسره او تمه ژوندی يې ها؟ ته ناروغ یې او ښځه به دي هم نن یا سبا ناروغه سي. هغه  خلک چي په نړۍ کي د مرستي څوک نه لري خامخا ناروغه او بيا ژوندي ښخېږي. پخوا خو تا له خپلو اولادونو سره مرسته کوله، خو دا دی ته هم ناروغه يې او مړ کېږې او ستا سره سم به ستا اولادونه هم مړه سي. څومره د افسوس ځای دی چي تر اوسه ته او ښځه دي ژوندي ياست، خو اولادونه مو مړه سول. ايا تاسي د خپلو اولادونو د وژلو لپاره هم د يو چا مرستي ته په تمه ياست؟  ته ډېر  د زړه سوي یې …. بې عقله! پر تا به څوک زړه وسوځوي؟ مرګ څه بلا غواړي چي تا له دې خواريو  څخه وژغوري؟ د هغه لپاره خو دغومره  خواري بس ده چی نوم يې مرګ دی … ته به د مرستي لپاره چا ته ورسې ها؟  يوازي ته نه یې، ستا په شان په نړۍ کي په لکونو عطاءالله  نومي خلک ژوند کوي. ورسه ژر دي د ځان چاره وکړه، د دې وږيو تږيو ښځو او ماشومانو وژل ګران کار نه دی. کله چي له دې کار څخه را فارغ سوې، نو مرګ به خپله وشرمېږي او تا ته به راسي.

عطاءالله  له ډېر قهر  او درد څخه په رېږدېدو سو: ته ډېر  ظالم  یې، ژر راته ووايه ته څوک يې؟ مخکی له دې چي زه خپله ښځه او ماشومان مړه کړم اول تا وژنم. سړي په زوره وخندل : زه؟ زه عطاءالله یم، دا دی ښه راته وګوره!  بدمرغه ته خپل ځان هم نه پېژنې؟

عطاءالله يو وار   سړي ته سترګي ورواړولې او بيا يې کښته وکتل. دا سړی خپله عطاءالله و، بس يوازي يې کالي نه وه اغوستي.  د دې صحنې په ليدو د عطاءالله قهر او درد نور هم زيات سو، له ډبرين فرش څخه يې د نوکانو په زور  يوه ډبره را جلا او د منبر پر خوا يې وغورځوله، په دې وخت  کي يې سر پر له وګرځېده، تندی يې تود سو، چي لاس يې ور وړ، نو ګوري چي له تندي څخ يې وينه راروانه ده. له دې سره سم يې په منډو پيل وکړ. کله چي دباندي راووت، نو يوه ډله خلک ورباندي راټول سول، خو عجيبه دا وه چي د دې ډلي  هر يو عطاءالله او تندی يې په وينو لړلی و. په ډېرو خواريو سره یې ځان له ګڼي ګوڼي څخه راوويست، پر یوه نري سړک روان سو چي دواړو خواوو ته يې زهرجن بوټي او  ګلان راشنه سوي وه. عطاءالله له جېب څخه يو تش بوتل راوايست، څو زهرجني پاڼي يې ورواچولې او د کور پر خوا روان سو.

د کور پر ور باندي راځوړند شوړېدلې او پينه پينه پرده يې پورته کړه  او کور ته ننووت.  تيلي څراغ کور روښانه کړی و. ده ولیدل چي څو ګامه وړاندي يې دوه ماشومان  لکه مړي پر کټ پراته دي. عطاءالله  په نيولو ګامونو کټ ته ورنژدې سو، په رېږدېدلو  لاسونو يې زړې بړستني ته لار ور اوږد کړ.  په دې وخت کي بړستنه وښورېده. عطاءالله خوشاله سو چي ماشومان يې ژوندي دي.

په بړستن کي دوه ماشومان پراته وه چي يو  څلور کلن او بل پنځه کلن و. دواړه له لوږي داسي ډنګر او خوارځواکي سوي وه چي لکه مجسمې وچ هډوکي ښکارېدل.  عطاءالله  له جېب څخه بوتل راوکيښ او بړستنه يې پورته کړه، خو له حيرانتيا يې خوله وازه پاته سوه چي ماشومان يې په دې وچ سکليټ وجود څنګه ژوندي پاته دي.  د زهرجنو پاڼو بوتل یې څنګ ته کښېښود، په دواړو لاسونو يې د ماشوم مغزی ونيو او په يوه خرپ يې مغزی ورمات کړ.  عطاءالله  ډېر خوشحاله سو چي په څومره  اسانۍ سره یې ماشوم مړ  کړ، په خوشالۍ سره يې خپلي ښځي ته ورناره کړه! زړګيه! زړګيه!  دلته راسه وګوره چي ما رحيم په څومره اسانۍ سره مړ کړ، وګوره هيڅ تکليف مي نه دی ورباندي  تېر  کړی، خو ګوري چي زړګی ياني د هغه مېرمن زينبه نه ښکاري. عطاءالله حيران سو چي هغه چېري تللې ده؟ په زړه کي يې وروګرځېده چي ښايي د ماشومانو لپاره به له ګاونډيانو څخه ډوډۍ راوړي او يا به د ده لپاره روغتون ته تللې وي. په دې وخت کي يې په زوره وخندل، خو ناببره يې خندا ودرېده، ګوري چي بل ماشوم زوی يې راويښ سو، کله چي يې خپل مړه سوي ورور ته وکتل، نو نارې يې کړې: رحيمه! رحيمه!  رحيم ږغ نه کاوه، په دې وخت کي يې پلار ته فکر سو، ويل بابا ته راغلې؟ په ډنګر وجود کي يې ننوتلې سترګي وبرېښېدې:  بابا ته راغلې؟  عطاءالله سوکه ورته وویل:  هو بچيه راغلم. په دې وخت کي کريم خپل ورور رحيم وښوراوه: رحيمه رحيمه کښېنه بابا له روغتون څخه راغی. په دې وخت کي عطاءالله د کريم پر خوله لاس ونيو، ويل چوپ سه مه يې راويښوه، هغه ويده دی.  کریم له خولې څخه د پلار لاس ايسته کړ، ويل څنګه ژر بيا ويده سو، موږ خو تر اوسه ډوډۍ لا نه ده خوړلې.

