محمد اکرم شهاب پکتیکا –

دپکتيکا ولايت په جاني خيلو ولسوالۍ کې دکليو پراختيا او بيا رغوني درياست د ملی پروګرام له لاري ۶۰ بيلا بيلی پروژې ګټي اخيستني ته وسپارل شوي.

دپکتيکا ولايت دجاني خيل ولسوالۍ اوسيدونکي ملک ظاهر کټوازي دکليو پراختيا درياست له مسؤلينو مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې دملی پيوستون له لاري په دې ولسوالۍ کې بيلا بيلی پروژې ګټي اخيستني ته وسپارلی.

هغه وايې، په دې پروژو کې پلچکونه، دسرکونو ترميم، دپاکو اوبو څاګاني، داوبو لګولو بيلا بيلی پروژې شاملی دې.

هغه وايې، دغه شان پروژې دولس او دولت ترمنځ فاصله را لنډولی شي.

دپکتيکا ولايت دکليو پراختيا رييس اينجينرنجيب جاهد په دې اړه وويل، چې په دې ولسوالۍ کې يې ۳۲ بيلا بيلی پروژې جوړي او ګټي اخيستني ته وسپارلی چې ټول ټال لګښت ورباندي ۲۵ مليونه افغانۍ راغلی.

نوموړی وايې، دغه پروژې دولسونو په خوښه او غوښتنه سره انتخاب شوي او جوړي شوي دې.

جاهد وايې، په راتلونکي يوه مياشت کې نوره دملی پيوستون پروګرام په پکتيکا کې ختميږي او راتلونکی يو بل پروګرام دحفظ الصحي په نامه شروع کيږي چې دهغه له لاري له هم په ډيری ولسواليو کې پروژي ډيزين او شروع کړي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت پژواک ته وويل، چې د دې ولایت په جاني خېل ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۸ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې له مخي به یې په زرګونه کورنې ترې ګټه پورته کړي.

نوموړي د دې ولسوالۍ له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د امنیت، پوهنې او بیارغونې په برخو کې ور سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې کابو یوه میاشت وړاني هم د پکتیکا په جاني خېل ولسوالۍ کې بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې سپارل شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *