ښايي په نړۍ کې افغان دولت له ډېرو کمو هغو دولتونو څخه وي چې د هر چا په وړاندې د سوله غوښتنې او دوستۍ سياسي پاليسي لري، حتا په سره جګړه کې هم د سولې نارې وهي.
د افغان دولت دا پاليسي له استثنا پرته له هر چا سره د تطبيق وړ ده، خو په دې شرط چې د افغانستان ملي نواميس او ملي شعاير په کې تخريب نه شي.
د افغان دولت يوه بله نادره ځانګړتيا چې ښايي په ډېرو دولتونو کې ونه موندل شي هغه يو مخى سياست دى، په اوسني خبري عصر کې چې هر څه له پردې وتلي، داسې کوم مشهود دليل يا مدرک به پيدا نه شي چې يو څوک په کې د افغان دولت د دوه مخي سياست نمونه ښکاره کړي.
دا ټولې خبرې کېداى شي تر ډېره بريده د صداقت او رښتينولۍ له امله نه وي، خو ځينې نيمګړتياوې او مجبوريتونه د دې لامل شوي چې افغان ولسمشر له دې فورمول څخه په استفادې وړاندې لاړ شي.
افغان دولت د خپلو ګاونډيو، سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو هر څه ليدلي او په دې پوهېږي چې څوک څه کوي او څه ډول نيت لري، خو بيا هم افغان دولت د دوستۍ لاس غځولى او غواړي چې پنځه ورځې په دوستۍ او سوله کې تېرې کړي.
هغه د شاعر خبره:
دغه عمر زموږ کم د محبت لپار هم دى
حيران يم چې نفرت ته ازګاريږي خلک څنګه؟
افغان دولت د همدې موخې د تحقق لپاره له پاکستان سره د کوټې او سپين بولدک ترمنځ دروازې ته د دوستۍ دروازې نوم ورکړ.
په دې دروازه له نورو مسايلو سره خوا کې ولسي انګيرنه او ولس ته يې پيغام دا دى چې دولتونه که هر څه کوي، د دې فرضي کرښې په دواړو غاړو پورت قوم به په حکومتي سياستونو کې نه قرباني کېږي، خو په دې وروستيو کې چې افغانستان د خپلې دوستۍ لمن پراخه کړې پاکستان ورته رنګ په رنګ پلمې جوړوي، په پټه او ښکاره دا هڅه کوي ترڅو افغانستان دې ته مجبور کړي چې د دوستۍ او ګاونډيتوب اړيکو پر ځاى د غلامۍ او بادارۍ اړيکه حاکمه کړي.
څه موده وړاندې پاکستاني حکومت په داسې حال کې د ترخم دروازه وتړله چې د دواړو غاړو ولسونو د کوچني اختر لپاره خپلې خويندي او لوڼه له خسرګنيو څخه د پلرونو کورونو ته بېولې، خو دوى دا هرڅه ناليدلي ونيول، د دې لپاره چې افغان لورى وزوريږي د هغو خلکو په هيلو او اميدونو يې هم پښې کېښودې چې د دوى تابيعت لري، ډېرې هغه بنوڅۍ، پېښورۍ، وزيرې، دوړې، مسيدې او د نورو قومونو خويندې چې په دې فرضي کرښه را دې خوا واده شوې وې، ونه توانېدې چې له خپلو ميندو او خويندو سره اختر تېر کړي.
اوس چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د قندهار نامي ننګوړي (انار) او د شمالي انګور، خربوزې او يو شمېر نورې مشهورې افغاني مېوې رسېدلي او د نړۍ بازارونه ورته انتظار باسي، پاکستان په کوټه کې د دوستۍ دروازه په دې پلمه وتړله چې يو شمېر لاريون کونکو د پاکستان بيرغ ته اور ورته کړى دى.
که څه هم په لومړيو دقيقو کې په پاکستان کې د افغان دولت استازي عمر زاخيلوال د لاريون کونکو دا کار وغندلو، خو د پاکستاني رسنيو له قوله پاکستانى حکومت به تر هغې دا دروازه تړلي وساتي ترڅو پورې چې افغان دولت په رسمي ډول بخښنه نه وي غوښتي.
هر سړى په دې پوهېږي چې ” غوا توره ده او شيدې يې سپينې دي” پاکستان په دې کار سره غواړي چې يا افغان لورى له کوم ناکاره او قبيح عمل پرته بخښنه وغواړي او يا دې افغاني ميوې په افغانستان کې همداسې پاتې شي.
بلبل به خداى په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نيمګړى نيت مې ژړه وينه
د ايران چابهار بندر کارونه په بشپړېدو دي، له چين سره به د اورګاډي له لارې اړيکې ټينګې شي، په نيږدې راتلونکي کې به د ګوادر بندر د افغانستان لپاره دريم انتخاب وګرځي او هغه مالي ګټه چې پاکستان به د افغانستان له صادراتو او وارداتو څخه تر لاسه کوله هغه به ورته محال شي، خو د دوى نيت، له مجبورۍ غلطه استفاده او دا ډول چال چلند به په راتلونکي کې د دوستۍ دعوه ډېره داغي کړي.
د نړيوالو حقوقو دريم اصل (د دولتونو تر منځ د همکارۍ اصل ) چې د ملګرو ملتونو په راتګ سره رسماً د ملګرو ملتونو له لوري ثبت او خپاره شول حکم کوي چې د نړۍ ټول دولتونه بايد يو د بل سره همکاري او حسن نيت ولري.او همدا رنګه هغه دولتونه چې اوبو ته لار لري مکلفيت لري چې هغو دولتونو ته چې په وچه کې ايسار دي اوبو ته د وتلو او تګ راتګ لاره ورکړي.
او همدارنګه د نړيوالو حقوقو د بل دولت په چارو کې د نه مداخلې اصل له مخې هم دوى په رڼا ورځ نړيوال حقوق، د ملګرو ملتونو منشور او نور نړيوال عروف تر پښو لاندې کوي.