–  خير دی اوس به ته هم ويده سې

–  څنګه به ويده سم؟

–  زه به دي ويده کړم

له دې خبري سره عطاءالله د کريم مغزی ورکوږ  کړ.  کريم د ډېر سخت درد احساس وکړ، ويل څه کوې بابا؟ عطاءالله حيران سو چي کريم ولي ژر نه مري. کريم ته يې په ناز  وويل: بچيه ته نه غواړې چي ويده سې؟ کريم چي يو لاس يې پر مغزي نيولی و، وويل: بابا زه هم غواړم چي ويده سم.

عطاءالله  د زهرو بوتل راواخیست او ټول يې د کريم په خوله کي ورتوی کړ. په دې وخت کي يې اوږې سپکې سوې او د ارامۍ احساس يې وکړ، په زړه کي يې له ځان سره وويل: بچيه اوس به ته هم په خواږه خوب ويده سې. کریم د خپل پلار لاس ونیو: بابا اوس خو نو د خوړلو لپاره يو شی راکړه! عطاءالله په قهر وويل: ته ولي نه مړېږې؟

کریم په تعجب وويل: بابا ته څه وايې؟

عطاءالله وويل: ته ولي نه مړ کېږې؟ زما مطلب دی چي  مړ سې، نو خوب به هم درسي.

کریم وويل: بابا مرګ او ژوند خو د خدای په لاس کي دي.

عطاءالله نه پوهېده چي کریم ته څه ووایي.  يوه شېبه مخکي يې د يو چا مرګ او ژوند په لاس کی  و، خو اوس يې دا کار له وس څخه وتلی و، بيا يې کريم ته  کرار وويل: ته راپورته سه زويه. کريم راپورته سو او عطاءالله په غېږ کي واخيست.  فکر يې وکړ چي څنګه له ځان څخه خدای جوړ کړي؟  د کور زړه پرده يې پورته کړه او دباندي ووت،  ځان يې داسي دروند  احساس کړ  لکه  اسمان چي يې پر اوږو پروت وي، له ځان سره يې وويل: دا زينبه چېري ده؟ په دې وخت کي يې په زوره وخندل، خو ډېر  ژر  يې پام سو چي دی خو غواړي له ځان څخه خدای جوړ کړي. په لاره کي يې څو غټي غټي ډبري وليدې، په زړه کي يې وروګرځېده چي  که کریم له دې ډبرو سره وجنګوي ښايي ژر مړ سي، خو په ځان کي یې دومره وس و نه ليد. مېرمني ته يې ناره کړه: زړګيه! زړګيه!  له ځان سره يې وويل: داسي نه وي دا هغه ډاکټر ته ورغلې وي چي تل له موږ سره خواخوږي او مرسته کوي، خدای مه کړه د درملو او ډوډۍ لپاره  له ډاکټر سره زنا و نه کړي. په دې وخت کي يې وينه پر جوش راغله، کريم يې د سړک تر څنګ لښتي ته وغورځاوه او د روغتون خوا ته يې منډي کړې.

شپه تر نيمايي اوښتې وه، هرې خوا ته تياره خپره وه.  کله چي د روغتون برنډې ته ورسېد دوه ږغونه يې واورېدل، زينبې وويل:  درواغجنه تا زه خطا ايستلم. بيا يې د يو نارينه ږغ واورېد: ته سمه نه يې پوه سوې، د هغه سړي ته نه سوې خوښه، ځکه بيرته ولاړ.  زينب د لېونيانو په شان چيغي کړې: ته درواغ وايې. زه دا منم چي د دوو ماشومانو مور يم، نه د پخوا په شان ځوانه او نه هم ښايسته يم، خو که تا فرېب نه وای راکړی، هغه سړي زه خوښولم. ته ډېر  ناځوانه سړی يې. زينبي په ژړغوني اواز  وويل:

