تاند- د امریکا هوايي ځواک د افغانستان هوايي ځواک ته د (27 MD-530 Cayuse Warrior) جنګي څرخکو وروستۍ څلور وسپارلې.

د امریکايي خبري سرچینې یو پي ایل د راپور له مخې، دا هیلي کوپترونه د کلیفورنیا ایالت د ترافیس له هوايي اډې څخه په سي-۱۷ګلوب ماستر ۱۱۱ الوتکه کې کابل ته ورسول شوې.

دا څلور څرخکې د هغو ۵ په شان چې په جولای میاشت کې افغانستان ته سپارل شوې وې، د راکټ او ماشینګڼ د ویشتلو وړتیا لري. دا څرخکې د لومړنیو ۱۳ هیلي کوپترو خلاف د لید په یوه نوي سیستم مجهزې دي.

د امریکا د هوايي ځواک د قطعې قوماندان جګړن بیل اشرفورد وايي، د افغانستان هوايي ځواک ته د مخکینیو دیارلس (MD-53) ورکړای شویو څرخکو په پرتله نوي څرخکې پرمختللي دي.

(MD-53) سپکې څرخکې دي چې د یوه یا دوو تنو له لوري چلول کېږي. د دغو هیلي کوپترو سرعت په هر ساعت کې ۱۷۵ مایله (۲۸۱ کیلومتر) دی او په یو وار ۳۷۵ مایله (۶۰۴ کیلومتر) سفر کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *