د ننګرهار له طب پوهنځي ۱۰۸ تنه فراغ شول

تاند- د ننګرهار له طب پوهنځي ۱۰۸ تنو فارغانو ته نن په یو لړ مراسمو کې بریلیکونه ورکړای شول.

په دې مناسبت غونډې ته د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي ريیس ډاکتر یحیي فهیم وویل چې دغه پوهنځي تراوسه پوري شاوخوا ۳ زره ډاکتران ټولنې ته وړاندې کړي دي.

د ننګرهار پوهنتون د رييس پوهندوی ببرک میاخېل په وینا دا پوهنتون په ۲۰۱۶ م کال کې د اروپا د راسموس پروګرام او د سیګار د ارزونې له مخې د افغانستان په پوهنتونونو کې لومړی مقام لري.

د طب پوهنځي رييس ډاکتر فهیم بیا وویل چې د ننګرهار د طب پوهنځي په سلو کې ۷۰ فارغان د هیواد په کچه د تخصص په ازموینو کې بریالي شوي دي چې دا د دغه پوهنځي د زده کړو د لوړ کیفیت څرګندونه کوي.

په دې غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي هیله څرګنده کړه چې د نویو ډاکترانو فراغت به پر ګاونډیو هیوادونو د درملنې په برخه کې د افغانانو اتکا کمه کړي.

دا د ننګرهار پوهنتون د طب له پوهنځي د ډاکترانو د فراغت ۴۹ مه دوره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *