د پخواني بیټل سندرغاړي جان لېنن او پال مکارټي له لوري د یوې پخوانۍ لیکل شوې سندرې ریکارډ پرون /شنبه/ د بریتانیا په یوه لیلام کې په ۱۸ زره پونډه (۲۳۶۰۰ ډالره) وپلورل شو.
دا سندره مکارټي ویلې ده.
سندره، چې «ستا لپاره» نومېږي، د پخوانۍ بریتانیايي سندرغاړې سیلا بلک (Cilla Black) لپاره لیکل شوې او په ۱۹۶۴ کال کې د هغې تر ټولو مشهوره سندره پېژندل شوې وه.
د بلک خوریې سیمون وایټ د خپل پلار په کلیکسیون کې دا ریکارډ ومونده. پر ریکارډ سهواً د بل چا نوم لیکل شوی و.
خو وروسته څرګنده شوه چې دا سندره د مکارټي په ږغ کې ده.
ده سندره بلک ته لېږلې وه چې وايي وري.