لاندې ویدیو هم کتلی شئ.
تاند- په ایټالیا کې، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ سختې زلزلې وځاپه، یوه سپي له خپل خاوند سره وفاداري ثابته کړه.
د سپي په اړه پخوا هم په ځلونو ویل شوي چې انسان ته خورا وفادار حیوان دی خو په ایټالیا کې یو سپی په هیڅ صورت د خپل خاوند له تابوته لېري کېدو ته نه حاضرېده.
د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه سپي د خاوند د تدفین مراسم په زلزله کې له ۳۴ تنو نورو مړو شویو سره په یوځای ترسره کېدل.
ورځپاڼه وايي، په داسي حال کې چې د زلزلې د قربانیانو خپلوانو ژړل او یو بل ته یې خواوې ورکولې، سپی د خپل خاوند له تابوته نه جلا کېده.

د ۳۵ تابوتونو په منځ کې سپي د خپل خاوند تابوت پېژانده.
د ایټالیا د چهارشنبې د ورځې /اګست۲۴/ په زلزله کې ۲۹۱ تنه مړه شول.