محمد اصف پتیالی
د وینا دا متن په کندهار دشیرزي انستیتوت دښوونکو لخوا دخپلواکۍ د۹۴ کلیزي په مناسبت جوړه سوي غونډي ته وویل سو
……………………
دتیري دوشنبې ورځ چي د هجري شمسي ۲۸ اسد ۱۳۹۲ او د عیسوي میلادي ۱۹ اګست ۲۰۱۳ د نیټو سره سمون خوري د افغان اولس لپاره یوه د سترو ویاړونو او افتخاراتو څخه ډکه ورځ وه. نن په دي غونډه کي د همدغو ویاړونو د یادوني او د افغان اولس د ټولنیز ژوند د هغه روښانه خاطرو د راژوندي کولو په هڅه راټول سوي یو چي په دي ورځ پوري اړه لري. ۹۴ کاله وړاندي په همدي ورځ هغه ستر دستاویز د افغان دولت او د وخت د زبر ځواک برطانوي امپراتوري تر مینځ لاسلیک سو چي د برطانوي استعمار څخه افغان ولس دبشپړ سیاسي خپلواکي ضمانت وو. دا سند چي د استقلال د اعلامیې په نوم ونومول سو او دوخت د روشنفکره او پر خپلواکي مین امیر اعلی حضرت غازي امان الله خان لخوا اعلان سو د افغان اولس د بیمثاله قربانیو او سرښندنو ثمره وه. دا ورځ دافغانانو د تاریخ یو مهم پړاو یعني د دریمي افغان انګلیس جګړې خاطرات موږ ته را په یادوي. دا ورځ د هغو افغان جنګیالو د میړانو او شهادتونو د یادولو ورځ ده چي پر سپین بولدک باندي د انګریزي لښکرو د یرغل پر مهال یې بې مثاله مقاومت وکړ . دا ورځ د هغو بې سروسامانه افغان داوطلبو جنګیالو دیادولو ورځ ده چي په بېمثاله شجاعت سره یې د وخت د منظم ترینو او مجهز ترینو لښکرو په مقابل کي وړاندي تګ وکړ، تر کوږک ورواوښتل او د کټي ښار یې حسار کړ او همداډول یې پاس عیني د پیښور پوري پرمختګ وکړ. د نن ورځ د افغان مسلمان او میړني اولس د اوچت عزم، خپلواکي غوښتني د احساس او طبعي جنګي وړتیاوو د ستایني ورځ ده. نن چي موږ دا ستره ملي ورځ په داسي حال کي لمانځو چي هیواد مو د یوه ستر سیاسي عدم استحکام سره مخامخ دئ. زموږ ځوانان د هیواد په داخل کي یو د بل په وړاندي جګړه کوي او یو د بل ویني تویوي، زموږ دولتي اداري د خپلو دندو په مناسب اجراء کي د سختو ازمایښتونو او ننګونو سره مخامخ دي. زموږ د نوي نسل پوهنه او روزنه هره ورځ د یوې داسي جګړې قرباني کیږي چي جهت یې نامعلومه دئ او اولس د ظلم او بې عدالتیو په لمبو کي کبابیږي نو حتماً به د یو شمیر ملګرو په ذهنونو کي ۹۴ کاله وړاندي ګټل سوې خپلواکي او په دې لاره کي ورکړل سوي قربانیانو ته ارزښت نه ورکول کیږي. شاید همداسبب وي چي نن د اتلانو او ملي ویاړونو ځانګو اشرف البلاد د کندهار په ښار کي زموږ دا وړه غونډه ده چي ددې ستري ورځي د لمانځني جسارت یې کړېئ دئ. موږ په دې پوهیږو چي دا ستره ورځ نه موږ او نه بل چا په داسي ډول و لمانځل څه رنګه چي یې حق دئ . د ډیرو په اند به دا ورځ په دومره سادګي سره لمانځل شاید ددې ورځي سپکاوی وي. خو موږ د خپلواکي د شهیدانو او اتلانو د وینو او ارزوګانو سره دا ستره جفا هم نه سوای کولای چي دا ورځ مو په چوپتیا لمانځلې وای. دا زموږ د راتلونکو نسلونو پر موږ حق دئ چي ددوئ د اسلافو ګټل سوي افتخا رات دوئ ته ورورسوو. ځیني تش په نامه د قلم او ادب خاوندان دا خبره کوي چي اوس د بابا پر زړه توره د افتخار کولو وخت تللئ دئ. زه دداسي کوتاه فکره پوهانو څخه دا پوښتنه کوم چي دا همت به په یوا ځوان کي څنګه راویښوې چي د خپلو حقوقو او ارزښتونو د دفاع لپاره د توپ و ګولیو ته سینه سپر کړي، په خپلو لاسونو غرونه داسي وښیندي لکه وړئ…… غیر له دې چي ده ته ورپه یاد کړو چي دده پلار، نیکه او ورنیکه دا کارونه کړي دي. دا یوازي زموږ د اسلافو د عظمتونو او قربانیو ډک تاریخ دئ چي نن زموږ ځوان نسل ته دا حوصله ورکولای سي چي په روانو بدترینو ناهیله کونکي حالاتو کي هم ثابت قدم پاته سي او د اسلام او پښتو د اوچتو او مقسدو ارزښتونو ساتنه وکړي. زموږ ځوانان کولای سي د خپلو تاریخي تجاربو څخه په درس اخیستلو سره یو ځل بیا سره منظم سي او د روان نا مساعدو شرایطو ته د الله په توکل او خپل اوچت عزم او اخلاص په مرسته د هیواد او اولس په ګټه بدلون ورکړي. موږ ځوانان کولای سو چي د افغان اولس د ریښتوني افتخاراتو او ارزښتونو په راژوندي کولو سره د اولس د بیلابیلو طبقاتو، قومونو او فکري مکتبونو تر مینځ اتحاد، اتفاق او اعتماد راولو. او افغانستان په یو مستحکم سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواک تبدیل کړو. دلته دا ویل اړین بولم چي دا زموږ د دولت مهمه دنده ده چي د افغان اولس ریښتوني افتخارات حفظ کړي او د نوي نسل پوري یې ورسوي او هم دا چي د افغانستان پر مسلمان او مجاهد اولس باندي د کاذبو افتخاراتو د تپل کیدو مخه ونیسي. نه یوازي باید د استقلال ورځ بلکه د هیواد د تاسیس ورځ، د هوتکي پاڅون ورځ، سترو مشاهیرو د ځیږیدني ورځي لکه علامه سید جمال الدین افغان د ځیږیدني ورځ د دولتي مراسیمو سره ولمانځي. او همداډول په دې غونډه کي د حاضر او غیرحاضر وروڼو، خویندو او مشرانو باندي ږغ کوو چي د عظمتونو او ویاړونو په دغه ورځ د خپل رب او خپل ځان سره یو تعهد وکړي چي تل به د خپل هیواد د ملي استقلال ، خپلواکي او د اولس د حقوقو ساتنه کوو او په دې لاره کي پیل سوي هر نوښت هرکلی به کوو او په دې لاره کي د هیڅ ډول قرباني څخه ډډه نه کوو