که زما مېړه ناروغه او ماشومان مي د ورځو ورځو وږي نه وای، زه به هيڅکله هم ستا سره نه وای تللې او دا  بې شرمي به مي نه وای منلې. نارينه ورته وويل: هغه بل څوک نه  و، يوازي زه په خپله وم. کله چي ته زما سره روانه سوې، نو ما ځان وپېژاند، تا ته مي وويل چي هغه ولاړ، ځکه زه پوهېدم چي ستا خاوند مري او ستا ماشومان  هم  مري، ته هم مري، خو …

زينبې په لوړ اواز وويل: خو څه؟ زه به تر مرګه ژوندۍ یم …. تا زه له هغه  ژونده وژغورلم چي تر مرګ ډېر  بد دی …  خير  اوس راځه چي عطاءالله ما او تاته  انتظار  دی. په دې وخت کي يې عطاءالله ته پام سو چي د دوی شا ته ولاړ دی. زينبي په حيرانتيا وويل: عطاءالله ته؟  عطاءالله وويل: هو زه! ما ستاسي ټولي خبري واورېدې. ما رحيم او کريم دواړه مړه کړل، اوس يوازي زه او ته پاته يو. زينبي چيغه کړه: څه شی؟ دواړه دي مړه کړل؟

–  هو دواړه مي مړه کړل. هغوی مي ډېر اسانه مړه کړل،  هيڅ تکليف يې و نه ليد، فکر کوم چي ته به هم په تکليف نه سې، ځکه دا دی ډاکټر صاحب دلته ولاړ دی، بيا يې ډاکټر ته مخ ورواړاوه: ډاکټر صاحب دې ته داسي پېچکارۍ ورکړه چي ژر مړه سي. ډاکټر په رېږدېدلو لاسونو ستن له زهرو ډکه او زينبي ته يې ورولګوله. له دې سره سم زينبه پر ځمکه ولوېده او مړه سوه، د زينب اخيري خبره دا وه چي  زما ماشومان.

عطاءالله  وويل: ښه سو ددې کار  هم خلاص سو، اوس نو یوازي زه پاته یم. ډاکټر په وارخطايي وويل: زما سر ه خو نور  زهر  نسته. عطاءالله ورغبرګه کړه: خير دی، زه خپل کټ ته ځم ته ورسه نور زهر راوړه.

عطاءالله په خپل بستر کي پرېوت، په ډېر مشکل پر   اړخ واوښت. شاوخوا يې سترګي وغړولې، ډېره اوږده ورځ وه، هيڅ نه خلاصېده. ښايي یوه خونه وه چي رڼا يې درلوده، خو  د خوپ او دوړو غوندي ښکارېده يا داسي رڼا وه چي ډېره خيرنه سوې وه.

لیري یوه فرښته ولاړه وه، هر څومره چي ده ته رانژدې کېده، کوچنۍ کېده. کله چي د کټ مخ ته ودرېده، نو معلومه سوه چي فرښته نه، بلکي هغه ډاکټر و چي تل به يې له زينبي سره خواخوږي ښووله او هغې ته به يې د زړه ډاډ ورکاوه.  عطاءالله چي خپل خواخوږی ډاکټر وپېژاند، نو هڅه يې وکړه چي ورولاړ سي،  خو ډاکټر  ورک سو. په دې وخت کي په روغتون کي د زينبي چيغي پورته سوې، خدای خبر چي هغې څه ويل.  عطاءالله غوښتل زينبي ته ورږغ کړي، خو له وسه يې پوره نه وه. يوه شېبه وروسته زينبه راغله، وېښتان يې لکه د لېونيانو غوندي ببر او کالي يې شکېدلي وه. په دواړو لاسونو يې عطاءالله وښوراوه: عطاءالله جانه هغه حرامي مي مړ کړ.

– څوک؟

– هغه ډاکټر چي تل به يې زما سره خواخوږي کوله، هغه منافق ځان داسي ښوده چي تا ژغوري، خو  هغه درواغ ویل…هغه ماته!!!! هغه ماته … تر دې وروسته د زينبي ژبه ګنګوړه سوه او نوري خبري يې نه سوای کولای. د عطاءالله په ذهن کي ډول ډول خبري راوګرځېدې: ((هغه ډاکټر  خو ته وژلې)).

عطاءالله د څو ثانیو لپاره  لوړ  وکتل او بيا يې زينبه په لاس يوې خوا ته پوري وهله: ته دې خوا ته سه … هغه راروان دی.

–  څوک ؟

–  هغه ډاکټر  …  هغه فرښته

فرښته ورو  ورو راغله او د عطاءالله کټ ته ودرېده. عطاءالله په خندا وويل: د زهرو پېچارۍ دي راوړل؟  فرښتې د سر په اشاره وويل چي هو. عطاءالله  لاس وراوږد کړ او فرښتې پېچارۍ ورولګوله.  له پېچکارۍ سره سم، عطاءالله مړ سو. زينبي هغه وښوراوه، ويل د رحيم او کريم پلاره پورته سه. دا روغتون ډېر بد ځای دی، راځه چي کور ته ولاړ  سو. څو شېبې وروسته پوليس راغلل او زينب يې له ځان سره بوتلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *