د څه دپاسه ۷۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۳ ښوونځیو لپاره د احاطو او د برېښنا شبکې د جوړولو پروژې پیل شوې.
د لغمان ولایت د مرکز په ګډون په پینځه ګونو ولسوالیو کې هم مهاله نن ورځ د ۳۲ ښوونځیو لپاره د احاطو او د یو ښوونځي لپاره د برېښنا شبکې د جوړولو پروژې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د استازي حاجي عبدالعزیز، د پوهنې رئیس او د یو شمېر چارواکو په لاسونو په مرکز مهترلام کې د مرکزي دارالحفاظ د احاطې د بنسټ د ډبرې په ایښودو سره رسما پیل شوې.
د ښوونځیو لپاره دغه احاطوي دېوالونه چې په ټوله کې لس زره شپږ سوه او شپږ ویشت متره اوږدوالی لري او همدارنګه د یو ښوونځي د برېښنا په شبکې په ټولیزه توګه شپږ اویا میلیونه، یو سل او دوه اویا زره، یو سل یوولس افغانۍ لګښت راځي، چې د ولایت مقام د پرلپسې هڅو او تلاشونو وروسته د پوهنې وزارت د ایکویپ برنامې له لارې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړېږي، چې د جوړېدو چارې به یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي.
د دغو دوه دېرشو ښوونځیو له جملې چې احاطوي دېوالونه ورته جوړېږي، پینځه یې په مرکز، شپږ یې په قرغیو، شپږ یې په دولت شاه، اته یې په الینګار، شپږ یې په الیشنګ او دوه یې په بادپښ ولسوالۍ کې موقعیت لري.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغو پروژو د بنسټ ډبرې د ایښودو په موخه په جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د فکري جوړېدنې یوازیني اساسي بنسټونه په ګوته کړل او زیاته یې کړه خوښ دی چې د نوي تعلیمي کال له پیل کېدو نه نېږدې یوه اونۍ وړاندې د ۳۳ هغو ښوونځیو لپاره د احاطوي دېوالونو د کار پرانېسته کوي، کوم چې تر دې مهاله یې په ډېری برخو کې د احاطې د نشتوالي له امله ستونزې موجودې وې.
ښاغلي نعیمي وویل چې په هېواد کې د روانو ناخوالو، د تپل شوې جګړې او د ناپوهۍ د تورو تیارو پر وړاندې مبارزه یوازې د فکري رغونې د بنسټونو او د پوهنیزو مرکزونو د پیاوړتیا او قوي ملاتړ له لارې شونې ده او موږ ته په کار ده چې ټول په ګډه د داسې مرکزونو د ساتنې او څارنې په برخه کې خاصه او ځانګړې توجو ولرو.
عبدالجبار نعیمي زیاته کړه هڅه او تلاش یې دا دی چې د پوهنې ریاست اړوند په تعمیراتي برخو کې شته ستونزې په مرکز او ولسوالیو کې په تدریجي توګه حل و فصل کړي، نوموړي متوازن انکشاف د ځآن لپاره د عبادت او ستر خدمت په توګه یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ چې په دې اړه خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې له ټولګټو پروژو څخه څارنه او د پروژو ساتنه د ټولنې د هر وګړي دنده او مسولیت وګڼه او سربېره پر دې یې د پوهنې ریاست، د سکتوري خدمتونو ریاست او په اړونده ولسوالیو کې ولسوالان په دې مکلف وګڼل چې له پروژو څخه په جدیت سره نظارت وکړي او پرې نه ږدي چې بې کیفیته پروژې تطبیق او سرته ورسي.