تاند – ګڼ شمېر افغان ځوانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د افغان محصلانو له پاره د پاکستان له خوا وړاندې کړای شوي ۲۰۰۰ سکالرشپونه دې رد کړي.‌

پاکستان دغه وړاندیز په کابل کې د لوړې سویې په افغان – امریکن پوهنتون باندې د پاکستان له خوا د حمایه کېدونکیو یاغیانو تر حملې وروسته کړی دی.‌

سعید شینواري د پاکستاني پولیسو له خوا د یوه افغان محصل په لاس کې د زنځیر اچولو واقعې ته په اشارې سره لیکي،‌ «تاسې په هغه ورځ ډېر ودردېدئ، ځكه دومره وحشت د نړۍ په يو كونج كې نه وو شوى لكه پاكستان چې له افغان محصل سره كړى وو.»

ښاغلی شینواري لیکي،‌ «پاكستان په دوهم ټولګي كې له افغان محصلينو نه جاسوسي غواړي، هرڅوك يې چې نه كوي يا يې ترور كوي يا يې له پوهنتونه شړي.»

عظمت غرني غوښتنه کړې چې له پاکستان سره باید اړیکې پرې شي او لیکي چې د پاکستان په بورس که کوم ځوان ځي نو خاین دی.

یو شمېر نورو ځوانانو اندېښنه ښودلې ده چې پاکستان افغان ځوانان د بورسونو یا سکالرشپونو له لارې ورغواړي او هلته یې د تطمیع کولو له لارې د جاسوسانو په توګه روزي.‌ عبادالله صدیقي لیکي،‌ «خبر شوم چی پاکستان غواړي ۲۰۰۰ نوي جاسوسان وروزي.‌»

په دې لړ کې د افرادو تر څنګ د فیس بک یو شمېر پاڼو چې لسګونه زره کتونکي لري هم د پاکستان د سکالرشپونو پر ضد لیکنې کړې دي. لویه پکتیا پاڼې یو پوسټر خپور کړی او لیکي چې، «پنجابیانو ته باید وویل چې د خپلو مزدورانو په لاس زمونږ شته مکتبونه مه را ورانوئ،‌ ستاسو سکالرشېپونه زمونږ نه دي په کار.»

پاکستان په داسې حال کې افغان محصلان د زده کړو او خاصې تربیې له پاره ورغواړي چې خپل ځوانان او پېغلې غربي هېوادونو ته لېږي چې په لوړه سویه پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.‌

یو شمېر کسانو بیا د دې په مقابل کې د هندوستان له حکومت څخه د طب په شمول په بېلابېلو برخو کې د سکالرشپونو د ډېرولو غوښتنه کړې ده.‌

کارپوهان وایي چې، د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) له خوا روزل شويو او روزل کېدونکيو ترهګرو ته له ډېر پخوا راهیسې په افغانستان کې د ښوونځیو په مقابل کې د ډېر سخت دریځ نیولو نظریه ورکول کیږي او په ډېرو مواردو کې یې په بمونو الوزوي څو افغان ځوانان ونشي کولی چې تعلیم ترلاسه کړي او، پرته له دې چې د پنجابیانو له خوا د کارېدونکې تش په نامه اسلامي ایډیالوژۍ تر تاثیر لاندې راشي، په مستقل ډول سوچ وکړي.‌

2 thoughts on “ځوان فعالان:‌ حکومت دې د پاکستان له خوا وړاندیز شوي سکالرشپونه رد کړي”
  1. EVERY AFGHAN WHO STUDY IN PAKISTAN HE WILL BE ISI AGENT,
    I HOPE AFGHN GOVERNMENT DO NOT SEND ANY ONE TO PAKISTAN,

    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *